نړۍ

د امریکا استخباراتو الظواهري څنګه وموند او ویې واژه؟

د القاعدې وژل شوی مشر ایمن الظواهري

د القاعده شبکې مشر ایمن الظواهري د امریکا په ډرون برید کې په کابل کې ووژل شو. دا ددغې شبکې د پخواني مشر اسامه بن لادن تر وژل کېدو وروسته، پر دغې ډلې ترټولو سخت ګوزار دی.

د بایدن ادارې یوه لوړپوړي چارواکي خبریالانو ته وویل، الظواهري د کلونو لپاره پټ و او د هغه د اوسېدو ځای معلومول او وژل، د امریکا د استخباراتو او د ترهګرۍ ضد ادارو د «دوامدارې سړې سینې» کار پایله ده.

ددغو عملیاتو د پایلو تر اعلانېدو پورې، داسې شایعه وه چې الظواهري د پاکستان په قبایلي سیمو او یا هم افغانستان کې دی.

رویټرز خبري آژانس د یوه لوړپوړي امریکايي چارواکي په حواله چې له دې عملیاتو خبر دی، د هویت نه افشا کېدو په شرط ددغو عملیاتو جزییاتو خپاره کړي.

دغه چارواکي ویلي: «د امریکا حکومت د اوږدو کلونو لپاره امریکا پوهېده یوه شبکه چې د امریکا تر نظر لاندې وه، الظواهري سره مرسته کوي. په وروستي یوه کال کې او له افغانستانه د امریکايي ځواکونو تر وتلو وروسته، چارواکي په افغانستان کې د القاعده د حضور د مشخصاتو په لټه کې وو.»

سږکال امریکايي چارواکي وتوانېدل چې معلومه کړي د الظواهري کورنۍ – یعنې مېرمن، لور او د هغې اولادونه – کابل کې یوې خوندي کور ته لېږدول شوي دي او وروسته یې د الظواهري ځای هم هملته مشخص کړ.

په وروستیو څو میاشتو کې استخباراتي چارواکو ډېر اطمینان درلود چې د الظواهري د اوسېدو ځای یې په کابل کې دقیق موندلی دی او د اپرېل میاشتې په لومړیو (حمل میاشت) کې یې د خپلو موندنو پایله د بایډن ادارې له چارواکو سره شریکه کړه. د بایډن د ملي امنیت سلاکار جیک سالیوان سمدستي دا معلومات ولسمشر سره شریک کړل.

همدا چې الظواهري دغه کور ته ورسېد، چارواکي وپوهېدل چې نوموړی له هغه ځایه نه دی وتلی، وروسته یې معلومه کړه چې الظواهري د همدې ودانۍ برنډې ته تللی، چېرته چې په وار وار لیدل شوی و بالاخره هملته ووژل شو.

دغه امریکايي چارواکي زیاتوي، وروسته چارواکو د الظواهري د کور ودانۍ او څرنګوالی وارزوه، ترڅو ډاډمن شي چې د هغه د وژلو عملیات داسې ترسره شي چې ودانۍ ډېر زیان ونه مومي او ملکي وګړو او د الظواهري کورنۍ ته خطر کم شي.

په وروستیو اوونیو کې ولسمشر بایډن له خپلو سلاکارانو او د کابینې له غړو سره پر استخباراتي مسایلو او دا چې عملیات څنګه په دقیق ډول ترسره کېدای شي، څو ځلې ناستې کړې دي. د جولای په لومړۍ نېټه ښاغلي بایډن ته د وړاندیز شویو عملیاتو په تړاو معلومات ورکړل شول. د بایډن د کابینې په دې ناسته کې د امریکا د استخباراتو ادارې (سي آی اې) رییس ویلیام برنز هم حضور درلود.

د هغه په خبره، په دې ناسته کې بایډن له دوی څو اساسي پوښتنې مطرح کړې چې دوی څه پوهېږي او څنګه پوهېږي او د الظواهري د کور جوړښت یې هم وارزوه چې استخباراتو برابر کړی و.

دغه امریکايي چارواکی وايي، ښاغلي بایډن د رڼا، هوا، ساختماني موادو او نورو عواملو په اړه پوښتنې وکړې چې کولی شي ددغو عملیاتو پر بریالیتوب اغېز ولري. هغه همدراز غوښتنه وکړه چې کابل کې ددې برید عواقب هم تحلیل او تجزیه شي.

نوموړي ویلي، د حقوقي کارپوهانو یوه پلاوي په دې اړه استخباراتي راپور وارزوه او دا یې تایید کړه چې د القاعده د مشر په توګه د الظواهري وژل یو قانوني هدف دی.

دغه چارواکی زیاتوي، په جولای میاشت کې ولسمشر بایډن د خپلې کابینې کلیدي غړي او لوړپوړې سلاکاران وغوښتل چې ددغو عملیاتو وروستي جزییات ترې وغواړي. تر بحث وروسته، ښاغلي بایډن ملکي وګړو ته د خطر کموالي په شرط د یوه دقیق هوايي برید فرمان ورکړ.

دا برید بالاخره د شنبې په ورځ (اسد ۹مه) د کابل په وخت د سهار په شپږ نیمو بجو ترسره شو.