افغانستان

له پاکستانه د ایستل شویو کډوالو د ناوړه وضعیت په اړه د ژغورنې نړیوالې کمیټې اندېښنه

د ژغورنې نړیواله کميټه وايي، تر نیم میلیون ډېر کډوال چې له پاکستانه افغانستان ته راغلي دي، له تیاره راتلونکي سره مخ دي.

دغه کميټه خبرداری ورکوي، چې د بشري اړتیاوو او د خوراکي توکو د ناخوندیتوب په زیاتېدو افغانستان له بحران سره مخ شوی او په هېواد کې د کړکېچ د رامنځته کېدو خطر شته.

له بلې خوا، د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو لوړه کمېشنري وايي، د ۲۰۲۳ کال د سپتمبر له ۱۵مې راهیسې له پاکستانه یو نیم میلیون افغان کډوال ایستل شوي دي.

فهيمه چې د بادغيس ولايت اصلي اوسېدونکې ده، د هغو زرګونو کډوالو له ډلې څخه ده چې له پاکستان څخه را ايستل شوې، او اوس د هرات په يوې لیرې پرته سيمه کې د خپلو خپلوانو په کور او په سختو شرايطو کې ژوند کوي.

وايي چې په ساړه ژمي کې نه تودې سرپناه ته لاسرسى لري او نه يې ماشومان د خوراک لپاره کافي خواړه لري.

فهیمه زیاتوي: «موږ هیڅ شی نه لرو، زموږ ماشومان جامې نه لري، موږ په ژمي کې بخارۍ نه لرو، هیڅ شی نه لرو. نه غوړي شته او نه وريجې، د خدای په دښته کې ناست يو. یخنۍ زموږ ماشومانو ووژل ټول ناروغه دي.»

د ژغورنې نړیوالې کمېټې په خپله خبرپاڼه کې ویلي، چې له پاکستان څخه د افغان کډوالو د جبري ایستلو له پیل څخه د سلو ورځو په تېرېدو سره د دغو وګړو راتلونکی تیاره ښکاري.

دې کمېټې خبرداری ورکړی دی، چې په چټکۍ سره د بشري اړتیاوو له زیاتېدو سره هم مهاله، افغانستان له شپږ میلیونو څخه د زیاتو کورني بې ځایه شویو کوربه دی او دا د هېواد په کمزوري اقتصاد باندې ډېر فشار راوړي.

په دغه خبرپاڼه کې راغلي: «په چټک ډول د بشري اړتیاوو له زیاتېدو او د خوراکي توکو له ناخوندیتوب سره، افغانستان د خبرونو له سرټکو څخه بلې غاړې ته تللی او په یو هېر شوي بحران د بدلېدو په حال کې دي.»

د ژغورنې د نړیوالې کمیټې د خبرپاڼې په یوه برخه کې راغلي چې هغه کډوال چې د ځانګړو کډوالۍ P2 ویزو له لارې امریکا ته د تللو انتظار باسي له ډېرو ننګونو سره مخ دي.

دې کمیټې د اېس ای في کډوالو شمېر ۱۴۷ زره اعلان کړی او د دوی دوسیو ته د ژر تر ژره رسېدو غوښتونکې ده.

بل خوا، د ملګرو ملتونو لوړې کمېشنرۍ، د سپتمبر له ۱۵مې راهیسې افغانستان ته د راستانه شویو کډوالو شمېر له نیم میلیون څخه زیات اعلان کړی دی.

یو شمېر هغه کډوال چې په دې وروستیو کې له پاکستانه راستانه شوي د ژوند له ناوړه وضعیت څخه شکایت کوي.

هېواد ته راستون شوی نظام الدین وایي: «وس نه لرو چې یوه خیمه واخلو یا لرګي او یا بل شی. ، دلته د یو مسلمان ګوزاره نه کېږي یوازې دوه یا درې کمپلې او اوه زره افغانۍ مرسته شوې ده.»

ډېری هغه کډوال چې له پاکستانه افغانستان ته راغلي، د هېواد په شپږو زونونو کې ځای پر ځای شوي، چې ډېری یې د هېواد په ختیځ او سویلي زونونو کې مېشت دي.