افغانستان

سینیرلي اوغلو په کابل کې له طالب چارواکو او ځینو سیاستوالو سره وکتل

د ملګرو ملتونو ځانګړي همغږي کوونکي فریدون سینیرلي اوغلو نن چهارشنبه له پخواني ولسمشر حامد کرزي او یو شمېر سیاسي څېرو سره وکتل. د پخواني ولسمشر، په ایکس پاڼه کې راغلي چې د دې لیدنې تمرکز د افغانستان په اړه د دوحې په غونډه وو او دا د افغانستان لپاره مهمه غونډه بلل شوې ده.

په ورته وخت کې د طالبانو تر ادارې لاندې ملي ټلویزیون خبر ورکړی چې د دوحې د غونډې په اړه د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي توماس نیکلاسن د طالبانو د ریاست الوزرا له سیاسي مرستیال عبدالکبیر سره کتلي او ویلي یې دي چې نړۍ به له افغانستان سره خپلې بشري او پرمختیايي مرستې اعلان کړي.

ښاغلي نیکلاسن د طالبانو د بهرنیو چارو له سرپرست وزیر امیرخان متقي سره هم لیدلي دي.

د طالبانو د خبرپاڼې پر بنسټ، په دې لیدنه کې ښاغلي متقي ویلي، چې دوی د دوحې ناستې ته “مثبت نظر” لري او په دې ناسته کې د “معنا لرونکي ګډون” په اړه هم غور کوي.

فریدون سینیرلي اوغلو، د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړي همغږي کوونکي؛ په ۲۰۲۳ کال کې د افغانستان د وضعیت په اړه خپلواکه ارزونه ترسره کړه، هغه ارزونه چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په پرېکړه لیک بدله شوې او اوس د افغانستان په اړه د دوحې غونډه د همدې پر بنسټ ترسره کېږي.

خو طالبانو د دغه پرېکړه ليک له يو ستر وړانديز سره چې د افغانستان لپاره د ځانګړي استازي ټاکل دي؛ مخالفت کړى دى. د یوې سرچینې په وینا ښاغلی سینیرلي اوغلو پخپله یو له هغو وړاندیز شویو څېرو څخه دی چې ښايي د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي په توګه وټاکل شي.

د دې مخالفت له اعلان وروسته ښاغلي اوغلو کابل ته سفر وکړ او په تېرو درې ورځو کې یې کابل ته د خپل سفر په ترڅ کې لومړی د طالبانو د بهرنیو چارو له سرپرست امیرخان متقي او بیا یې د طالبانو د رییس الوزرا له سیاسي مرستیال عبدالکبیر سره ولیدل، د دغو لیدنو تمرکز د دوحې په غونډه وه.

خو د ځانګړي استازي له ټاکلو سره د طالبانو مخالفت لا هم پر ځای دی. که څه هم د طالبانو د رییس الوزرا سياسي مرستيال د دوحې په غونډه کې د طالبانو د پلاوي ګډون ته شين څراغ ورکړى دى.

د طالبانو تر ادارې لاندې د ارګ د خبرپاڼې په یوه برخه کې راغلي: «محترم سیاسي مرستیال په ډاګه کړه چې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سیاسي استازولۍ یا یوناما په موجودیت کې د سولې لپاره د نوي استازي ټاکلو ته اړتیا نه وینو. د رییس الوزرا سیاسي مرستیال زیاته کړه چې اسلامي امارت (طالبان) هم له نړۍ سره د ښو اړیکو غوښتونکي دي، همدارنګه د د دوحې په راتلونکې غونډه کې د اسلامي امارت«طالبانو» د استازو د ګډون په اړه هم بحثونه پیل شوي دي.»

سیاسي فعال برنا صالحي وايي: «د دې لپاره چې طالبان د نړیوالې ټولنې او په ځانګړې توګه د ملګرو ملتونو د غوښتنو منلو ته چمتو شي، په ځانګړې توګه د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي منلو ته چمتو نه دي، دا به په لنډه موده کې هم د منلو وړ نه وي، ډېرو خبرو اترو ته اړتیا ده.»

ښاغلي سینیرلي نن چهارشنبه له پخواني ولسمشر حامد کرزي او یو شمېر سیاسي څېرو سره هم وکتل. له دې لیدنې باخبره سرچینې وايي، چې د دوحې د غونډې په اړه په هېواد کې د سیاسي اجماع د ټینګښت لپاره هڅې د دې ناستې یوه له مهمو موضوعاتو څخه وه.

د هېواد پخوانی ولسمشر حامد کرزی وايي: «په دې کتنه کې د دوحې د غونډې په اړه مفصلې خبرې وشوې، دغه غونډه د افغانستان لپاره مهمه وبلل شوه او هیله څرګنده شوه، چې افغانان او د سیمې او نړۍ هېوادونه به د افغانستان د روښانه راتلونکي لپاره د یوې بشپړې هوکړې له مخې ګام واخلي.»

د پخواني ولسمشر حامد کرزي سلاکار شهزاده مسعود وایي: «لکه څنګه چې (فریدون سینیرلي اوغلو) له نورو چارواکو سره ناسته درلوده؛ نن یې په کابل کې له پخواني ولسمشر حامد کرزي سره هم وکتل، زما په باور چې د دوحې غونډه یوه ډېره مهمه غونډه ده، لومړی باید د نړیوالې ټولنې په ځانګړې توګه د سیمې د هېوادونو ترمنځ د همغږۍ د تامین لپاره هڅې وشي.»

د افغانستان په اړه د دوحې غونډې لپاره د لیدنو په دوام کې؛ د طالبانو تر ادارې لاندې ملي تلویزیون هم راپور ورکړی چې د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي د طالبانو د ربیس الوزرا له سیاسي مرستیال عبدالکبیر سره کتلي دي. د یاد تلویزیون د راپور له مخې، د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي ویلي چې نړۍ به د دوحې په غونډه کې له افغانستان سره خپلې بشري او پرمختیايي مرستې اعلان کړي.

د طالبانو تر ادارې لاندې ملي تلویزیون د راپور په یوه برخه کې راغلي: «د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي توماس نیکلاسن د رییس الوزرا له سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر سره په لیدنه کې ویلي، چې نړۍ به د دوحې په غونډه کې له افغانستان سره خپلې بشري او پرمختیايي مرستې اعلان کړي.»

له دې ټولو سره سره طالبانو ویلي چې دوی به د افغانستان په اړه د دوحې په غونډه کې چې د فبرورۍ په ۱۸ او ۱۹مه جوړیږي، هغه مهال ګډون وکړي ​​چې د غونډې له اجنډا، جوړښت او بڼې څخه خبر شي.

سرچینې آمو ته وایي، طالبان اندېښنه لري چې دا غونډه به د دوی د واکمنۍ پر سیاسي واک اغیز ونه کړي. که څه هم د سرچینو په وینا په دې ناسته کې د طالبانو د لېرې کولو بحث مطرح نه دی.