افغانستان

د ننګرهار نیمايي رسنۍ تړل شوي؛ لسګونه خبریالان وزګار دي

د ننګرهار کې د رسنیو اتحادیې مسوولان وايي، په تېر شاوخوا یوه کال کې چې طالبان پر افغانستان واکمن شوي، په دغه ولایت کې نهه راډیويي چینلونه او دوه ټلویزیونونه تړل شوي دي.

انعکاس، نرګس، اصلاح غږ، مېنه، اباسین، سباوون، قلم او یو شمېر نورې هغه رسنۍ دي چې له کلونو خپرونو وروسته یې فعالیت درېدلی او ورسره لسګونه ښځينه او نارینه خبریالانو خپلې دندې له لاسه ورکړې دي.

د ننګرهار کې د سیمه ییزو رسنیو د اتحاديې مسوول شفیق الله رحماني وايي، د جمهوري دولت پرمهال دغه ولایت کې شل راډیو ګانې او درې ټلویزیونونه فعال و.

ښاغلي رحماني وویل، په دغو سیمه ییزو رسنیو کې ۲۷۰ نارینه او د ۴۵ په شاوخوا کې ښځینه ژورنالېستانو ته د کار زمينه برابره وه.

نوموړي زیاته کړه: «اوسمهال د نارینه وو شمېر ترسلو کم او یوازې ۸ ښځینه خبریالانې فعالیت کوي چې په فعالو کسانو کې هم ۹۵ سلنه بې معاشه دي.»

 د ننګرهار د رسنیو اتحاديې د مسوول وویل، ددغو رسنیو د تړل کېدو عمده لامل مالي ستونزې دي ځکه په خبره يې رسنيو خپل لګښتونه له سوداګريزو اعلانونو برابرول کول، خو د طالبانو اسلامي امارت له راتګ سره ډېرې فابريکې تړل شوي او سوداګريز کارونه درېدلي نو اعلانات هم ورسره بند شوي دي.

ننګرهار کې د اصلاح غږراډیو مسوول محمد ګلاب توحیدیار هم وايي چې ددوی راډیو د مالي ستونزو له امله وتړل شوه.

ښاغلي توحیدیار وویل، اصلاح غږ راډیو چې له تېرو لسو کلونو راهیسې په ننګرهار کې فعالیت درلود او خپل لګښتونه یې له سوداګریزو اعلانونو او د خلکو په مالي مرستې برابرول، خو د جمهوریت له سقوط سره هرڅه په ټپه ودرېدل.

خو د سیمه ییزو رسنیو کارکوونکي بیا د رسنیو د تړل کېدو ځینو نورو لاملونو ته اشاره کوي.

ننګرهار کې د انعکاس په نوم د یوه تړل شوي خصوصې ټلویزون د سیاسي خپرونو پخوانی مسوول شکرالله پاڅون وایي، رسنۍ ځکه وتړل شوې چې د طالبانو اسلامي امارت نشراتي پالیسې نه لرله، اطلاعاتو ته لاسرسی ستونزمن و او د رسنيو او خبريالانو پر وړاندې يې چلند هم ناسم و.

د پاڅون په خبره، د اسلامي امارت د نشراتي پالیسې نشتوالي له امله خبریالان او د رسنیو کارکوونکي د طالبانو له جدي چلند سره مخامخ دي.

د رسنیو تړل کېدو د ننګرهار ښځینه خبریالانې ډېرې اغېزمنې کړې دي. ددوی شمېر چې پخوا هم د نارینه په پرتله ډېر کم و، اوس په نشت حساب دی.

ډېر شمېر ښځینه خبریالانې د اسلامي امارت له راتګ سره په کور کېناستې او اوس له اقتصادي ستونزو سره مخامخ دي.

ننګرهار کې د یوې خصوصي راډیو کارکوونکې عايشه یادګار وایي، د طالبانو په واکمنۍ کې په تېره بیا ښځینه خبریالانې نشي کولی په ډاډه زړه د پېښې ځای ته لاړشې او ریښتنی راپور چمتو کړي.

آغلې یادګار اندېښنه ښيي چې که وضعیت همداسې دوام وکړي، لیرې نه ده چې پاتې خبریالانې هم خپلې دندې پرېږدي.

د هغې د معلوماتو له مخې، ډېری ښځینه خبریالانې چې په کور ناستې دي، په رواني ناروغیو اخته شوي دی.

خو ننګرهار کې د طالبانو د اسلامي امارت چارواکي وایې، دوی د رسنیو لپاره واضح طرحې وړاندې کړي او په ټوله معنا د رسنیو ازادۍ ته ژمن دي او ملاتړ یې کوي.

د ننګرهار اطلاعاتو او فرهنګ رییس قاري نورمحمد حنیف وویل، دوی د هېڅ رسنۍ د بندولو هڅه نه ده کړې. ښاغلي حنیف هم ننګرهار کې د یوشمېر رسنیو د بندېدو لامل مالي ستونزې وبللې.

په ورته وخت کې ننګرهار کې د رسنیو د ملاتړ بنسټونه اندېښنه ښيي که اسلامي امارات او نړیواله ټولنه په افغانستان کې د رسنیو مالي ملاتړ ونکړي، نورې رسنۍ به هم خپل فعالیت ودروي.

خبریالانو نړیوال فدراسیون د وروستۍ سروې له مخې چې د روان میلادی کال په فبروري کې خپور شو، افغانستان کې د جمهوري نظام تر سقوط وروسته د طالبانو د واکمنۍ په موده کې ۳۱۸ رسنۍ تړل شوي دی او د خبریالانو شمېر له څه باندې پنځو زرو څخه ۲۳۰۰ ته راښکته شوی دی.