فرهنګ او هنر

د اختر ورځو کې بند امیر ته لسګونه زره ګرځندویان ورغلي

د بامیان د بند امیر یوه څنډه. د چنګاښ ۲۱مه، ۱۴۰۱

بامیان کې د طالبانو چارواکي وايي، د لوی اختر په درېیو ورځو شاوخوا ۴۰ زره کسان د افغانستان له بېلابېلو سیمو د دغه ولایت بند امیر ته ورغلي دي.

د بامیان د اطلاعاتو او فرهنګ رییس مولوی سیف الرحمن محمدي وايي: “هیله مند یو چې د ګرځندویانو زیاتوالی د روان کال تر پایه دوام ولري.”

بند امیر د افغانستان لومړنی ملي پاک دی چې د هندوکش په لوړو کې له اوو جهیلونو رامنځته شوی او طبیعي بندونو یو له بله بېل کړي دي. دا پارک د بامیان د مرکز په ۶۰ کیلومترۍ کې پروت دی.

بند امیر لومړنی ځای دی چې بامیان ته ورغلي مسافر یې یو ځل لیدلو ته ورځي. د نوي کال او اختر په ورځو کې بند امیر ته غځېدلې لاره له ګڼې ګوڼې ډکه وي او زرګونه کورني او بهرني سیلانیان له خپلو دوستانو او کورنیو سره له مختلفو ښارونو بند امیر ته ورځي.

د بند امیر ۱۳ کیلومتره لاره خاورینه ده او سیلانیان یې د یوې ستونزې په توګه یادوي.

محمد عقیل او میثم دوه ورونه چې د اختر ورځو نمانځلو لپاره له کابله بامیانو ته تللي، د تفرېح لپاره د بند امیر له ټاکنې خوښي څرګندوي. ددوی په خبره، د بند امیر یوازیني ستونزه همدا د سړک یوې برخې خامه والی دی.

بند امیر هرکال د زرګونه کورنیو کوربه هم وي.

فروزان او زهرا عظیمي دوه خویندې دي چې د چکر لپاره بامیانو ته تللې دي. ددوی ټینګار دا دی چې د پاک مسوولان باید پر سرسبزۍ او د پارک پاک ساتلو ته ډېر پام وکړي.

د بند امیر ملي پاک چارواکي د اختر په ورځو کې د خلکو له هرکلي خوښي څرګندوي.

ددغه پاک مدیر سید امان فیروزي وویل: “له یوې خوا زموږ امکانات لږ دي او له بلې خوا خلک لازمه همکاري نه کوي. په کومو ورځو کې چې ډېر سیلانیان راځي، د پارک پاکولو لپاره د کارکوونکو له کموالي سره مخامخ کېږو.”

یوازې کورني سیلانیان د بند امیر او د بامیان تاریخي سیمو لیدو ته نه ورځي، بلکه د ددغه ولایت د چارواکو په وینا، په وروستیو اوونیو کې بهرني سیلانیان هم ورغلي دي. که څه هم په دې برخه کې کومې شمېرې نشته.

د بند امیر ملي پارک د سیلانیانو مسوول سجاد فولادي وايي، لازمه ده چې د لا ډېرو سیلانیانو ورماتولو لپاره، ظرفیتونه لوړ شي.

ښاغلي فولادي وویل: “د سیلانیانو د امنیت خوندیتابه لپاره د پولیسو او استخباراتو یوه قطعه په ګډه د بند امیر په ملي پارک کې کار کوي او د اختر او نوروز په ورځو کې د امنیتي برخې مسوولیت لا سختېږي.”

خلک په دوو هدفونو زیارت او تفرېح د بند امیر لیدو ته ورځي. لازمه ده چې داسې نوښتونه وشي چې ورغلي سیلانیان په خوښۍ بېرته وګرځي او نورو خلکو ته هم بامیان ته د ورتګ وړاندیز وکړي.

د کتونکو په وینا، که د خلکو اقتصادي وضعیت ښه شي، باید داسې تدابیر وسنجول شي چې د بند امیر د ګرځندویانو شمېر ډېر شي. د لارې په اوږدو کې د خامه سړک قیر کول، د سرسبز، پاک او تازه ماحول رامنځته کول او د پارک د مدیریت لپاره د متخصصو کسانو ګومارل به د بند امیر د ګرځندويۍ لا غوړیدا لامل شي.