افغانستان

د هیواد اوسېدونکي د امنیت شورا په غونډه کې د بشري حقونو لومړیتوب غواړي

په داسې حال کې چې ټاکل شوې سبا (چهارشنبه) د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د افغانستان په اړه د یوې ناستې کوربه شي د هیواد یو شمېر وګړي تمه لري چې د بشري حقونو په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو د حقونو د خوندیتوب او د کاري فرصتونو د رامنځته کولو اړوند موضوعات په کې مطرح شي.

 په دې غونډه کې به ځوانانو ته لومړیتوب ورکول کېږي.

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د د دې غونډې د اجنډا یوه برخه کې به مېرمن «روزا اوتنبایوا» به په تېرو درېیو میاشتو کې د افغانستان د وضعیت په اړه خپل راپور وړاندې کړي.

د ښځو د حقونو فعالانې تمه لري چې؛ د دې غونډې په بهیر کې په افغانستان کې د بشري حقونو سرغړونو ته ځواب وویل شي او همدارنګه د مخنیوي لپاره یې وړاندیزونه وړاندې شي.

په همدې حال کې یو شمېر پخواني ډیپلوماتان وايي چې؛ دا غونډه د افغانستان د مسئلې د حل لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي د ټاکلو پر سر د بحثونو د دوام او د اختلافاتو د حل لپاره یو فرصت بلل کېدای شي.

– فریده محبي، د افغان ښځو د یووالي او پیوستون د غورځنګ غړې وایي: « په هغه خپلواکو ارزونو کې چې ترسره کیږي؛ د بشري حقونو په تېره بیا د ښځو او نجونو حقونو ته دې لومړیتوب ورکړي او دا ارزونې دې په افغانستان کې د بشري حقونو د سرغړونو ته ځواب ومومي او د مخنیوي لپاره دې وړاندیزونه وړاندې کړي.»

 تر دې وړاندې په نیویارک کې د ملګرو ملتونو له مرکزي دفتر څخه یوې سرچینې «آمو» ته د دې غونډې د جوړېدو خبر ورکړی وو.

د هیواد یو شمېر وګړي هم د نړیوالو د هڅو  نویو پایلو ته په تمه دي، دوی وايي چې؛ د افغانستان په اړه په نړیوالو غونډو کې باید د بشري حقونو مسئلو ته لومړیتوب ورکړل شي.

د کابل یو اوسېدونکی وایي: «موږ د ملګرو ملتونو له امنیت شورا څخه غوښتنه کوو چې؛ ښوونځي او پوهنتونونه پرانیزي، د ښځو حقونه دې ورکړي او ځوان نسل ته دې د کار زمینه برابره کړي.»

همدارنګه د د کابل ولایت یو بل اوسېدونکی زیاتوي: «زموږ له امنیت شورا او ملګرو ملتونو غوښتنه دا ده چې؛ دوی باید د ښوونځیو او پوهنتونونو دروازې پرانیزي، ځوانانو ته د کار زمینه برابره کړي، ځکه هر ځوان له هیواده بهر د کار لپاره ځي او دا څرګنده نه ده چې؛ دوي بل هیواد ته ژوندي رسېږي که نه! له حکومت (طالبانو) زموږ غوښتنه هم دا ده چې؛ که دا نظام پرمخ وړلي شي خو ښه ده، او که یې نه شي کولی؛ نو حکومت دې پریږدي، تر څو بدیل ورته وموندل شي.»

د یوې سرچينې له مخې راغلي چې، د ملګرو ملتونو د سرمنشي د خپلواکې ارزونې پر بنسټ چې د ملګرو ملتونو د ځانګړي همغږي کوونکي فريدون سينيرلي اوغلو له خوا ترسره شوې؛ د ملګرو ملتونو امنيت شورا د افغانستان د ستونزې د حل لپاره ګام اخلي. 

دا هغه ارزونه ده چې؛ اوس مهال د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په ۲۷۲۱ پریکړه لیک بدله شوې ده.

د دې ارزونو یوه مهمه موضوع دا ده چې؛ د افغانستان د ستونزو لپاره دوی یو استازی وټاکي، خو سرچینو له مخې د ملګرو ملتونو امنیت شورا په دې اړوند خپل منځي مخالفتونه لري.

د یوې سرچینې په وینا؛ « چین او روسیه د داسې یوه استازي له ټاکلو سره موافق نه دي.»

د همدغو اختلافاتو له امله یو شمېر ډیپلوماتانو د سبا ورځې غونډې ته د لا زیاتو بحثونو د فرصت په سترګه کتلي دي.

شینکۍ کړوخې په کاناډا کې د افغانستان پخوانۍ سفیره د دې غونډې په تړاو داسې وایي: «د امنیت شورا راتلونکې ناسته او د یوناما د مشر له خوا د راپور وړاندې کول د دې پارلمان لپاره ځانګړی اهمیت لري، ځکه؛ د رأیو په پایله کې د ځانګړي استازي د ټاکلو لپاره چې تر څو دا ځانګړی استازی وکولای شي؛ له ولسي جرګې، د سیمې او نورو هیوادونو، د طالبانو حکومت (طالبان) او د افغانستان له بېلابېلو سیاسي او مدني ډلو سره کار وکړي.»

له دې ټولو سره سره څرګندېږي چې؛ د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړي همغږي کوونکي فریدون سینیرلیو اوغلو د ماموریت برخلیک هم د ملګرو ملتونو د امنیت شورا پرېکړې ته په تمه دی، خو د ښاغلي سینیرلی اوغلو ماموریت لا هم ناڅرګند دی.

دا په داسې حال کې ده چې د نوموړي ماموریت د روان کال د فبرورۍ په ۲۹ پای ته ورسېده.

د افغانستان لپاره د دوحې ناسته د ښاغلي سینیرلی اوغلو ماموریت د فبرورۍ تر پایه بیا نوی شوی وو، خو له دې دوو اقداماتو سره سره د افغانستان لپاره ځانګړی استازی نه دی ټاکل شوی او د ښاغلي سینیرلی اوغلو هم ماموریت تر بیا څرګند نه دی.