افغانستان

له نهو ورځو راهیسې له پاکستانه د افغان کډوالو د ایستلو دوام

صالح‌زاده ۳۲ کلن کډوال دی چې دوه کال مخکې یې خپل ولایت بدخشان د یوه غوره راتلونکي او د موسیقۍ د دوام لپاره پرېښود او پاکستان ته یې پناه یوړه. خو اوس هر څه ورته برعکس شوي دي.

هغه اوس د پاکستان په کراچۍ ښار کې د یوه خپلوان په کور کې پټ دی ترڅو وکولای شي د پاکستاني پولیسو له منګولو خوندي پاتې شي.

وايي د طالبانو له خوا پر موسیقي له بندیز وروسته د دې په تمه چې وکولای شي د یوه لوېدیځ هېواد ویزه ترلاسه کړي پاکستان ته یې پناه وړې ده.

پاکستان کې افغان کډوال صالح‌زاده وايي: «اوس‌مهال زموږ راتلونکی روښانه نه دی او نه پوهېږو کله به ونیول شو، ښايی پاکستاني پولیس مو نن یا سبا او یا نورو ورځو کې ونیسي. موږ په اصل کې له دې موضوع خبر نه لرو. خو هیله‌من یو چې پاکستان موږ ونه‌باسي او د زیانمنوونکو کډوالو د جبري ایستلو بهیر ودروي.»

د بې اسنادو کډوالو د ایستلو او نیولو لپاره د پاکستاني پولیسو عملیات لا هم د دې هېواد په بېلابېلو برخو کې دوام لري او ځینې د دې لپاره چې د پاکستاني پولیسو له خوا ونه‌ځورول شي اړ شوي چې له دې هېواده ووځي.

خو له بل لوري د دې افغان کډوال په شان چې نه غواړي هویت یې افشا شي داسې کسان هم شته چې د پاکستاني پولیسو له وېرې یې خپلې دروازې له بهر څخه قفل او د خپل کور څراغونه یې ګل کړي دي.

د پاکستان په کراچۍ ښار کې د بشري حقونو یو فعال وايي، چې تر اوسه یې څو ځله د پاکستان له سترې محکمې غوښتي چې د بې اسناده کډوالو د جبري ایستلو بهیر ودروي.

د پاکستان په کراچۍ کې له بشري حقونو دفاع کوونکي سیجال شفیق وايي: «هغوی وايي چې نه غواړي ولاړ شي، غوره ګڼي مړه شي له دې چې داسې ځای ته ولاړ شي چې ښځې له کار کولو منع شوې او یوازې له محرم نارینه سره سفر کولای شي.»

په همدې حال کې د طالبانو د کورنیو چارو وزارت سرپرست تورخم کې له بېرته راستنېدونکو کډوالو سره په لیدنه کې د پاکستان دا اقدام د نړیوالو اصولو خلاف بولي.

سراج الدین حقاني وايي: « دا پر هرچا راځي د ځان لپاره باعزته ژوند غواړو، له نړۍ سره مو مبارزه وکړه، د عزت او خپلواکۍ په خاطر وه او خدای تعالی دې دوی ته هم توفیق ورکړي چې له کډوالو سره ښه چلند ولري.»

له پاکستانه د افغان کډوالو د جبري ایستلو بهیر له پيل راهیسې د امریکا، ملګرو ملتونو، د بشري حقونو بنسټونو او د طالبانو په ګډون هېوادونو او نړیوالو بنسټونو په پرله‌پسې توګه د افغانانو د جبري ایستلو بهیر د درېدو غوښتنه کړې، خو د پاکستان لنډمهاله حکومت تر اوسه له خپلې پرېکړې شاته نه دی تللی.