افغانستان

د دوستم د ماڼۍ برخلیک د ملا فاضل په لاس کې

شبرغان ښار کې د مارشال دوستم ماڼۍ په تېرو ۳۰ کلونو کې تل د افغانستان د شمالي حوزې د واک یو اصلي مرکز و.

مارشال دوستم هم د کورنیو جګړو په وخت کې، هم د ولسمشرۍ د مرستیالۍ په پرمهال او همداراز له هغې وروسته له دې کور څخه د خپل ځواک د ښودلو لپاره کار اخیست.

اوس د طالبانو په لاس د مخکیني حکومت له سقوط او د مارشال دوستم په ګډون د واکمنو څېرو له تېښتې وروسته دغه لویه ماڼۍ له څه ډول برخلیک سره مخ شوې ده؟

له ۲۰ کلونو وروسته د دوو پخوانیو دښمنانو مخامخ کېدل

شبرغان ښار د ۱۴۰۰ کال د زمري میاشتې پر ۱۶ د طالبانو لاس ته ولوېد. اوس طالبانو د دوستم ماڼۍ پر پوځي مرکز بدله کړې ده.

د طالبانو د دفاع وزارت مرستیال ملا فاضل مظلوم د ۱۴۰۰ کال د تلې میاشتې پر ۲۶ په دې ښار کې طالب ځواکونو ته امر وکړ چې د دوستم ماڼۍ پر پوځي مرکز بدله کړي.

ملا فاضل د طالبانو یو قوماندان دی چې په ۲۰۰۱ کال کې د عبدالرشید دوستم تر امر لاندې ځواکونو ته تسلیم شو. په هغه موده کې ملا فاضل د طالبانو لوی درستیز و.

د هغه وخت یو انځور موجود دی چې ملا فاضل مظلوم د عبدالرشید دوستم ترڅنګ لیدل کېږي. په هغه انځور کې د ملا فاضل ترڅنګ د طالبانو یو بل قوماندان ملا دادالله هم لیدل کېږي.

دغه انځور داسې برېښي لکه د مزارشریف ښار د لوېدیځ په جنګي کلا کې چې دننه اخیستل شوی وي. له دې لیدنې وروسته عبدالرشید دوستم ملا فاضل د یوه جنګي بندي په توګه امریکایي ځواکونو ته چې تازه افغانستان ته راغلي وو، وسپاره.

ملا فاضل کلونه کلونه په ګوانتانامو کې زنداني وو. هغه په ۲۰۱۴ کال کې د طالبانو یو له پنځو لوړپوړو غړو څخه و، چې د ګوانتانامو له زندان څخه خوشی او د امریکایانو له خوا قطر ته ولېږدول شو.

له هغې مودې وروسته نوموړی قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر پر یوې اصلي څېرې بدل شو.

دوستم او ملا فاضل له ۲۰ کلونو وروسته د ۲۰۲۱ د مارچ میاشتې د مسکو په ناسته کې سره مخ شول.

رسنیو په دې ناسته کې له دوستم سره د ملا فاضل د توند چلند راپور ورکړ. ځینې سرچینې وایي چې ملا فاضل دوستم ته د «غدار او قاتل» خطاب کړی و.

عبدالرشید دوستم د دې چلند په غبرګون کې ناسته پرېښوده او د دې ناستې په نورو ورځو کې یې حضور نه درلود.

د دوستم کور ته د ملا فاضل بېرته ستنېدل

اوس ملا فاضل یو ځل بیا د طالبانو د دفاع وزارت مرستیال دی. هغه په دې دنده کې بیاځلې د افغانستان شمال او د دوستم د واکمني مرکز شبرغان ښار ته سفر وکړ. ملا فاضل په دې سفر کې د دوستم ماڼۍ ته ورغۍ او هغه یې «د ملت ماڼۍ» ونوموله.

د طالبانو له خوا د شبرغان ښار له نیولو وروسته د دې ډلې د یوه غړي انځور چې د مارشال دوستم پوځي جامې یې اغوستې وې، خپور شو.

د ټولنیزو شبکو یو شمېر کاروونکو دغه انځور لاس په لاس کړ او هغه یې د مخکینیو واکمنو او چارواکو د تېښتې نښه وباله.

په داسې حال کې چې طالبانو د دوستم د ماڼۍ نوم د ملت ماڼۍ ته بدل کړی، خو د شبرغان اوسېدونکي آمو ته وایي چې طالبان خلکو ته اجازه نه ورکوي ترڅو دغې ماڼۍ ته ننوځي.

د جوزجان یوه اوسېدونکي د نوم نه خپرېدو په شرط آمو ته وویل: «طالبان یوازې خپلو ځواکونه ته اجازه ورکوي چې دغې ماڼۍ ته دننه شي. ډېری دروازې او کړکۍ یې ماتې دي او هغه چوکۍ چې د ناستو لپاره کارول کېدې له خاورو او دوړو ډکې دي او هېڅوک دغې ماڼۍ ته پاملرنه نه کوي. د ماڼۍ تجهیزات او توکي د له منځه تلو په حال کې دي.»

د دوستم ماڼۍ څه ډول جوړه شوه؟

د دوستم ماڼۍ ۳۰ کاله مخکې په لوړ لګښت سره په درېیو کلونو کې جوړه شوه. مارشال دوستم ته نږدې څېرې ښاغلي ته‌ینج د دې پوښتنې په ځواب کې چې د دغې ماڼۍ پر جوړولو څومره لګښت راغلی و، وویل: «ملي غورځنګ په هغه موده کې ډېر بډایه و او هېڅ حساب نه و شوی چې څومره پيسې لګول شوې دي.»

ښاغلي ته‌ینج په دوام کې وویل: «دغه ماڼۍ د ۱۳۷۱ او ۱۳۷۳ کلونو ترمنځ جوړه شوه. د دې ماڼۍ د جوړولو لپاره د اقینې او حیرتان بندرونو له عوایدو کار اخیستل شوی دی.»

هغه مهال دغه دوه مهم بندرونه د دوستم د ځواکونو په کنټرول کې وو.

هغه وخت عبدالرشید دوستم په کورنیو جګړو کې یو ښکېل لوری و چې د افغانستان د شمالي ولایتونو یوه لویه برخه یې په واک کې لرله.

د دوستم ماڼۍ پر ۱۵ جرېبه ځمکه جوړه شوې ده. دوستم ته د نږدې کس بشیر احمد ته‌ینج په وینا په دې ماڼۍ کې یو جومات، ۹ کوچني تالارونه او یو د غونډو لوی تالار دی چې تر ۴ زرو د زیاتو ګډونوالو د ځایولو ظرفیت لري.

ښاغلي ته‌ینج له آمو ټلویزیون سره په خبرو کې همداراز ادعا وکړه چې د دې ماڼۍ ټول تجهیزات د طالبانو له خوا «چور» شوي دي.