افغانستان

کابل ته د فریدون سینیرلي اوغلو د څلور ورځني سفر پای

په کابل کې د ترکیې سفارت اعلان وکړ چې د افغانستان په اړه د دوحې د غونډې د همغږۍ په اړه کابل ته د ملګرو ملتونو د ځانګړي همغږي کوونکي فریدون سینیرلي اوغلو څلور ورځنی سفر د چهارشنبې په شپه ناوخته پای ته ورسېد.

په کابل کې د ترکیې سفارت هم پر اېکس لیکلي چې دغه سفارت د چهارشنبې په شپه د یوې غونډې کوربه و، چې ښاغلي اوغلو کابل ته د خپلو وروستیو سفرونو جزئیات د ډیپلوماتیکو ټولنې له غړو او د ملګرو ملتونو له چارواکو سره شریک کړل.

د ښاغلي سینیرلي اوغلو دغه سفر د ملګرو ملتونو له خوا د افغانستان لپاره د ځانګړي استازي له ټاکلو سره د طالبانو له مخالفت وروسته ترسره شو او نوموړي کابل ته د خپل سفر په ترڅ کې د طالبانو له چارواکو امیرخان متقي او عبدالکبیر، پخواني ولسمشر حامد کرزي او یو شمېر نورو سیاسي څېرو او همدا راز له توماس نیکلاسن د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې له ځانګړي استازي سره وکتل.

د ترکیې سفارت دغه انځور شریک کړی دی او ویلي یې دي چې ښاغلي سینیرلي اوغلو کابل ته د خپلو وروستیو سفرونو جزئیات د ډیپلوماتیکو ټولنې له غړو او همداراز د ملګرو ملتونو له چارواکو سره شریک کړل.

په کابل کې د ترکیې د سفارت هم پر اېکس ټولنیزه شبکه ليکلي چې د افغانستان لپاره د دوحې د غونډې د همغږۍ په اړه کابل ته د ښاغلي سینیرلي اوغلو څلور ورځنی سفر په دې غونډه کې پای ته ورسېد.

په کابل کې د ترکیې سفارت د خبرپاڼې په یوه برخه کې راغلي: «ښاغلي سینیرلي اوغلو د خپلې خپلواکې ارزونې په راپور کې له افغان چارواکو، د یوناما له مشرتابه او همدارنګه د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې له ځانګړي استازي توماس نیکلاسن سره پر ځانګړو موضوعاتو خبرې اترې کړې دي. موږ خوښ یو چې د ښاغلي سینیرلي اوغلو کوربه توب کوو. دوی په کابل کې د خپلو وروستیو ناستو په اړه د کابل د ډیپلوماتیکو ټولنې غړو او د ملګرو ملتونو چارواکو ته معلومات ورکړل.»

د ملګرو ملتونو ځانګړي همغږي کوونکي وروسته له هغه کابل ته سفر وکړ چې طالبانو د دوحې په غونډه کې د افغانستان لپاره ځانګړي استازي له ټاکلو او پېژندلو سره خپل مخالفت اعلان کړ.

د کابل یو اوسېدونکی وايي: «طالبان دې دا غونډه یو فرصت وګڼي، په دې غونډه کې دې خبرې وشي چې د ښوونځیو دروازې دې د نجونو پر مخ تړلې دي، د سوداګرۍ فرصتونه ند ښځو لپاره نشته او نه هم د نارینه وو لپاره. حکومت باید ټول شموله وي، نه قومي. څه تاجک، څه ازبک، څه هزاره، هر څوک باید په حکومت کې فعاله ونډه ولري.ِ»

نوموړي کابل ته د خپل سفر په ترڅ کې د طالبانو د بهرنیو چارو له سرپرست وزیر امیرخان متقي او د طالبانو د سیاسي مرستیال عبدالکبیر، پخواني ولسمشر حامد کرزي او یو شمېر سیاسي څېرو او همدارنګه د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې له ځانګړي استازي سره وکتل.

د دغو ناستو په دوام کې که څه هم طالب چارواکي لا هم د ځانګړي استازي له ټاکلو سره په خپل مخالفت ولاړ دي، خو د دوحې په ناسته کې یې د ګډون لپاره شین څراغ ښکاره کړی دی.

د طالبانو تر ادارې لاندې ارګ هم په یوه خبرپاڼه کې د ښاغلي سینیرلي اوغلو له قوله ویلي چې هغه ډاډ ورکړی چې هیڅ لوری د “طالبانو د نظام د ړنګېدو” په لټه کې نه دی.

د طالبانو تر ادارې لاندې د ارګ خبرپاڼې په یوه برخه کې راغلي: «د ملګرو ملتونو ځانګړي همغږي کوونکي وویل، چې هیڅوک هڅه نه کوي چې د افغانستان ا.ا (طالبان) سقوط وکړي، بلکې هر څوک غواړي چې اسلامي امارت (طالبان) له نړیوالې ټولنې سره ونښلول شي.»


د کابل بل اوسېدونکی بیا وايي: «د دوحې غونډه به په دوو اوونیو کې جوړه شي، طالبان باید په کې برخه واخلي او د دې غونډې هرکلی وکړي، تر څو زموږ هېواد له امنیتي او اقتصادي بحران څخه خلاص شي، تر څو زموږ د هېواد امنیت او اقتصاد ښه شي.»

د افغانستان په اړه د دوحې غونډه به د فبرورۍ په ۱۸مه او ۱۹مه جوړه شي. تمه دا ده چې د دوحې غونډه به د افغانستان د بشري حقونو له ناوړه وضعیت او اقتصادي، سیاسي او امنیتي ننګونو څخه د خلاصون یوه نسخه وي.

د افغان مېرمنو د یووالي او پیوستون غورځنګ وايي: «موږ، د افغانستان ښځې، یو ټول شموله حکومت او د ټولو توکمونو، نارینه او ښځینه دواړو، د دوحې په غونډه کې د ګډون غوښتونکي یو. او په افغانستان کې اوسنی بحران د طالبانو د شتون له امله رامنځته شوی، چې باید په اړه یې عملي او پرېکنده پریکړه وشي.»

د ښځو د حقونو فعاله مسعوده کوهستانۍ وايي: «موږ د هېواد په اړه غونډې او پرېکړې، د اعتراض کوونکو ښځو له غوښتنې، ګډون او شتون پرته، سمه پایله نه لري.»

ویل کیږي چې ملګري ملتونه به د دوحې په غونډه کې د افغانستان لپاره ځانګړی استازی وټاکي او یا وپېژني. ځینې سرچینې وايي چې د ملګرو ملتونو ځانګړی همغږي کوونکی فریدون سینیرلي اوغلو خپله یو له هغو وړاندیز شویو څېرو څخه دی چې ښايي د افغانستان لپاره د ځانګړي استازي په توګه وپېژندل شي.

خو د ځینو په باور د ځانګړي استازي له ټاکل کېدو سره د طالبانو مخالفت د افغانستان د کړکېچ د حل لپاره د نویو نړیوالو هڅو په لاره کې خنډ دی.