افغانستان

د خونديتوب لپاره د مسؤلیت نړیوال مرکز: د افغانستان خلک د بشري حقونو «سیسټماتیکې سرغړونې» سره مخ دي

File Photo.

د خونديتوب لپاره د مسؤلیت نړیوال مرکز په خپله نوې څېړنې کې چې په درې میاشتنۍ نهه شپېتمه ګڼه کې خپره شوې په بیلابیلو هیوادونو کې د ډله ایز تاوتریخوالي سره مخ شوي نفوس تر څېړنې لاندې نيولى دى.

دغه بنسټ په دې څېړنه کې ویلي چې افغانان د طالبانو له خوا د «له بشري حقونو څخه سیستماتیکي سرغړونې» سره مخ دي.

د دغه مرکز موندنې ښيي چې په دغه هېواد کې د جنګي جنايتونو او بشر ضد جرمونو ګواښ لا هم دوام لري او طالبان تر ډېره خبریالان، د بشري حقونو مدافعین او په تېر حکومت پورې تړلي کسان په نښه کوي.

د دې څېړنې پر بنسټ، احتمال شته چې د طالبانو له خوا د جنسیت پر بنسټ تاوتریخوالی په جنسي ځورونو او د بشریت ضد جرمونو بدل شي.

د دغه مرکز موندنې ښیي چې که څه هم په افغانستان کې د بشریت ضد جرمونو او په ټولنیزو، سیاسي او اقتصادي برخو کې د ښځو له حقونو څخه په پراخه او سیستماتیک ډول سرغړونې زیاتې دي، خو د بشري حقونو د کمیسیون په ګډون هیڅ خپلواکه اداره نشته چې بشري حقونو څخه سرغړونې مستندې کړي.

یو شمېر مدني فعالان وايي، طالبانو په افغانستان کې واک ته له رسېدو وروسته ښځې او نجونې له خپلو ټولو حقونو بې برخې کړې دي.

مدني فعاله نها صخره وايي: «طالبان د بشريت دښمنان دي، که کوم سړی یا ښځه د خپلو حقونو لپاره غږ پورته کړي او د دې ډلې پر وړاندې غږ پورته کړي، ځورول کیږي، شکنجه کیږي او د دې ډلې تورو زندانونو ته اچول کیږي.»

د دغه مرکز د څېړنو او شننو پر بنسټ، طالبانو ښځې او نجونې له ټولنیزو، اقتصادي او سیاسي ډګرونو ایستلي او دا مسٸله او د جنسیت پر بنسټ تاوتریخوالی د جنسي ځورونې او بشري ضد جنایتونو په توګه ترسره کېدای شي.

یو شمېر ډاکټران وايي، چې د طالبانو د بندیزونو له امله په ښځو کې رواني ستونزې، خفګان او تشويشونه زیات شوی دی.

دغو ډاکټرانو وویل: «د وروستیو بدلونونو ته په کتو موږ اوس د سیاسي اړخ په ګډون اقتصادي اړخونه او نور اړخونه یو طرف ته پریږدو، زموږ د مراجعینو په منځ کې ښځې او آن د لوستي کسان ډیرې ګډوډۍ لکه خپګان، اضطراب او نور رواني اختلالات لري.»

په ورته وخت کې د فراه ولایت یو تن اوسېدونکې چې نه یې غوښتل نوم یې په دې راپور کې خپور شي، زیاته کړه: «په خواشینۍ سره مې ویل چې کاشکې د هلکانو په څېر فارغ شوی وای او خپل مې سند ترلاسه کړی وای، موږ په یوه ناهيلې حالت کې ژوند کوو. »

د خونديتوب لپاره د مسؤلیت د نړیوال مرکز د تحلیل او بیاکتنې په يوې برخه کې، ویل شوي چې د توکمیزو او مذهبي لږکيو په نښه کول دا ښیي چې طالبان د زیان منونکو خلکو ساتنه نه غواړي او يايې نشي کولی.

دا مرکز د بشري حقونو په برخه کې د نامتو شخصیتونو لکه د ملګرو ملتونو د پخواني سرمنشي کوفي عنان، د ایرلنډ د پخواني ولسمشر، د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د عالي کمیشنرانو  او د دولتي سازمانونو لخوا د بشري حقونو د مسٸلو د څېړلو او د هغوی د ساتنې په موخه جوړ شوى دى.