Uncategorized

پاکستان په یوه ورځ له ۱۰۰۰۰ زیات افغان کډوال بېرته هېواد ته ستانه کړل

د طالبانو د کډوالو چارو عالي کمېسیون وايي، پرون چهارشنبه (د لړم ۲۱مه) پاکستان په یوه ورځ کې ۱۰۲۵۳ افغان کډوال له خپلې خاورې ایستلي دي.

دغه کمېسیون زیاتوي چې په همدې ورځ ۳۸۴ نور کډوال هم له ایران څخه په جبري او رضاکاره توګه بېرته افغانستان ته ستانه شوي دي.

راستانه شوي کډوال د تورخم، سپین بولدک، بهرامچه لارو،  او اسلام قلعه او پل ابریشم  دروازو له لارې هېواد ته داخل شوي دي.

یاد کمېسیون وايي، پاکستان یوه ورځ مخکې (د لړم ۲۰مه) هم ۷۹۲۲ افغانان له خپلې خاورې ایستلي ول.

په ورته وخت کې د پاکستان لخوا د بې‌اسنادو کډوالو د ایستلو په زیاتېدو سره، د ویزو د تمدید د بندېدو له امله ګڼ کډوال له جدي ستونزو سره مخ شوي او د ایستلو په خطر کې دي.

افغان کډوالو له پاکستان غوښتنه کړې چې د هغوی د اوسېدو موده وغځوي او د کډوالو د ایستلو بهیر پای ته ورسوي.

د یادونې وړ ده چې په تیرو څو اوونیو کې، د پاکستان حکومت بې‌اسنادو کډوال په شدت سره سرحدي سیمو ته انتقالوي یا بېرته هېواد ته ایستلي دي.