افغانستان

تورخم کې په شاقه کارونو د بوختو ماشومانو د ژوند بوږنوونکی وضعیت

تورخم کې کارګر ماشومان د شپې پرمهال پر خاورو ویده دي. عکس له ټولنیزو رسنیو

د افغانستان د ختیځ ولایت ننګرهار په سرحدي سیمه تورخم کې د ماشومانو د کار موضوع وروسته له هغه په ټولنیزو شبکو بحثونه راوپارول چې د شپې لخوا پر ځمکې د ویدو ماشومانو ځینې انځورونه پر فیسبوک خپاره شول.

په دغو عکسونو کې لیدل چې هغوی د شپې له سړې هوا د ځان ساتلو لپاره په بوجیو کې ځانونه پېچلي دي. ډېر نور عکسونه هم خپاره شوي چې ماشومان پکې په ورته وضعیت کې لیدل کېږي.

ورته وخت کې د یوې کارګرې نجلۍ د وهلو ویډیو پر فیسبوک خپره شوه. په ویډیو کې لیدل کېږي چې دغه نجلۍ د یوه کس لخوا چې ظاهرا د طالبانو امنیتي غړی دی، په لختې وهل کېږي.

له کلونو راهیسې له زده کړو محروم ماشومان په تورخم کې په شاقه کارونو بوخت دي. دا ترډېره د هغو کورنیو دي چې له اقتصادي پلوه کمزورې دي. خو په دې وروستیو کې شمېر ورځ تربلې ډېرېږي.

دوی د جمهوري دولت په ۲۰ کلنه دوره کې هم د دولت له پاملرنې بې برخې وو او اوس د طالبانو په واکمنۍ کې هم په دېر ناوړه وضعیت کې له ناڅرګند برخلیک سره ژوند کوي.

ننګرهار کې د کار او ټولنیزو چارو ریاست د شمېرو له مخې، په تورخم کې شاوخوا ۳۰۰۰ ماشومان  په شاقه کارونو بوخت دی او له زده کړې او د ماشومتوب له حقونو او آرامۍ برخې دي.

د مومند درې ولسوالۍ اوسېدونکی بیدارګل چې تورخم ته هره ورځ د کار لپاره ورځي، آمو ټلویزیون ته وویل، تورخم ته د ننګرهار له بېلابېلو ولسوالیو ماشومان او آن سپین ږیري د کار لپاره راځي. د هغه په خبره، دا چې تورخم یو سرحدي ښارګوټی دی او ګڼه ګوڼه پکې ډېره ده، نو د خلکو کاروبار هم ورسره ښه دی.

کارګر ماشومان چې د مسافرو ګنډې او وسایل د څو افغانیو په مقابل کې له دروازې اخوا تېروي او ځينې بیا د وړو موټرو پرزه جات د پاکستان لور ته وړي چې په دې کار په تورخم کې د طالبانو او اخوا د پاکستاني عسکرو له لوري وهل او ډبول کېږي.

د بیدار ګل په خبره، ځینې ماشومان د توکو قاچاق کولو په هدف ځانونه د ټېلر په ټایرونو کې پټوي ان ځینو ماشومانو په همدې کار خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

ننګرهار کې د کار او ټولنیزو چارو ریاست د شمېرو له مخې، په تورخم کې شاوخوا ۳۰۰۰ ماشومان  په شاقه کارونو بوخت دی او له زده کړې او د ماشومتوب له حقونو او آرامۍ برخې دي.

یوازې هلکان نه بلکې وړې انجونې چې عمرونه یې له لسو کلونو کم دي، ټوله ورځ پېټي پر سر په تورخم کې ښکته پورته ګرځي.

کارګر ماشومان چې د مسافرو ګنډې او وسایل د څو افغانیو په مقابل کې له دروازې اخوا تېروي او ځينې بیا د وړو موټرو پرزه جات د پاکستان لور ته وړي.

د تورخم یو بل اوسېدونکی غلام رحمان امو ټلویزیون سره خبرو کې له طالبانو وغوښتل چې د ماشومانو د کار مخه ونیسي او هغوی ته د ژوند یو مناسب چاپیریال برابر کړي. خو هغه زیاته کړه چې ددې کار لپاره اړتیا ده چې د هغوی د کورنۍ اقتصادي وضعیت ښه شي.

ښاغلي غلام رحمان وویل: “په دې ماشومانو کې ډېر یې د شپې لخوا کار کوي او چې شپه پخه شي دوی ستړي شي، نو بیا د غره غاړي ته ځې او هلته په وچه ځمکه شپه تېروي او سهار بیا په همدې درنو کارونو شروع کوي.”

ومو غوښتل په دې اړه په تورخم کې د طالبانو له کمیسارغازي الله هاشمي سره خبري وکړو، خو زموږ ټیلفون یې ځواب نه کړ.

بلخوا ننګرهار کې د کار او ټولنیزو چارو ریاست کې طالب چارواکي وایي، دوی په تورخم ښارګوټي کې په درنو کارونو د اخته ماشومانو سروې کړې ده.

ددغې ادارې لپاره د طالبانو رییس فریدالله ثاقب وایي، د ۳۰۰۰ زره کارګرو ماشومانو له ډلې، ۱۰۰۰ تنه ته یې د ځینو بهرنیو موسسو په همکارۍ نغدي پیسې ورکړې دي.

هغه زیاته کړه چې په پام کې ده یو کمیسیون تورخم ته لاړ شي او د دغو ماشومانو ارزونه وکړي. ثاقب وویل، “چې څومره اړتیا وي دوی به ورسره مرسته هم وکړي او د حرفوي کارونو زده کړې زمینه به هم ورته برابره کړي.”

دا یوازې تورخم نه دی چې ماشومان پکې په کار بوخت دي. په جلال اباد ښار کې هم په مختلفو سرایونو، هوټلونو او د موټرو ورکشاپونو کې ماشومان کار کوي.

ماشومان یوازې په ننګرهار کې نه، بلکې په ټول افغانستان کې لسګونه زره په شاقه کارونو بوخت دي او لامل یې ترډېره د کورنیو خراب اقتصادي وضعیت دی.