افغانستان

طالبان: د شانګهای پرېکړې د طالبانو له ګډون پرته «یو اړخېز ه» دي

د طالبانو د کار او ټولنيزو چارو وزير عبدالمنان عمري د سنټ پيټرزبورګ د نړيوال اقتصادي فورم  اوويشتمې غونډې ته د وينا پر مهال ويلي، چې افغانستان د شانګهاى د همکاريو سازمان د څارونکى غړى دى، خو د دغه سازمان پرېکړې به د طالبانو د استازو له ګډون پرته  «یو اړخېز ه»  وي.

عمري دوه ورځې وړاندې د سنټ پیټرزبورګ د نړیوال اقتصادي فورم په غونډه کې د ګډون لپاره روسیې ته تللی و.

په ۲۰۱۲ کال کې افغانستان د شانګهای د همکارۍ سازمان څارونکی غړی شو؛ خو د تېر حکومت له نسکورېدو وروسته د دغه سازمان غونډو ته د طالبانو استازي نه دي بلل شوي.

تر دې مخکې د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف ټینګار کړی و، چې هېواد یې د شانګهای د نورو غړو د ملاتړ د ترلاسه کولو لپاره باید خپل اقتصادي برخه تنظیم کړي. د هغه په ​​وينا، مسکو د طالبانو له رسميت پېژندنې مخکې هم په دغه سازمان کې د افغانستان د ګډون ملاتړ کوي.

خو د بشري حقونو یو شمېر فعالانو د نړۍ له هېوادونو غوښتي چې په نړیوالو غونډو کې د طالبانو پلاوي ته بلنه ور نه کړي.

د طالبانو د کار او ټولنيزو چارو وزیر همداراز ادعا کړې چې افغانستان خوندي دی او د سوداګرۍ او سیمې د نښلولو لپاره باید د دغه هېواد له جغرافیوي موقعیت څخه ښه استفاده وشي.

تر دې مخکې د امنیت د څارونکي ادارې خبر ورکړی و، چې د روان کال په مې میاشت کې په افغانستان کې ۳۱ امنیتي پېښې ثبت شوې دي.

عبدالمنان عمري دا هم ویلي، چې پر افغانستان لګول شویو بندیزونو دغه هېواد ته تر نورو ډېر زیان رسولی او باید دغه بندیزونه لیرې شي.

دا په داسې حال کې ده، چې د ملګرو ملتونو، اروپايي ټولنې، امریکا او نورو هېوادونو له خوا د طالبانو ډېر غړي له بشري حقونو څخه په سرغړونې او ترهګریزو فعالیتونو تورن شوي دي.

په افغانستان کې د طالبانو له واکمنۍ وروسته، امریکا د افغانستان څه باندې اووه میلیارده ډالره پانګه کنګل کړه.