افغانستان

افغانستان کې د «نی» فعالیت د درېدو پروړاندې د خبریالانو غبرګون

یو شمېر خبریالان د نی (د افغانستان له آزادو رسنیو د ملاتړ بنسټ) فعالیت د «موقت» تړل کېدو په غبرګون کې وایي چې د څارونکو بنسټونو په تړل کېدو سره به په افغانستان کې د بیان او رسنیو د آزادۍ وضعیت لا خراب شي.

دغه خبریالان وايي چې افغانستان کې د رسنیو او د دوی د ملاتړو بنسټونو تړل کېدل به هېواد کې د بیان ازادۍ رېښې وچې کړي.

دوی د «نی» دفتر فعالیت درېدل د اندېښنې وړ بولي او په دې باور دي چې په اوسنیو شرایطو کې له خبریالانو د ملاتړ بنسټونو فعالیت درېدل به د رسینو پر وضعیت ناوړه اغېز وکړي.

خبریال رفیع‌الله نېک‌زاد وايي: «د رسنیو د ملاتړ بنسټ تړل کېدل له شک پرته چې افغانستان کې دننه د خبریالانو پر روحیې منفي اغېزه کوي. د دا ډول بنسټونو په تړل کېدو له افغانستانه د بیان ازادۍ رېښې ایستل کېږي او د هېواد رسنیو او خبریالانو ته یو تیاره راتلونکی په تمه دی.»

د بې‌پولې خبریالانو ترټولو تازه شمېرې ښيي، چې د طالبانو د واکمنۍ په څه د پاسه دوو کلونو کې د ۸۰ ټلویزیونونو، ۱۳۸ راډیوګانو او ۱۳ خبري اژانسونو په ګډون تر ۵۴۰ زیاتو رسنیو خپل فعالیت درولی دی.

یو شمېر خبریالان وايي چې طالبانو واک ته له رسېدو وروسته معلوماتو ته د خبریالانو لاس‌رسی محدود کړی دی.

خبریال بصیر احمد دانش‌یار وايي: «له یوه لوري موږ معلوماتو ته د نه لاس‌رسي او د ګڼو محدودیتونو او سانسور شاهد یو؛ له بلې خوا زیات شمېر خبریالانو خپلې دندې له لاسه ورکړې دي او همداراز افغانستان کې تر نیمايي زیاتو غږیزو او تصویري رسنیو د شته فشارونو له امله خپل فعالیت درولی دی.»

د خبریالانو نړیوال فدراسیون هم د جمعې په ورځ یوه راپور کې ویلي، چې د روان زېږدیز کال له پیل راهیسې کابل کې درې خبریالان د طالبانو له خوا نیول شوي دي.

ټول دغه درې خبریالان په وروستیو دوو اونیو کې بېرته له بند څخه خوشي شوي دي.

د تېرې اونۍ د پنجشنبې په ورځ نی (د افغانستان له ازادو رسنیو د ملاتړ بنسټ) خپل فعالیت په لنډمهاله توګه بند کړ.

دغه بنسټ ۱۷ کاله افغانستان کې فعالیت وکړ؛ خو اوس‌ د «نی» دفتر رییس مجیب خلوت‌ګر په یوه تصویري پیغام کې ویلي چې دغه بنسټ هېواد کې خپل ټول دفترونه «په لنډمهاله» توګه تړلی.

ښاغلي خلوت‌‌ګر زیاته کړې چې د نی دفتر دا پرېکړه «هېواد کې د شته وضعیت» له امله نیولې ده.

نی دفتر په داسې حال کې افغانستان کې خپل دفترونه وتړل چې له دې مخکې د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد ویلي و، نی د دې له امله چې له افغانستانه بهر کار کوي د هېواد د رسنیو په تړاو د نظر وړاندې کولو صلاحیت نه لري.

د طالبانو له واکمنېدو وروسته «نی» دفتر د طالبانو تر ولکې لاندې افغانستان کې د خبریالانو او رسنیو وضعیت په اړه راپورونه خپرول.