سوداګري

له پاکستان سره د سوداګریزو اړیکو په پرې کېدو، افغانستان د ورځې زرګونه ډالر زیان مومي

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې مشر آمو ته وايي چې په تېرو پنځو ورځو کې چې له پاکستان سره د افغانستان لارې تړل شوې، هره ورځ لږ تر لږه سل زره امریکايي ډالر زیان افغانستان ته رسېږي.

محمد یونس مومند زیاتوي چې له پاکستان سره د تورخم، سپین بولدک، غلام خان، انګور اډه او ډنډ پټان په ګډون د افغانستان ټولې لارې د ټرانزیټ او سوداګرۍ پر مخ تړلې دي.

له بلې خوا، يو شمېر موټر چلوونکي او سوداګر د لارې په اوږدو کې د خپلو مېوو له خرابېدو اندېښمن دي.

دا موټر چلوونکي له څو ورځو راهیسې دلته د ټرانزیټ پر مخ د دروازې پرانستلو په تمه دي.

وايي چې، ډېری هغه مېوې او سبزیجات چې دوی یې بار کړي، له منځه ځي او ښايي زرګونه ډالر زیان وکړي.

محمدالله یو له هغو موټر چلوونکو څخه دی چې خپل موټر یې پر سړک ودراوه او د سړک خلاصېدو ته په تمه دی.

دی وايي چې آن لس روپۍ هم نه لري چې ډوډۍ پرې واخلي.

موټر چلوونکی محمد الله وايي: «پاسپورت لرو، خو وېزه ډېر وخت اخلي، کله چې وېزه اخلې وخت درکوي چې شپږ میاشتې وخت اخلي او له شپږو میاشتو وروسته هم وایي چې وېزه دې بې اعتباره شوې ده.»

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې مرستیال وايي، هره ورځ په هره لاره کې د موټرو د درېدو له امله سوداګر زیانمنېږي او د دې وضعیت دوام د دواړو هېوادونو په زیان دی.

له پنځو ورځو راهیسې د پولې دواړو غاړو ته په زرگونو لارۍ ولاړې دي او زیاتره دغه لارۍ د ترانزیټي دي.

يو شمېر موټر چلوونکي وايي، چې پاکستان او طالبان دواړه د پاسپورټونو او ويزو په وېش کې ستونزې لري او زيان يې سوداګرو او عامو خلکو ته اوړي.

موټر چلوونکی محمد یحیی وايي: «موږ مالټې راوړې، له یوې اوونۍ راهیسې دلته یوو، د مصرف لپاره هېڅ نه لرو.»

په دې وروستیو کې پاکستاني رسنیو خبر ورکړی، چې د منځنۍ اسیا له هېوادونو سره د پاکستان سوداګري بنده شوې ده.

د پاکستان او افغانستان د سوداګرۍ ګډه خونه وايي، ټولې سرحدي لارې؛ چمن، تورخم، غلام خان، انګور اډه او خرلاچي لارې بندې دي او د مالونو د ټرانزیټ بندېدل به د پاکستان پر اقتصادي ثبات اغېز وکړي.