ښځې

په ایران د افغان ښځو غږ غورځنګ: افغانستان ته ستنېدل د«جدي ګواښونو» سره د مخ کېدو په معنی دى

په ایران کې د افغان ښځو غږ غورځنګ چې مشري یې د ښځو د حقونو فعاله هدیه صاحبزاده کوي، وايي چې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې هېواد ته ستنېدل د افغان مېرمنو لپاره له «جدي» ګواښونو سره د مخ کېدو په معنا دي.

دغه غورځنګ په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې دغه ګواښونه د طالبانو د واکمنۍ او د دوی تر واکمنۍ لاندې د ښځو او نجونو د بشري حقونو د سرغړونې له امله دوى ته متوجه دي.

په دغه خبرپاڼه کې نړۍ ته په خطاب کې راغلي دي: «هره ورځ له دې تریخ حقیقت سره مخ کېږو چې ممکن د طالبانو له خوا ووژل شو او یا زموږ اساسي حقونه لکه زده کړې، کار او ازاد ژوند حق به له موږ څخه واخیستل شي. په دې بحراني شرايطو کې موږ ستاسو ملاتړ او پیوستون ته اړتیا لرو.»

د هېواد دغه اعتراض کوونکو ښځو له کډوالو منونکو هېوادونو غوښتي، چې د افغان ښځو د حقونو د فعالانو غږ واوري او د دوی د ژوند او حقونو د خوندیتوب لپاره اقدام وکړي.

دوی زیاتوي:«موږ د امنیت او روښانه راتلونکی نوي فرصتونه غواړو. راځئ چې د ښځو او بشري حقونو د تأمين لپاره په ګډه کار وکړو.»

دغه افغان مېرمنو له نړۍ غوښتنه کړې چې د دوی ملتيا وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې طالبانو پر هېواد د خپل حاکمیت تر لاسه کولو سره سم، د هېواد د اتباعو او په ځانګړې توګه د ښځو ټول اساسي بشري حقونه محدود کړل او آن هغوی یې له زده کړو او تحصيل څخه منع کړې.

طالبانو د «امربالمعروف او نهى عت المنکر» تر سرليك لاندې د نوي قانون په توشيح کولو په عامه ځايونو کې د ښځو غږونه چې پکې نارينه حضور ولري، حرام ګڼلي او بنديز يې پرې لګولى دى.