افغانستان

نیکلاسن: افغانستان ته د سفر موخه په دوحه کې د یوې رغنده ناستې لپاره ښه چمتووالی و

File photo.

د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي توماس نیکلاسن ویلي، د دوحې غونډه د طالبانو د رسميت پېژندنې لپاره نه ده.

نوموړي په کابل کې، په یوه خبري کنفرانس کې د دوحې غونډه د افغانستان د خلکو لپاره یو فرصت وباله او ټینګار یې وکړ چې د بشري حقونو وضعیت، له افغانانو سره د نړۍ تعامل، د ښځو د وضعیت ښه والی او د افغانانو ترمنځ د خبرو اترو د فرصتونو رامنځته کول به، د دې غونډې د اجنډا یوه برخه وي.

ښاغلي نیکلاسن د خبرو په دوام کې ټینګار وکړ چې راتلونکې اوونۍ به قرغزستان د افغانستان په اړه د منځنۍ اسیا د پنځو هېوادونو او اروپايي ټولنې ترمنځ د یوې ځانګړې غونډې کوربه وي

نیکلاسن د دوحې غونډه د افغانانو لپاره یو فرصت ګڼي. د ښاغلي نیکلاسن په وینا، بشري حقونه او د افغانستان له خلکو سره د تعامل په برخه کې نړۍ ته د فرصتونو رامنځته کول او همدارنګه د ښځو وضعیت به، د دې غونډې د اجنډا برخه وي.

نوموړی همداراز ټینګار کوي چې د دوحې غونډه د طالبانو د رسميت پېژندنې لپاره نه ده.

د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړی استازی وايي: «د دوحې غونډه د افغانانو لپاره یو فرصت دی او په دې غونډه کې به اصلاً د طالبانو د رسميت پېژندنې خبره نه وي، په دې غونډه کې به د ملګرو ملتونو پلاوی، د ځینو هېوادونو استازي، د طالبانو پلاوی او یو شمېر افغان سیاسي څېرې شتون ولري. بشري حقونه، د افغانستان له خلکو سره د نړۍ تعامل، د افغانستان د وضعیت په اړه د ملګرو ملتونو د ځانګړي همغږي کوونکي سنیرلی اوغلو د راپور بیا کتنه او د معنا لرونکو خبرو لپاره د فرصتونو رامنځته کول به د دوحې د غونډې د اجنډا برخه وي.»

ښاغلی نیکلاسن د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي د ټاکلو لپاره نړیوالو هڅو ته په اشارې سره وایي چې د دغه ډول استازي شتون له افغانانو سره د اړیکو د ټینګولو لپاره مهم دی.

نیکلاسن څرګندوي: «افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي د لېږلو له پرېکړې هرکلی کوم او په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د استازي شتون د دغه هېواد له خلکو سره د رغنده اړیکو لپاره مهم او اړین ګڼم.»

د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي همدارنګه په هېواد کې پر ښځو او نجونو د طالبانو د سختو بندیزونو په اړه اندېښنه وښوده او د لرې کولو لپاره یې پر هڅو ټینګار وکړ.

نوموړی زیاتوي: «له بده مرغه افغانستان د نړۍ یو له هغو نادرو هېوادونو څخه دی چې ښځې او نجونې په کې د زدکړو حق نه لري او دا زموږ لپاره د اندېښنې وړ ده؛ خو اروپايي ټولنه، ملګري ملتونه او نور بنسټونه او هېوادونه په افغانستان کې د نجونو د زدکړو د بهیر د اسانتیا لپاره له طالبانو سره په خبرو کې دي.»

له دې ټولو سره سره د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي د قرغزستان په کوربه توب د افغانستان په اړه د منځنۍ اسيا او اروپايي ټولنې د پنځو هېوادونو د غونډې خبر ورکړ او ویې ویل چې دا غونډه به راتلونکې اونۍ جوړه شي.