افغانستان

بینټ په کاناډا کې له یو شمیر مېرمنو سره په هېواد کې د بشري حقونو د وضعیت په اړه خبرې وکړې

د افغانستان په چارو کې د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بینټ چې کاناډا ته په یوه رسمي سفر تللی، د سه شنبې په ورځ په کاناډا کې د بشري حقونو له یو شمېر فعالانو، د پارلمان له پخوانیو غړو، د پوهنتونونو له استادانو او نورو افغانانو سره وکتل.

په افغانستان کې د بشري حقونو په ځانګړې توګه د ښځو د حقونو وضعیت د دې ليدنې یو له مهمو موضوعاتو څخه و.

د افغانستان لپاره د کاناډا د فیمینستانو ټولنه چې مشري یې د ښځو د حقونو فعاله نرګس نهان کوي، پر اېکس د دغې ليدنې په تړاو لیکلي: «په داسې حال کې چې دا ښځې لا هم د بیا مېشتېدنې له ننګونو سره مخ دي، دوی د افغانستان لپاره کار ته دوام ورکوي او د خپلو خویندو غږ پیاوړی کوي.»

د يادولو وړ ده، چې تر دې مخکې ملګرو ملتونو اعلان وکړ، چې د افغانستان لپاره د دغه سازمان د بشري حقونو د شورا ځانګړی راپور ورکوونکى به د کاناډا له حکومت سره د بشري حقونو د کړکېچ په اړه د خبرو لپاره دغه هېواد ته سفر وکړي.

ښاغلي بینټ وویل، کاناډا ته یې د سفر موخه له کاناډايي چارواکو او په دغه هېواد کې له مېشتو افغانانو سره لیدل او په هېواد کې د بشري حقونو د کړکېچ په اړه خبرې کول دي.

د يادولو وړ ده، چې تر دې وړاندې ملګرو ملتونو اعلان وکړ، چې د دغه سازمان ځانګړی راپور ورکوونکی به په افغانستان کې د بشري حقونو د کړکېچ په اړه د کاناډا له حکومت سره د خبرو لپاره دغه هېواد ته سفر وکړي.

د ملګرو ملتونو په خبرپاڼه کې راغلي چې ښاغلی بینټ به د دغه سفر په ترڅ کې ټورنټو ته هم ولاړ شي او د بشري حقونو د مدافعینو او خبریالانو په ګډون به له یو شمېر افغانانو سره وویني.

د افغان ښځو او ماشومانو د څېړنې او حقوقي شبکې په خبرپاڼه کې راغلي، چې په دغو خبرو کې د ښځو د حقونو لسګونو فعالانو، د هېواد په پارلمان کې پخوانيو استازو، د پوهنتونونو استادانو، ښځينه خبريالانو او مدني فعالانو ګډون کړى و.

په همدې حال کې په کاناډا کې مېشتو یو شمېر افغان خبریالانو د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو له ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بینټ سره په یوه جلا کتنه کې ویلي چې په هېواد کې د خبریالانو پر وړاندې ننګونې مخ په زیاتېدو دي.

دغو خبریالانو همداراز ویلي چې د طالبانو تر ادارې لاندې په افغانستان کې د بیان د ازادۍ وضعیت «خراب» دی.

په دې غونډه کې د افغانستان لپاره د کاناډا ځانګړي استازي ډيويډ سپرول او د هېواد د آغا خان بنسټ پخوانۍ سفيرې نورجهان مواني هم ګډون کړى و.

د بیان د ازادۍ د کور له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې په دې غونډه کې شاوخوا څلوېښت خبریالانو او د رسنیو مسٶولینو برخه اخیستې وه.

دا په داسې حال کې ده، چې طالبانو په دې وروستیو کې د خپل نوي قانون له پلي کېدو وروسته په یو شمېر ولایتونو کې د ويډيو ثبتولو بندیز لګولی دی. خو د هېواد په شمال کې په تخار ولایت کې د لږ تر لږه د درېيو سیمه ییزو تلویزیونونو خپرونې بندې شوې دي.

دا غونډه یوازې یوه اونۍ وروسته له هغې کېږي چې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا له خوا د ریچارډ بینیټ ماموریت د یوه بل کال لپاره وغځول شو.

تر دې مخکې په یوه بيانيه کې ښاغلي بینټ په خپلواکه او بې پرې توګه د خپل رول د ترسره کولو پر ژمنتیا ټینګار وکړ او ژمنه یې وکړه چې په افغانستان کې د بشري حقونو د سرغړونې مستندې او راپور کوي.