افغانستان

د ۱۴۰۱ د کانکور اول نمره نجلۍ: واقعاً نه پوهېږم څه ووایم!

د ۱۴۰۱ کال د کانکور عمومي اول نمره، د نجونو محصلینو پرمخ د پوهنتونونو د دروازو د پرانیستو غوښتونکې شوه.

په هرات کې د هاتفي لېسې زده کوونکې الهام نبي زاده، د ۱۴۰۱ کال په کانکور آزموینه کې د ۳۴۸،۶۶ نمرو په اخیستو، د نجونو په برخه کې د لومړي مقام په ګټلو بریالۍ شوه او د هرات پوهنتون د طب څانګې ته یې لاره پیدا کړه.

هغه وايي چې د نجونو پرمخ د پوهنتونونو د تړلو په هکله د طالبانو پرېکړې، د هغې او نورو همزولو هیلې یې په اوبو لاهو کړې دي.

نبي زاده چې ډېرې هیلې لري، په داسې حال کې چې سخته ناهیلې شوې وايي، کلونه یې زحمت او کړاو زغملی ترڅو یوې پایلې ته ورسېږي او د خپلې خوښې وړ څانګې ته بریالۍ شي؛ خو نور نو د تحصیل د دوام اجازه نه لري.

دغه ممتازه نجلۍ زیاتوي: «واقعاٌ نه پوهېږم څه ووایم. ولې یې زموږ پرمخ د پوهنتونونو دروازې تړلې دي؟ په داسې حال کې چې اسلام موږ ته د زده کړو حق راکړی. یوازې دې ووایي چې ولې موږ زده کړو ته نه پرېږدي؟ لامل یې دي ووایي چې که ستونزه زموږ وي، موږ ځانونه له هر ډول شرایطو سره چې دوی یې غواړي برابروو، یوازې دې موږ ته اجازه راکړي چې زده کړه وکړو.»

هغې ددې په بیانولو سره چې نجونې د نړۍ په ټولو هېوادونو په تېره بیا اسلامي هېوادونو کې زده کړه کوي وايي: «موږ یوازینی اسلامي هېواد یو چې د زده کړو اجازه نه راکول کېږي، واقعاً نه پوهېږم موږ چېرته یوو او څه غواړو.»

موږ ښځینه متخصصینو ته اړتیا لرو

په هرات کې د ښځو حقونو فعاله فرشته یعقوبي وايي، افغانستان د نړۍ یوازینی اسلامي هېواد دی چې د نجونو زده کړه پکې منع ده او دا وګړي خپلو اساسي او لومړنیو حقونو ته له لاسرسي بې برخې شوي دي.

مېرمن یعقوبي د طالبانو ددې پرېکړې د پایلو په اړه وویل: «کله چې د ټولنې نیمايي برخه حذف شي، د اقتصادي، ښوونیزو، کلتوري او ټولنیزو په ګډون بېلابېلې پایلې له ځان سره لري او له بلې خوا موږ نه شو کولای ټولنې ته روزل شوی نسل وړاندې کړو. موږ په هره ټولنه کې په بېلابېلو څانګو کې ښځینه متخصصینو ته اړتیا لرو.»

نوموړې ټینګار وکړ چې اوسني واکمن (طالبان) باید ژرترژره په دې اړه له سره غور وکړ او ښځې له خپلو حقونو بې برخې نه کړي ترڅو افغانستان پرمختګ ته ورسېږي.

طالبان نه غواړي چې افغانستان پرمختګ وکړي

د ولسي جرګې پخوانۍ غړې ناهید فرید هم په دې باور ده چې: «د واکمنې ډلې سیاست، نجونې او ښځې په افغانستان کې په ورکو شویو وګړو بدلې کړې او دې ډلې د افغانستان خلک یرغمل کړي دي.»

د مېرمن فرید په وینا، هغو کسانو (طالبانو) چې د ټولنې نیمايي وګړي یې له زده کړو بې برخې کړي، په واقعیت کې نه غواړي افغانستان پرمختګ وکړي.

هغه زیاتوي، د افغان ښځو او نجونو حقونه له نړۍ سره د طالبانو د ناندرۍ وهلو لپاره په ابزار بدل شي؛ بلکې باید دا پرګنه (ښځې) خپلو اساسي حقونو ته لاسرسي پیدا کړي.

تېره اونۍ د طالبانو د لوړو زده کړو وزارت، په پوهنتونونو کې د نجونو زده کړه منع کړه؛ د طالبانو دا اقدام له کورنیو او بهرنیو نیوکو سره مخ شوی دی.