افغانستان

غبرګونونه: د افغانستان د سولې د خبرو اترو سازمان د دوحې دریمه غونډه «ناکامه» وبلله

د افغانستان د سولې د خبرو اترو په نوم سازمان او د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار د دوحې درېیم پړاو غونډه «ناکامه» بللې ده.

د افغانستان د سولې د خبرو اترو سازمان د ملګرو ملتونو په کوربه توب دوحه کې د دریمې ناستې په غبرګون کې ویلي، چې د افغانانو د رښتیني استازو له شتون پرته هر ډول نړیوالې هڅې بې ګټې دي.

په ورته وخت کې د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار هم دغه ناسته «تېرې ناکامې تجربې په څېر » بولي.

د افغانستان د سولې د خبرو اترو په نوم سازمان په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د دوحې په درېیمه ناسته کې د مدني ټولنې، ښځو، د بشري حقونو د فعالانو او د طالب چارواکو یو باصلاحيته پلاوي شتون اړين دى.

دا اداره په دوحه کې تېرو دوو ناستو ته په اشارې سره پر دې  ټینګار کوي چې ملګري ملتونه د منځګړي رول په لرلو مسٶليت لري چې بین الافغاني خبرې پیل او  طالبان «جدي مذاکراتو» ته  اړ کړي.

د سولې خبرې اترې وایي: د افغانستان تاریخي تجربه؛ په ځانګړې توګه د ۲۰۲۰ کال د فبرورۍ په ۲۹ د امریکا او طالبانو ترمنځ د دوحې د هوکړې لاسلیک چې د افغانستان د مشروع رژيم د پرځېدو لامل شو، دا ثابتوي چې که د سولې پروسه بین الافغاني او محور يې افغانان نه وي. له خپلې لارې څخه انحراف کوي.

د دغه سازمان په اعلامیه کې راغلي، چې ملګري ملتونه تر اوسه د افغانستان لپاره د ځانګړي استازي د ټاکلو په اړه د خپلې پرېکړې په عملي کولو نه دي بریالي شوي.

په ورته وخت کې د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار پر اېکس شبكه ددې ناستې د ترسره کېدو په غبرګون کې لیکلي: «د ملګرو ملتونو د نورو غونډو په څېر دا ناسته هم یوه ناکامه تجربه ده.»

ښاغلی حکمتیار ادعا کړې چې په دوحه کې د درېیمې غونډې موخه د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو له لوري د داسې استازي ټاکل دي چې وکولای شي په افغانستان کې د امریکا پلانونه تعقیب کړي.

هغه وايي: «هرڅوک په دې پوهېږي چې د افغانستان کړکېچ د ټول ګډونه حکومت له جوړېدو پرته نه حل کېږي.»

ټاکل شوې د ملګرو ملتونو په کوربه توب د دوحې دریمه غونډه د جون په ۳۰مه د قطر په پلازمېنه (دوحه) کې جوړه شي.

یو شمېر پوهان په دې باور دي چې ملګري ملتونه په دې غونډه کې هڅه کوي؛ له طالبانو سره د نړۍ د تعامل لپاره زمینه برابره کړي او طالبان هم مکلف کړي چې بشري حقونو ته درناوی وکړي او د ښځو د زده کړې او کار پر وړاندې خنډونه لرې کړي.

تر دې وړاندې د طالبانو د وزیرانو شورا سیاسي مرستیال عبدالکبیر په سیاسي چارو کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي له مرستیالې سره په لیدنه کې ویلي و چې دوی غواړي د دوحې په درېیمه ناسته کې ددوى «روښانه دریځ» ومنل شي؛ خود خپلو شرطونو او په دې غونډه کې يې د ګډون په  اړه يې څه نه دي ویلي.

دا په داسې حال کې ده چې طالبانو د ملګرو ملتونو په کوربتوب  د دوحې په تېرو دوو غونډو کې ګډون نه وو کړى.