افغانستان

طالبان وايي، د دوحې په ناسته کې د دوی ګډون «احتمالي او د شرایطو له مخې» دی

د افغانستان په اړه د دوحې غونډې ته د ګوتو په شمېر ورځې پاتې دي، طالبانو تراوسه په دې غونډه کې د خپل ګډون پرېکړه نه ده اعلان کړې.

تر دې وړاندې د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد آمو ته ویلي وو چې په دې اړه د دوی خبرې روانې دي.

له بلې خوا، د ایران ځانګړي استازي د دوحې په ناسته کې د ګډون لپاره د طالبانو وړاندې شویو شرطونو ته په اشارې سره ویلي، چې د افغانستان ثبات د تعامل او د سیمه ییزو اړیکو د کمېټې لارې پورې تړاو لري.

خو آیا سیمه او نړۍ د افغانستان د ستونزې د حل په اړه مختلف نظرونه لري؟

تر اوسه د دوحې په غونډه کې د ګډون په اړه د طالبانو پرېکړه وروستۍ شوې نه ده.

د روانې اونۍ د دوشنبې په ورځ؛ د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد آمو ته وویل چې په دې اړه د دوی خبرې لا هم روانې دي.

طالبان د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي د ټاکلو یا معرفي کولو سره مخالف دي.

د باخبرو سرچینو په وینا، یاد استازی به د دوحې په غونډه کې وټاکل شي یا معرفي شي.

طالبانو ویلي دي چې د دوحې په غونډه کې به هغه وخت ګډون وکړي چې د غونډې له جوړښت، بڼې او اجنډا څخه خبر شي.

خو خلک تمه لري چې د دوحې غونډه به د ملي پخلاینې یوه نسخه او د یو ټول ګډونه حکومت د جوړولو لپاره فرصت وي.

په همدې حال کې؛ د افغانستان لپاره د ایران ځانګړي استازي د دوحې په بهیر کې د ګډون لپاره د طالبانو وړاندې شویو شرطونو ته په اشارې سره په اېکس شبکه کې لیکلي چې د افغانستان ثبات د سیمه ییزې تماس ډلې له لارې تیریږي.

د سیمه ییزې تماس ډلې وړاندیز د مسکو فارمټ په غونډه کې د ایران له خوا وړاندې شوی وو او لومړی پړاو یې د جنورۍ په وروستیو کې په کابل کې د طالبانو په کوربه توب ترسره شو.

د افغانستان لپاره د ایران ځانګړی استازی حسن کاظمي قمي وايي: «سرپرست حکومت (طالبانو) په دوحه کې د خپل ګډون لپاره دوه مهم شرطونه اعلان کړي. دا یو ښه فرصت دی چې معلومه کړي چې د تعامل لپاره د “عادلانه لارې” د موندلو وړاندیز چې د غونډې اهدافو لاندې راځي، څومره جدي دی؟ که چیرې د سیمه ایزو اړیکو د کمیټې لاره د نورو په نظر کې ونیول شي او د تعامل لاره وڅارل شي نو افغانستان به له ثبات سره مخ کړي.»

ظاهراً، سیمه او نړۍ په افغانستان کې د یوه ټول ګډونه حکومت پر جوړولو، بشري حقونو ته په درناوي او د ښځو او نجونو لپاره د زده کړو او کار د حقونو په اړه همغږي دي. خو داسې شننې هم شته چې د ستونزې د حل په برخه کې د سيمې او نړۍ تر منځ اختلاف ښیي.

سیاسي فعال برنا صالحي وايي: «په افغانستان کې له ترهګرۍ او نشه يي توکو سره د مبارزې د څرنګوالي او نورو امنيتي مسايلو په اړه زه فکر کوم، چې روسيه، د ايران اسلامي جمهوريت او چين له امريکا او لوېديځ سره بايد په خپلو مخالفتونو کې لا جدي شي.»

تر دې مخکې کله چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي د خپلواکې ارزونې د تصویب او د افغانستان لپاره د ځانګړي استازي د ټاکلو په اړه سلامشوره کوله، چین او روسیې په دې اړه له نظر ورکولو ډډه کړې وه. چې د افغانستان د ستونزې د حل په اړه یې د نړۍ او سیمې ترمنځ د اختلاف په اړه اندېښنې پیدا کړې.