د اشرف غني او بلینکن ټلیفوني خبرې، په بېلابېلو ولایتونو کې د ۲۵ ولسوالیو سقوط، د دفاع وزیر پر کور ځانمرګی برید او د االله اکبر ویلو کمپاین پیل د ۲۰۲۱ کال د اګست د درېیمې مهمې پېښې وې.
۲۵ نورې ولسوالۍ د طالبانو لهخوا ونیول شوې.
خوست، کاپيسا، دایکندي او بامیان ولایتونو ته د طالبانو جنګي پاملرنه زیاته وه.
د ۲۰۲۱ د اګست تر درېیمې، په ټول کې ۲۶۸ ولسوالۍ د طالبانو لاس ته ورغلې وې.
د جګړو د زیاتوالي د مخنیوي لپاره د افغانانو ترمنځ خبرو ته هیلې زیاتې شوې وې. لکه څنګه چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر د اګست په درېيمه له مخکيني ولسمشر محمد اشرف غني سره په ټلیفوني خبرو کې د افغانانو ترمنځ د خبرو اترو د چټکتیا پر ارزښت ټینګار کړی و.
خو د محمد محقق په وینا دا هڅې بې پایلې وې، امریکا د سپارلو پروګرام درلود.
د افغانستان د اسلامي وحدت ګوند مشر محمد محقق وايي: «امریکا په خپله پلان درلود چې وې سپاري طالبانو ته، دا داسې نه وه چې طالبان دې په زور راغلي وي، د امریکا یوه بې پیلوټه الوتکه ګرځېده، طالبان به پټېدل، تښتېدل، دوی وروسپاره.»
خو په هلمند کې د جګړې پراختیا په ملي اردو کې د خیالي پوځیانو د تشکیل مسله پياوړې کړه. د خبرو سرچینو د څرګندونو له مخې د هلمند په قول اردو کې باید شل زره پوځیان وای، خو ددغو پوځیانو واقعي شمېر په قول اردو کې کابو ۵ زره تنو ته رسېده.
ددغه راز جنګي وضعیت په اړه معلومات ورکول د خبریالانو لپاره ستونزمن وو او خلک هم د تېرو ورځو په شان د سقوط په اړه اندېښمن.
د ښځو د حقونو فعاله مونسه مبارز وايي: «ټول خلک اندېښمن وو، ټول د تېښتې په لټه کې وو، د حکومت یو شمېر چارواکي ان له سقوط څخه یوه میاشت مخکې له افغانستانه وتلي وو.»
خبریاله سهیلا یوسفي وايي: «د هغه څه په اړه مو جدي اندېښنه لرله چې رامنځته کېدل، د طالبانو له راتلو وروسته. بې وزلي، کډوالي، وزګاري، د بشري او پوځي قوانینو له منځه تلل.»
که څه هم د اګست په درېیم ماښام په کابل کې چوپتیا خپره وه او د جګړو له زیاتېدو وېره موجوده وه، خو دا چوپتیا د کابل په شیرپور کې د بسم الله محمدي پر کور د طالبانو په ځانمرګي برید سره ماته شوه.
له دې چاودنې څو ساعته وروسته له کابله تر هرات او د هېواد څو نورو ښارونو پورې د مخکینيو دولتي ځواکونو او جمهوري نظام په ملاتړ ولسي کمپاین پیل شو، ترڅو د جګړې او سیاست بهیر د جمهوریت په ګټه بدل شي چې دوولس ورځې یې سقوط ته پاتې وې.