افغانستان

د بشري حقونو د څار بنسټ: روغتیايي خدماتو ته د ښځو لاسرسی محدود شوی دی

د بشري حقونو د څار نړیوال سازمان په یوه راپور کې وايي، چې د مرستندویه موسسو د مالي مرستو کمښت د روغتیایي خدمتونو په ګډون لومړنیو خدمتونو ته د میلیونونو افغانانو په ځانګړې توګه د ښځو لاسرسی کم کړی دی.

د دغه سازمان په راپور کې ویل شوي، چې ښوونځیو او پوهنتونونو ته د ښځو او نجونو پر تګ بندیز او همدارنګه په غیر دولتي موسسو کې پر کار کولو بندیز د ښځو او نجونو پر ژوند ناوړه اغېزې کړې دي.

په ورته وخت کې د هېواد يو شمېر اوسېدونکي وايي، چې په لرو پرتو سيمو کې روغتيايي خدمتونو ته لاسرسى نه لري او د اقتصادي کمزورتیا له امله نه شي کولى چې د خپلې درملنې لګښت ورکړي.

د بشري حقونو د څار نړیوال سازمان په تازه راپور کې ویلي، چې د ۲۰۲۱ کال له اګست میاشتې وروسته او د مالي او پراختیايي مرستو کمښت د افغانستان روغتیايي سیستم سخت اغېزمن کړی او میلیونونه افغانان یې له ګواښ سره مخ کړي دي.

د دغه راپور موندنې ښيي چې په نادولتي موسسو کې د ښځو پر کار د طالبانو بندیزونو روغتیايي خدمتونو ته د ښځو لاسرسی په ځانګړې توګه د هېواد په لرو پرتو سیمو کې سخت اغېزمن کړی دی.

یو ناروغ لرونکی خیر محمد وايي: «ناروغ مو لرلو، د باغیس د پستې لیق یوو، هلته ډاکټر نشته، اسانتیاوې نشته، خپله لور مو راوړې وه او په هرات کې مو عملیات کړه.»

عزیز ګل بیا وايي: «موږ بې وزله خلک یو، له لرې ځای راغلي یوو، زموږ ځای کې ډاکټر نشته، درملتون نشته، موږ دلته ښار ته راځو، زموږ نسخې دوه چنده کېږي، څوک مو غږ نه اوري.»

د دغه راپور په یوه بله برخه کې ویل شوي، چې افغانستان کې د طالبانو له بیا واک ته رسېدو سره د ډېرو افغانانو اقتصاد مخ پر خرابېدو دی او د خپلو ناروغیو د درملنې د لګښت وس نه لري.

د بادغيس د بالامرغاب ولسوالۍ اوسېدونکې ٦٥ کلنه بخت بي بي په افغانستان کې يوه له هغو ميليونونو مېرمنو څخه ده چې په بېلابېلو ناروغيو اخته ده او د سمو روغتيايي خدمتونو له نشتوالي او د درملنې لپاره د پیسو د نه لرلو له امله سر ټکوي.

د بادغیس اوسېدونکې بخت بي‌بي وايي: «دوه میاشتې کیږي ناروغه یم، پیسې نه لرم چې ډاکټر ته لاړه شم او نسخه واخلم، پښې او لاسونه مې فلج شوي او د شپې خوب هم نه لرم.»

د بشري حقونو د څار سازمان په راپور کې راغلي چې په افغانستان کې د اقتصادي سقوط په ځانګړې توګه د روغتیایي سیستم د سقوط لامل، د طالبانو ناسم سیاستونه دي او د روغتیا سکتور لپاره د کافي سرچینو په تخصیص کې پاتې راغلي دي.