سوداګري

ننګرهار کې بېکاره شوې ښځې، له اقتصادي ستونزو کړېږي

د جمهوریت له سقوط سره ننګرهار کې د قالین اوبدنې یوه مرکز کې د نجونو شمېر له ۱۰۰۰ څخه ۱۵۰ ته راټیټ شوی.

د افغانستان د نورو ولایتونو په څېر په ننګرهار کې هم د جمهوریت له سقوط سره زرګونه هغه ښځې په کور کېناستې چې په دولتي او غیردولتي موسسو کې یې کار کاوه او د خپلې کورنۍ په اقتصاد کې یې ونډه درلوده.

د جمهوریت پرمهال د ننګرهار د پوهنې ریاست له ۲ سوه پورته ښځينه کارکوونکو دندې درلودې، خو اوس په کور ناستې دي. په نورو دولتي ادارو کې هم سلګونه ښځې وې چې بېکاره شوي او له اقتصادی ستونزو سره لاس او ګرېوان دي.

د ننګرهار پوهنې ریاست چارواکي وایي، اوسمهال ۱۷۵۰ښځینه ښوونکې لري او یوازې هغه یې ښوونځیو ته ځي چې تر شپږم ښکته ټولګیو ته تدریس کوي.

که څه هم تر شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځي تړلې دي، خو دا چې د پوهنتون نجونې لا هم کولی شي تحصیل وکړي، نو هر کال زرګونه نجونې په داسې حال کې له پوهنتونه فارغېږي چې د طالبانو رژیم ورته د استخدام هېڅ پلان نه لري.

د جمهوري دولت پرمهال په ننګرهار د ښځینه سوداګرو لپاره په خصوصې سکتور کې جلا خونه جوړه شوې وه چې نږدې ۵۰۰ ښځو ته یې د کار فرصت برابر کړی و او د دولت له سقوط سره په خونې د ښځو فعالیتونه هم په ټپه ودرېدل.

 ننګرهار کې د سوداګرۍ او صنعت خونې د عامل پلاوي رییس انجینر اجمل شمس آمو ټلویزیون ته وویل، اوسمهال دوی سره په دې خونه کې هیڅ ښځه نشته او لامل یې دا دی چې ځینې له هېواده وتلې او پاتې نور یې د بودیجې نشتوالي له امله رخصت شوې دي.

همداراز په ننګرهار کې د ښځو لپاره د قالین اوبدنې یوه مرکز کې هم د ښځو شمېر کې د پام وړ کموالی راغلی.

ددې مرکز بنسټګره شریفه احمدزۍ وايي، پخوا ورسره تر ۱۰۰۰ نجونو د قالین اوبدنې په برخه کې کار کاوه او اوس یې شمېره ۱۵۰ ته راټیټه شوې ده. هغه وايي پخوا د قالینو بازار هم ښه و، خو اوس اخیستونکي نه لري.

احمدزۍ زیاته کړه: “پخوا بازارونه ښه و سوداګرو به وطنۍ قالینې اخیستې. زموږ لپاره او د ښځینه کارکوونکو لپاره د نفقې پیدا کېدو یو ښه فرصت و.”

نادیه او عاقله چې دواړو د لیسانس تر کچې زده کړې کړې دي، وايي چې اکثره ښځې مجبورې دي د خپلو کورنیو لګښتونو برابرولو لپاره کار وکړي، خو ددوی غږ نه اورېدل کېږي.

نادیې مومند آمو ټلویزیون ته وویل: “د [طالبانو] د اسلامي امارت له مسئولینو غوښتنه کوو چې زموږ لپاره د کار کولو طرحه برابره کړي ترڅو خپلې کورنۍ ته نفقه پیدا کړم.”

هغې زیاته کړه چې د ډېرو ښځو لا هم تمه شته چې دوی به د طالبانو لخوا د کار اجازه ومومي.

د پوهنتون استاد تاج محمد تمکین وایي، که بې روزګاري همداشان دوام وکړې او اسلامي امارت ورته حل پیدا نه کړي، نو له لوږې به په ټولنه کې به د جرمونو کچه لوړه شي. ښاغلي تمکین وايي، د بېوزلۍ له وجې، هره ورځ په ښارونو کې سوالګر ډېرېږي.

د ښځینه وو د ستونزو د حل لپاره مو وغوښتل چې ننګرهار کې د طالبانو ولایتي چارواکو سره خبرې وکړو، خو په نظر اخیستلو یې بریالي نشوو.