ښځې

د بخښنې نړیوال سازمان: د «طالبانو د خوښې وړ حجاب نه رعایتولو» له امله د ښځو ځپل باید ژر ترژره ودرول شي

د بخښنې نړیوال سازمان د متحده ایالاتو څانګې راپور ورکړی دی، چې په افغانستان کې د طالبانو له خوا ډیری ښځې د حجاب د سختو قوانینو د نه مراعاتولو له امله چې پر بنسټ یې یوازې سترګې ولیدل شي، نیول شوې دي.

دغه بنسټ په یوه یاداښت کې پر اېکس لیکلي چې دا ځپل باید سمدستي ودرول شي او نیول شوي کسان خوشې شي. له دې سره هم مهاله د بشري حقونو د څار د نړیوالې ادارې د ښځو د څانګې مسؤوله هم آمو ته ویل چې د راپورونو پر بنسټ دغه ډول نیول کېدل له ناوړه چلند، ځورونې او لویو جریمو سره یوځای دي.

د بشري حقونو یو شمېر فعالانې وايي، سره له دې چې دغه نیول کېدل د افغانستان د ارزښتونو له مخې یو “لوی عیب” ګڼل کېږي، خو طالبان دې کار ته دوام ورکوي.

د طالبانو ویاند له آمو سره په یوه ټیلیفوني اړیکه کې دا نیول کېدل رد کړي دي، خو تېره اونۍ د طالبانو یوه امنیتي چارواکي د کابل په لوېدیځ کې په یوې ناسته کې دغه نیول کېدل تائید کړل.

تازه راپورونه د طالبانو لخوا د ښځو او نجونو نیول کېدل د طالبانو د خوښې وړ حجاب د نه مراعتولو له امله. د بخښنې نړیوال سازمان د متحده ایالاتو څانګې راپور ورکړی چې ډېری مېرمنې د “حجاب د سخت دریځه قوانینونو” د نه مراعاتولو له امله د طالبانو لخوا نیول شوي دي.

د بخښنې نړیوال سازمان پر اېکس دغه نیول کېدل د ښځو ځپل بللي او ټینګار کوي چې باید ژر تر ژره ودرول شي.

د بخښنې نړیوال سازمان ویلي: «ځپل او خپلسري نیول د طالبانو لخوا په افغانستان کې د بیان ازادۍ او د ښځو پر ګرځېدلو ده ډېر نقص دی. دا ځپل باید سمدستي ودرول شي او نیول شوي کسان خوشې شي.»

په تېره اوونۍ کې، د طالبانو ویاند له آمو سره په یوه ټیلیفوني اړیکه کې او پر اېکس د طالبانو د امر بالمعروف وزارت دغه نیول کېدل رد کړي دي. خو د کابل په لوېديځ کې د طالبانو له لوري د اتلسمې حوزې يوه امنيتي چارواکي د خلکو په یوه غونډه کې په رسمي توګه دغه ډول نيول کېدل تائید کړل.

له بلې خوا د یوې نیول شوې نجلۍ خور آمو ته وویل چې خور یې د ٦٠ زرو افغانیو په ضمانت خوشې کړې ده، له دې سره هم مهاله د بشري حقونو د څار د نړیوال سازمان د ښځو د څانګې مسؤوله هم ټینګار لري، چې دغه نیول کېدل له ځان سره ” ناوړه چلندونه، ځورول او لویې جریمې” لري.

د بشري حقونو د څار د نړیوالې ادارې د ښځو د څانګې مرستیاله هیډر بار وایي: «دا ځل هم د لویو جریمو په زوره اخیستلو راپورونه اورو. نو له بده مرغه دا ډول کړنې د طالبانو لخوا معمولي دي، درېیم څه چې زه غواړم په دې اړه ووایم دا ده، چې دا یو سخت خبرداری ده.»

په همدې حال کې د ښځو د حقونو یو شمېر فعالانې د دغه ډول نیول کېدو په اړه جدي اندېښنې لري او له نړیوالې ټولنې تمه لري چې دغه وضعیت ته جدي پاملرنه وکړي.

د ښځو د حقونو فعاله صنم کبیري وايي: «بلکې اوس ښځې د حجاب په پلمه( د طالبانو په نظر حجاب) زندان ته لېږدول کېږي، حتی د کابل له سړکونو، د ولایتونو له سړکونو، په داسې حال کې، چې د افغانستان ټولنه یوه دودیزه ټولنه ده او د ښځو او نجونو وړل زندان ته یو لوی عیب حسابېږي، له بده مرغه چې نړیواله ټولنه د بشري حقونو بنسټونه یوازې د یوې اعلامیې تر حده غبرګون ښيي.»

له دې سره، د پلازمېنې یو شمېر اوسېدونکو او په کابل کې خپلواکو سرچینو آمو ته تاٸید کړې وه چې طالبانو د کابل له دشت برچي، تایمني او خیرخانې څخه یو شمېر ښځې او نجونې د حجاب د نه مراعتولو په تور نیولي دي. د یکشنبې په ورځ هم د ښځو د حقونو یوې فعالې خبر ورکړ چې د دغو نیول شویو کسانو لړۍ د هېواد په شمال کې کندز ولایت ته هم رسېدلې ده.