د نوي ښوونیز کال په رارسیدو سره یو شمیر هېوادوال د نجونو پر مخ د ښوونځیو د بیا پرانیستلو غوښتنه کوي. د پلازمېنې اوسېدونکي وايي چې د نجونو د ښوونځیو د تړل کېدو دوام به د افغانستان راتلونکي ته زیان ورسوي.
د نوي ښوونیز کال پیل ته لس ورځې پاتې دي.
خو طالبانو تر اوسه له شپږم ټولګي پورته د نجونو د ښوونځيو د پرانستلو په اړه پرېکړه نه ده کړې.
یو شمېر کابل ښاریان د طالبانو تعلیمي بندیزونه د هېواد د پرمختګ په زیان ګڼي او ټینګار کوي چې په نوي ښوونیز کال کې باید د ښوونځیو دروازې د نجونو پر مخ پرانیستل شي.
د پلازمېنې اوسېدونکي ښوونه او روزنه د نجونو اساسي حق ګڼي او وايي چې ټولنه لوستو نجونو ته اړتیا لري.
مرسل د کابل اوسېدونکې وایی: «ټولنه لوستو ښځو او نجونو ته اړتیا لري، کله چې نجونې زده کړې ونه کړي، ټولنه به ښځینه ډاکټرې ته څنګه لاسرسی ولري.»
نجم الدین د کابل اوسېدونکی وایی: «زموږ د ګرانو هیوادوالو خویندو او میرمنو باندې د ښوونځیو یا پوهنتونونو بندولو سره موږ غواړو چې په نوي کال کې ښوونځي او پوهنتونونه پرانیستل شي.»
نجونې زده کوونکې تمه لري چې په نوي ښوونیز کال کې به د زده کړو له بندیزونو خلاصې شي.
يو شمېر دغه نجونې وايي، چې د ښوونځيو له تړل کېدو او نا معلوم برخليک ځورېږي او طالبان بايد په نوي ښوونیز کال کې ښوونځيو ته د تګ مخه ونه نيسي.
نجوا زده کونکې وایی: «د نجونو د ښوونځیو تړلې پاتې کېدل د افغانستان راتلونکي ته ډېر زیان رسوي. موږ غواړو په نوي ښوونیز کال کې د نجونو لپاره ښوونځي پرانیستل شي.»
پر نړیوالې پوهنې د ملګرو ملتونو د څار ادارې د راپور مشر فرانس ۲۴ ته ویلي، چې د «زده کړو په برخه کې د جنسیتي تبعیض» پر وړاندې د نړیوال پرمختګ سره سره، لا هم په افغانستان او د لویدیځې افریقا په هېوادونو کې نجونې له زده کړو بې برخې دي.
مانس انتونیس تبعیض او بې وزلي له زده کړو د نجونو د بې برخې پاتې کېدو دوه اصلي لاملونه بولي.
د پوهنتون يو شمېر استادان وايي، د ښوونځيو تړل کېدل به په فرهنګي، ټولنيزو او اقتصادي برخو کې پر نجونو ناوړه اغېز وکړي.
له شپږم ټولګي پورته نجونې له ۹۰۰ ورځو راهیسې له زده کړو بې برخې دي او طالبانو د نړیوالې ټولنې له فشارونو سره سره بیا هم پر خپلې پرېکړې له سره غور نه دی کړی.
یو شمېر کورنۍ وايي، چې د همدې ستونزې له امله د دوی لوڼې له روحي او رواني ستونزو سره مخ دي او ځینې نجونې اجباري ودونو ته اړې کېږي.