افغانستان

ننګرهار کې د ښوونکو ۴۰۰۰ نوي بستونه؛ د داوطلبانو بیومټریک پیل شو

ننګرهار کې د ښوونکو د بستونو ښځینه داوطلبانې په ازموینه کې د ګډون لپاره بیومټریک کېږي. چنګاښ ۲۵ مه ۱۴۰۱

د ننګرهار د پوهنې ریاست په دغه ولایت کې د نجونو او هلکانو ښوونځیو ته د ښوونکو ۴۰۰۰ نویو بستونو لپاره د زرګونو داوطلبانو د بیومټریک پروسه پیل کړه.

په پام کې ده د درېیو ورځو په لړ کې ۱۸ زره ښځې او نارینه تر بیومټریک وروسته په ازموینه کې د ګډون کارتونه ترلاسه کړي.

ددغو نویو بستونو له ډلې ۲۱۵۰ ښځینه ښوونکو او ۱۹۰۰ نارینه ښوونکو ته ځانګړي شوي دي.

د ننګرهار د پوهنې ریاست ویاند فرهاد احمد ستانکزي د شنبې په ورځ (چنګاښ ۲۵مه)  وویل، د ښوونکو بستونو لپاره په ټوله کې ۲۷ زره کسانو نوملیکنه کړې وه چې ۱۸ زره یې په شرایطو برابر پېژندل شوي دي او راتلونکې سه شنبې به یې ازموینه واخیستل شي.

ښاغلي ستانکزي زیاته کړه چې د ښوونکو د استخدام په دې پروسه کې دا ځل هغو ولسوالیو ته خاصه پاملرنه کېږي چې هیڅ ښځينه ښوونکې نه لري او تدرییس د نارینه استادانو لخوا کېږي.

د پوهنې ریاست ویاند وویل: “د ښوونکو د ګمارنې پروسه به ډېره شفافه وي او ټولو هغو ښوونځیو ته به اولویت ورکړي چې د ښوونکو له ډېر کمښت سره مخ دي.”

شکریه ناز چي غواړي ښوونکې شي او نن د بیومټریک لپاره راغلې وه، امو ټلویزیون ته وویل، اوسمهال زرګونه نجونې چې د لیسانس ترکچې یې زده کړي کړي، بېکاره په کور ناستې دي.

هغې همداراز د ښوونکو د استخدام په تېرو پروسو کې فساد او خپلوۍ پالنې خبره وکړه او هیله یې وښوده چې د طالبانو اسلامي امارت د ازموینې بهیر په شفاف ډول مخته یوسي او وړ کسان وګوماري.

ددغو نویو څلورو زرو بستونو له ډلې ۲۱۵۰ ښځینه ښوونکو او ۱۹۰۰ نارینه ښوونکو ته ځانګړي شوي دي.

ننګرهار کې د ښځینه او نارینه ښوونکو خالي بستونو ته داسي مهال ازموینه اخیستل کېږي چې لاهم په ټول افغانستان کې تر شپږم پورته د نجونو پرمخ د ښوونځیو دروازې تړلې دي.

که څه هم طالبان په کور دننه او په نړیواله کچه له غبرګونونو سره مخامخ دي، خو له پراخو نیوکو سره سره، د طالبانو په پرېکړه کې تراوسه بدلون نه لیدل کېږي. طالبانو ویلي چې پر یوه میکانیسم کار کوي ترڅو د نجونو ښوونځو ته حل لاره ومومي.

د ښوونکو د ازموینې داوطلبې شکریې هم وویل، په ټول افغانستان او په تېره بیا ننګرهار کې د نجونو غوښتنه دا ده چې ددوی د ښوونځي د طالبانو لخوا پرانستل شي او اجازه ومومي خپلې زده کړې وکړي.

هغې زیاته کړه: “د ښځینه ښوونکو له جذب سره به د اسلامي امارت هغه اندېښنې هم ختمې شې چې د دوی په خبره په ځینو سیمو کې لاهم د نارینه ښوونکو له لورې نجونو ته د تدریس چارې مخته وړل کېږي.”

د پوهنې وزارت د ارزونو له مخې ننګرهار کې د زده کوونکو شمېر ته په کتو، پر اوسني تشکیل سربېره، څه باندې۷۵۰۰ نورو ښوونکو ته اړتیا ده ترڅو د ښوونکو د کمبود ستونزه حل شي.

خو تېر ۱۴۰۰ لمریز کال کې ننګرهار ته د ښوونکو څلور زره نوي بستونه منظور شول او دا به هم تر ډېره بریده د ښوونکو د کموالي تشه ډکه کړي.