Afghanistan

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت: طالبان دې ډاډ ورکړې چې له افغانستانه ترهګریز بریدونه نه کېږي

متیو مېلر، د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند متیو میلر ویلي، امریکا له طالبانو غواړي چې ددې ډاډ ورکړې، چې د افغانستان له خاورې «ترهګریز» بریدونه نه ترسره کېږي.

ښاغلي میلر پرون شپه ( سه شنبې شپه،د چنګاښ ٢٦) په واشنګټن کې یوې خبري غونډې ته وویل، «له هغوی (طالبانو) سره د تعامل په برخه کې دا زموږ لپاره یو لومړیتوب دی او دوام لري.»

هغه په ​​پاکستان کې د بریدونو په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل، « تر ټولو لومړی، باید ووایم چې د پاکستان خلکو د سخت دریځو او ترهګرو څخه ډیر زیان لیدلی دی. موږ د سیمه ییزو امنیتي ګواښونو سره په مبارزه کې د پاکستان له خلکو او حکومت سره ګډې ګټې لرو.»

له دې وړاندې طالبانو په ځلونو په افغانستان کې د هغو ترهګرو ډلو شتون رد کړی چې د سیمې امنیت ته ګواښ پېښوي.

له بلې خوا طالبانو ویلي چې دوی د تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) ملاتړ نه کوي.

خو پاکستاني چارواکو په وار وار افغان طالبان د ټي ټي پي په ملاتړ تورن کړي، او ویلي یې دي چې دا ډله د پاکستان په خاوره کې د «طالبانو تر کنټرول لاندې افغانستان کې له پټنځایونو»  خپل بریدونه پلانوي.

تازه، د پاکستان د دفاع وزیر ويلي، اسلام آباد حق لري چې د ګواښونو د شتون په صورت کې په افغانستان کې پر«ترهګريزو» اهدافو بریدونه وکړي.