افغانستان

طالبان: د ملګرو ملتونو ځانګړي همغږي‌کوونکي تر یوه بریده د افغانستان واقعیتونه منعکس کړل

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد وايي، د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړي همغږي کوونکي فریدون سینیرلي اوغلو راپور تر یوې کچې د افغانستان واقعیت نړۍ ته وړاندې کړی. طالبانو تر دې وړاندې د ښاغلي سینیرلي اوغلو د ماموریت په اړه دومره نرم دریځ نه درلود.

هغوی د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د هغې پرېکړې مخالفت کړی، چې د ښاغلي اوغلو د وړاندیز پر بنسټ یې یې پرېکړه لیک تصویب کړ، چې په کې د افغانستان لپاره د ځانګړي استازي ټاکل هم شامل وو. په دې لړ کې خلک او ځینې سیاسي بهیرونه تمه لري چې د افغانستان په مسله کې به نوي بدلونونه د افغانانو تر منځ د خبرو اترو د پیل، د بشري حقونو د تامین او د کار او اقتصادي فرصتونو په برابرولو سره د یوه هر اړخیز او ټول ګډونه حکومت د رامنځته کیدو لامل شي.

د فریدون سینیرلي اوغلو د ماموریت پر وړاندې د طالبانو د سیاست بدلېدل؛ له ښکاره او پټ مخالفت نیولې تر خوشبینۍ او نسبي رضایت پورې. د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد تازه د طالبانو تر ادارې لاندې ملي راډیو ټلویزیون ته په یوه غږیز پیغام کې د ښاغلي سینیرلي اوغلو له ماموریته خپل نسبي رضایت ښودلی دی.

تر دې مخکې طالبانو د افغانستان لپاره د نړۍ له خوا د ځانګړي استازي له ټاکلو سره چې د ښاغلي اوغلو د وړاندیز پر بنسټ ټاکل کېږي، جدي مخالفت ښودلی و.

مجاهد وايي: «د ښاغلي اوغلو د ماموریت په اړه باید ووایم، چې هغې په نسبي ډول له امارت (طالبانو) سره ډېره همغږي درلوده، لیدنې یې اغېزمنې وې، تر یوه حده هغه راپورونه چې وړاندې شوي کره او ښه وو، تر کومه حده چې مشرانو له هغې سره ناستې درلودې، اغېز یې دا وو چې هغوی تر یو حده په واقعیتونو ښه پوهېدل او د افغانستان وضعیت یې درک کاوه.»

د ملګرو ملتونو د عمومي منشي ځانګړي همغږي کوونکي فریدون سینیرلي اوغلو، په ۲۰۲۳ کال کې ماموریت درلود؛ څو د افغانستان د وضعیت په اړه خپلواکه څیړنه وکړي. هغه څېړنې او وړاندیزونه چې اوس د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په ۲۷۲۱م پریکړه لیک بدل شوی او په کې له افغانستان سره د نړۍ د تعامل طریقه شامله ده.

اوس ملګري ملتونه د افغانستان لپاره د ځانګړي استازي د ټاکلو په ګډون د ښاغلي سینیرلي اوغلو د وړاندیزونو په عملي کولو بوخت دي. له همدې امله ملګرو ملتونو د ښاغلي سینیرلي اوغلو ماموریت د نورو دوو میاشتو لپاره هم غځولی دی.

 د افغانستان د حق او عدالت ګوند مشر معین ګل څمکنی وايي: « د سیاسي ګوندونو او نورو مدني څانګو له نظره، دا هڅې ګټورې کیدی شي او د دوی نظر همدا دی، چې بلاخره خبرې اترې وشي، افغانان پر یو ټغر راټول شي او د هېواد په چارو کې څنګه چې اړتیا ده، هم په کورنیو او هم په بهرنیو چارو کې یوه برخه او یوه پارچه اوسي.»

د دغو نویو نړیوالو هڅو په دوام کې، خلک هم له ملګرو ملتونو یو لړ غوښتنې لري؛ د بشري حقونو، په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو د حقونو له تامین نیولې، د اقتصادي او کاري فرصتونو په برابرولو سره د ټول ګډونه حکومت تر جوړولو پورې.

نړۍ تل له طالبانو غوښتي چې د بشري حقونو په ځانګړي ډول د ښځو او نجونو د کار او زده کړو حقونو په رعایتولو، د یوه ټول ګډونه حکومت په جوړولو او د بین الافغاني خبرو اترو د زمینې په برابرولو سره د افغانستان بحران حل کړي. هغې غوښتنې چې تراوسه ورته طالبانو پام نه دی کړی، اوس به ولیدل شي چې د نړۍ نوې هڅې د افغانستان د کړکېچ لمنه راټولولی شي که نه.