افغانستان

«د کابل-جلال اباد د دوهم لین سړک کار دې بېرته پیل شي»

د کابل – جلال آباد سړک پر دوهم لاین د ننګرهار به مربوطاتو کې پر ۲۵ کیلومتره لاره جغل اچول شوی.

د ننګرهار اوسېدونکي وایي، کلونه کېږي چې د کابل – جلال آباد لویې لارې دوهم لین د جوړېدو کارونه په ټپه ولاړ دي. دوی د طالبانو له اسلامي امارت څخه غواړي چې ددغه سړک د جوړلو چارې ژر ترژره پیل کړي.

د خوګیاڼو ولسوالۍ د مملې سیمې اوسېدونکی ډاکټر کامران امو ټلویزیون ته وویل، د دغه سړک په جوړېدو سره به نه یوازې د ترانسپورت په برخه کې په ملي کچه آسانتیاوې رامنځته شي، بلکې د لار په اوږدو کې د پرتو سیمو خلکو ته به د کار زمینه هم برابره شي.

نوموړي زیاته کړه چې که دا لاره جوړه شي، د ډېرو سیمو او په تېره بیا د ننګرهار د خوګیاڼو، شېرزاد او حصارک خلک په ورڅخه ډېر برخمن شي. د هغه په خبره ددغو سیمو د خلکو ناروغان او کرنیز محصولات پر وخت جلال آباد او کابل ته نه رسېږي.

دغه سړک ۱۵۰ کیلو متره اوږدوالی لري او په پام کې وه چې باروړونکو موټرو ته ځانګړی شي، ترڅو د کابل – تورخم پر اوسنۍ لارې ګڼه ګوڼه کمه شي.

د کابل – جلال آباد سړک د دوهم لین کارونه د اسیایي پرمختیایي بانک په مالي لګښت شاوخوا لس کاله وړاندې پيل شول، خو د امنیتي دلایلو له امله یې کارونه نیمګړي پاتې شول. ددغه سړک یوازې ۳۳ کیلومتره په پاخه اساسي ډول جوړ شوی دی.

د جمهوري دولت تر سقوط څو میاشتې وړاندې اسیاسي پرمختیایې بانګ ژمنه کړې وه چې که د لارې امنیت ونیول شي، نو بودیجه به یې بېرته منظور کړي، خو د دولت له سقوط سره هرڅه په ټپه ودرېدل.

بلخوا ننګرهار کې د طالبانو د فواید عامې رییس مولوي یارمحمد وايي، دوی په خپلو محدودو امکاناتو په شیرزاد او حصارک ولسوالیو کې ۲۵ کیلومتره سړک باندې جغل اچولی، خو نور مالي امکانات نه لري چې کار ته دوام ورکړي.

هغه زیاته کړه: “د سړک د ځینو برخو سروې شوې، تخنیکي کارونه یې خلاص دي. بودیجه یې شته خو نړیوالو د افغانانو پیسې بندي کړي، ترڅو چې پیسې رانشي کارونه یې نه پیلېږي.”

په ننګرهار کې د دغه ریاست یو انجینر فضل ربي ولیزی وایي، د سړک په اوږدو کې ۲۵ پلچکونه هم جوړ شوي او د پاتي نورو کارونه پاتي دي.

د ولیزي په خبره، د سړک پر یوې برخې جغل اچول شوی او د اساسي جوړېدو لپاره یې قیر ته چمتو کړی، خو که قیر نه شي، نو دا ترسره شوی کار به هم په لمنځه لاړ شي.

 هغه وایي، که کار پرې ونشي نو لیري نده چې د سړک جوړي شوې برخې بیرته تخریب شي، چې ورسر به ولسونو ته ډېری ستونزې راولاړې کړي.