افغانستان

متقاعدین د خپلو معاشونو پر نه ورکول کېدو نیوکه کوي

افغانستان کې یو شمېر تقاعد شوي کسان وايي، چې له شاوخوا درې کلونو راهیسې یې د تقاعد پیسې نه دي ورکړل شوې.

متقاعدین وایي، همدا یې د عاید سرچینه ده چې اوس ورته نه ورکول کېږي او له ناچارۍ د خپل کور توکي پلوري.

دا په داسې حال کې ده چې د متقاعدینو د معاشونو طرحه د طالبانو له مشر هبت‌الله اخوندزاده سره ده؛ خو تر اوسه یې نه ده تصویب کړې.

د طالبانو وياند ذبيح‌الله مجاهد وايي، چې د تقاعد شويو کسانو بوديجه له تېرو دوو کلونو راهيسې ساتل شوې او د طالبانو د مشر له حکم وروسته به ورکړل شي.

۶۰ کلنه زرغونه د خپلې ۱۳ کسیزې کورنۍ د اړتیاوو یوازینۍ برابروونکې ده. نوموړې چې ښوونکې وه، وایي درې کاله کېږي چې تقاعد شوې او له هغې ورځې یې د ژوند نوی ستړی او سخت پړاو بیل کړی.

د زرغونې په خبره په کورنۍ کې ماشومان او ښځي دي او څوک د کار کولو وس هم نه لري.

هغه وايي: «زه یوه له هغو باوري کسانو څخه یم چې ۲۵ کاله مې په هرات کې او لس کاله په بادغیس کې کار کړی. له درېیو کلونو راهیسې مې تقاعد نه دی اخیستی. د کورنۍ ۱۳ غړي لرو او له اقتصادي ستونزو سره مخ یم.»

د تقاعدینو په خبره له تېر و درې کالونو راهیسې یې څو ځلي د تقاعد ریاست ته خپل غوښتنلیکونه استولي، خو وايي چې رغنده پایله یې نه ده ورکړې او  څوک یې غږ نه اوري.

تقاعد شوی رحمان وايي: «زه یو له پخوانیو دولتي مامورینو څخه یم. ما تقاعد راکړه. موږ خپل تقاعد ورکوو. حکومت وايي چې بودیجه نشته. موږ ډیرې ستونزې لرو. موږ د زلزلې له امله هر ډول زیانمن شوي یو. موږ په هره برخه کې ستونزې لرو. او سړه، زموږ ننګونې ډېرې دي او داسې مسلکي کار نشته چې د افغانستان لپاره نه وي.»

یو بل تقاعد شوی سید احمد وايي: «پخوا مې ژوند کاوه، اوس څوک نه پوهېږي چې څه کوو، په یوه کونج کې ولویدم، وږی او تږی یم.»

د متقاعدینو د ټولنې د معلوماتو پر بنسټ، په هېواد کې د تقاعد شویو کسانو شمېر څه باندې ۱۴۰ زرو تنو ته رسېږي، چې کابو ۵۶ زره یې ښځې دي، چې دا مهال د تقاعد معاشونو د نه ورکړې له امله یې ژوند له ستړو له مل دی.