د ولسوالیو د سقوط دوام؛ په هرات او لښکرګاه کې د جمهوریت په ګټه د جګړې په وضعیت کې بدلون، هېواد ته د مارشال دوستم ستنېدل او له سیاسي څېرو سره د اشرف غني کتنې ددې ورځې مهمې پېښې وې.
د اګست پنځمه؛ دوه کاله وړاندې په همدې ورځ ۱۶ نورو ولسواليو هم د طالبانو په لاس سقوط وکړ او د طالبانو تر واک لاندې ولسوالیو شمېر ۳۱۸ ته ورسېد.
د هرات او لښکرګاه په ښارونو کې د جګړې حالت لږ څه د جمهوریت په ګټه بدل شو، که څه هم پخواني حکومت د ولسوالیو د بېرته نیولو لپاره هیڅ پلان نه درلود.
مارشال دوستم هم چې تازه کابل ته راغلی و، د طالبانو پر ضد یې د مقاومت شعارونه پورته کړل او ارګ هم له سیاستوالو سره د مخکيني ولسمشر محمد اشرف غني د لیدو کتو لپاره په تیاريو بوخت و.
د اګست پنځمه هغه ورځ چې لږو خلکو فکر کاوه چې طالبان به په لسو ورځو کې د ټول افغانستان اداره په لاس کې واخلي.
د آمو د موندنو پر بنسټ؛ په همدې ورځ طالبان وتوانېدل چې د ۱۶ نورو ولسوالیو اداره په خپل لاس کې واخلي. هغه ولسوالۍ چې زیاتره یې د هیواد په ختیځ کې وې. د هغو ټولو ولسوالیو شمېر چې د طالبانو په لاس کې وې ۳۱۸ ته ورسېد. مخکيني حکومت يوازې د ۹۶ ولسواليو او ۳۴ ښارونو کنټرول په لاس کې لرلو.
د سقوط شویو ولسوالیو د شمېر په زیاتېدو سره د خبریالانو او رسنیو لپاره خبري سرچینو ته لاسرسی او د جګړې د وضعیت په اړه معلومات ورکول ظاهراً ستونزمن شوي و
خبریال سلیمان موسی زی وايي: «په لومړي سر کې مې فکر کاوه چې دا به یوازې د ولسوالیو په کچه وي. له بده مرغه د هرې ورځې په تېرېدو سره د سقوط شویو ولسوالیو په شمېر کې زياتوالی راتلو. سيمه ايزو خبري سرچینو ته مو لاسرسی نه درلود، او زموږ لاسرسی محدود شو.»
د باخبرو سرچينو د روايت پر بنسټ، په ځينو برخو کې امنيتي ځواکونو د جنګېدو انګېزه نه لرله، د دوحې تړون، ډ امريکايي ځواکونو د لوژستيکي او هوايي همکاريو بندول، د مشرتابه کمزورتيا او د پوځي او سياسي مشرتابه بې کفايتي د جګړې په ډګرونو کې د پخوانیو پوځیانو د ناهیلۍ له مهمو لاملونو څخه وو.
د مخکيني حکومت د ولسي جرګې پخوانی غړی رمضان بشردوست وايي: «کله چې په رسنیو کې خپره شوه، بودیجه تصویب شوه، کله ناکله له ځينو جبهو عسکرو او پولیسو راته ټلفون کاوه، ویل به یې، تاسو زموږ په معاش کې زر افغانۍ هم اضافه نه کړې، موږ د زرو افغانیو ارزښت نه لرو، موږ ولې خپل ځانونه په تاسو قربان کړو.»
په هرات او لښکرګاه ښارونو کې جګړه څه نا څه د جمهوري ریاست په ګټه څرخېدلې وه. خو د یوې باخبره سرچینې د څرګندونو پر بنسټ، په هرات کې د اسماعیل خان له پاڅون سره سره مخکينی ولسمشر محمد اشرف غني د اګست تر پنځمې حاضر نه شو چې له هغې سره خبرې وکړي.
له دې سره هم مهاله مارشال دوستم چې تازه کابل ته راستون شوی وو، د خپلو پلویانو ترمنځ يې د طالبانو پر وړاندې د مقاومت پر اړتیا ټینګار وکړ.
د افغانستان د جنبش ګوند مشر عبدالرشید دوستم وايي: «دسیسه کومه وړه دسيسه نه ده. واړه حرکتونه نه شي کولی دا دسیسه خنثا کړي. باید له خپلو ټولو سیاسي ملګرو او جنرالانو سره جدي تصمیم ونیسو، باید له دې وطن دفاع وکړو.»
له دې ټولو سره سره د یوې سرچینې د څرګندونو پر بنسټ، ولسمشرۍ ماڼۍ د امنیتي وضعیت د خرابوالي له امله له سیاسي څېرو سره د مخکيني ولسمشر محمد اشرف غني د ناستو په تنظیمولو بوخته وه. که کيږي چې وضعیت له سقوط سره د مخ جمهوریت په ګټه بدل شي.