افغانستان

سرچینې: د افغانستان په اړه د دوحې ناستې لپاره تیاری روان دی

په نیویارک کې د ملګرو ملتونو له مرکزي دفتره سرچینې آمو ته وایي چې د افغانستان په اړه د دوحې د غونډې لپاره چمتووالی په خلاصېدو دی.

یو شمېر هېوادوال د دغو تیاریو د خلاصېدو په درشل کې د دوحې تر غونډې پورې په افغانستان کې د بشری حقونو په تېره بیا د ښځو او نجونو د حقونو رعایتولو او د کار فرصتونو ته په پام سره د یوه ټول ګډونه حکومت د جوړېدو تمه لري. د ښځو د حقونو فعالانې هم تمه لري چې په دې غونډه کې به د بشري حقونو مسلو ته لومړیتوب ورکړل شي.

د افغانستان په اړه د دوحې غونډه د فبرورۍ په ۱۸مه او ۱۹مه د ملګرو ملتونو په کوربه توب جوړېږي. تر دې مخکې سرچينو ويلي و، چې د بشري حقونو مسئلې، د افغانستان له خلکو سره د نړۍ تعامل، د افغانستان د وضعيت په اړه د ملګرو ملتونو د سرمنشي د خپلواکې ارزونې بیاکتنه او د معنا لرونکو خبرو اترو جوړول به د افغانستان په اړه د دوحې غونډې د اجنډا برخه وي.

د افغانستان په اړه د دوحې غونډې ته د چمتووالي د خلاصېدو هڅې؛ د ملګرو ملتونو له مرکزي دفتره باوري سرچینې آمو ته تاییدوي چې د دوحې غونډې ته چمتووالی را نږدې شوی دی.

په کابل کې، هم ظاهراً د دوحې غونډې ته هیلې مخ په زیاتیدو دي. د پلازمېنې یو شمېر اوسېدونکي تمه لري چې په دې غونډه کې به د بشري حقونو په ځانګړي ډول د ښځو او نجونو د حقونو په رعایتولو او په افغانستان کې د کاري فرصتونو لپاره د ټول ګډونه حکومت د رامنځته کولو هڅې پایله کړي.

د کابل یو اوسېدونکی وايي: «موږ د دوحې له غونډې تمه لرو چې یو ټول ګډونه حکومت به رامنځ ته شي، ښوونځي او پوهنتونونه به د نجونو پر مخ پرانیستل شي، د نارینه او ښځو لپاره کار نه شته، کاري فرصتونه پیدا شي.»

تر دې دمه؛ طالبانو د دوحې په غونډه کې د ګډون په اړه خپله وروستۍ پرېکړه نه ده اعلان کړې او د اجنډا له یوې برخې سره چې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي ټاکل یا معرفي کول دي، مخالفت کوي. که څه هم د طالبانو د رییس الوزرا سیاسي مرستیال پرون وویل چې دا غونډه له طالبانو سره د نړۍ د تعامل لپاره ده.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي همغږي کوونکي او د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي تېره اوونۍ کابل ته د څلور ورځني سفر په ترڅ کې له طالب چارواکو او یو شمېر سیاستوالو سره د دوحې د ناستې په اړه د اجماع د ټینګښت په موخه ولیدل. خو د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي وویل چې دا غونډه د طالبانو د رسمیت پېژندلو لپاره نه ده.

په همدې حال کې د ښځو د حقونو یو شمېر فعالانې وايي، تمه لري چې د دوحې غونډه به په هېواد کې د بشري حقونو په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو د حقونو موضوع ته لومړیتوب ورکړي.

د ښځو د حقونو فعاله صنم کبیري وايي: «هغه غونډه چې په دوحه کې کېږي، هيله لرم چې ښې پايلې به ولري، د خبرو اصلي تمرکز دې د بشري حقونو پر وضعيت او د ښځو او نجونو پر حقونو وي.»

د افغانستان په اړه د دوحې غونډه د فبرورۍ په ۱۸مه او ۱۹مه د ملګرو ملتونو په کوربه توب جوړېږي. داسې انګیرل کیږي چې د امریکا د ټاکنو او نورو نړیوالو پیښو ته په کتو سره چې نړۍ یې په حل بوخته ده، دا فرصت د افغانستان د ستونزې د هواري لپاره حیاتي ګڼل کیږي.

د سرچينې په وينا، د بشري حقونو مسايل، د افغانستان له خلکو سره د نړۍ تعامل، د افغانستان د وضعيت په اړه د ملګرو ملتونو د سرمنشي د خپلواکې ارزونې بیاکتنه او د معنا لرونکو خبرو اترو د زمينې برابرول به د افغانستان په اړه د دوحې غونډې د اجنډا برخه وي.