افغانستان

له پاکستانه د راستنېدونکو کډوالو په شمېر کې د تېرو ورځو په پرتله د پام وړ کموالی

که څه هم د خپلواکو ادارو شمېرې ښيي چې یوازې په تېرو څو ورځو کې له ۹ زرو څخه تر ۱۰ زرو کډوال د تورخم له لارې هېواد ته راستانه شوي دي، خو د طالبانو د وروستیو شمېرو پر بنسټ په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د تورخم او سپین بولدک له لارو تر ۶ زرو ډېر کډوال افغانستان ته راغلي دي. د طالبانو وروستۍ شمېرې هم ښيي چې په بلخ ولایت کې ۳ زره ۵۰۰ تازه راستانه شوي کډوال مېشت شوي دي.

د طالبانو تازه شمېرې همداراز ښيي چې درې زره او ۵۰۰ نوي راستانه شوي کډوال بلخ ولایت کې ځای‌پرځای شوي دي.

له دې سره هم‌مهاله، د پاکستان سترې محکمې د هغو کډوالو د استوګنې اجازې غوښتنه هم رد کړه چې په دې هېواد کې زېږېدلي دي.

د پاکستان په لنډي کوتل کې کډوال د یوه اوږد سفر له ستړیا وروسته دمه کوي.

د پاکستان له بېلابېلو سیمو راغلي دي او موخه یې د تورخم له لارې تېرېدل دي؛ خو نوي انځورونه د تېرو ورځو په څېر شمېر نه ښيي.

ننګرهار ولایت کې تورخم بندر

یو کډوال عبدالرحمن وايي: «دلته په افغانستان کې، موږ نه کور لرو او نه بل څه. زموږ کور په پېښور کې و. زموږ دوکانونه هلته پاتې شول.»د نړیوالو بنسټونو رسمي شمېرې ښيي چې د ورځې به له ۹ زرو څخه تر ۱۰ زرو پورې کډوال یوازې د تورخم له لارې افغانستان ته راتلل. خو د طالبانو نوې شمېرې ښيي، چې په تېره یوه ورځ کې کې له تورخم او سپین بولدک څخه تر ۶۰۰۰ ډېر کسان افغانستان ته راستانه شوي دي، چې د جبري ایستلو د بهیر له پیل راهیسې د لومړي ځل لپاره د پام وړ کموالی ښيي.

یو کډوال الکوزی وايي: «زه له کارخانو څخه راغلی یم، زه دلته زېږېدلی یم. زموږ ستونزې ډېرې زیاتې دي.»

طالبانو ویلي دي، چې دوی کډوال خپلو ولایتونو ته لېږدوي، خو په ټولو ولایتونو کې یې د کډوالو د ځای پر ځای کولو شمېرې نه دي اعلان کړي.

په همدې حال کې طالبانو ویلي چې د افغانستان په شمال کې، په بلخ ولایت کې لږ تر لږه ۳ زره ۵۰۰ کسان ځای پر ځای شوي دي.

د الخدمت بنسټ کارکوونکی مراد حسین وايي: «دې خلکو ته کور ورکړئ. دوی له لسیزو راهیسې په پاکستان کې دي. دوی ملکیت نه لري، که دوی ملکیت ولري، کور نه لري. کاروبار هم نه لري.»

د ملګرو ملتونو او طالبانو شمېرې د راستنېدونکو په شمېر کې لوی توپیر لري. طالبان وايي له جبري ایستلو له بهیر سره افغانستان ته تر ۳۰۰ زره زیات کسان داخل شوي دي، خو ملګري ملتونه وايي چې ۲۸۷ زره کډوال افغانستان ته ستانه شوي چې له دې جملې څخه یوازې ۸۰۰۰ یې شړل شوي او پاتې نور افغانستان ته ستانه شوي دي.