افغانستان

د امریکا اطلاعاتي سرچینې د کرمان پر ګزار شهدا برید د داعش د «خراسان څانګې» کار بولي

د امریکا دوو استخباراتي سرچینو رویټرز ته ویلي چې د ایران په کرمان ښار کې د چهارشنبې ورځې خونړي بریدونه په افغانستان کې مېشتې داعش ډلې لخوا تر سره شوي دي.

دغو سرچینو ویلي دي چې دا معلومات خورا روښانه او د انکار وړ نه دي او د مخابراتي شبکو له لارې ترلاسه شوي دي. رویټرز د امریکايي چارواکو له خولې لیکلي دي، که څه هم طالبانو، داعش په ځپلو سره کمزوري کړي، خو دغې ډلې د بهرنیو عملیاتو په پلانولو غور کړی دی.

ایران او طالبانو په دې اړه کوم غبرګون نه دی ښودلی. د ایران د کرمان په ځانمرګي برید کې د ۱۳ افغانانو په ګډون تر ۹۰ زیات کسان ووژل شول. تر ټولو توپیر لرونکي بې مخیني بریدونه.

رویټرز د امریکا د دوو استخباراتي سرچینو له قوله لیکلي چې دا بریدونه په افغانستان کې د موجودې داعش ډلې له خوا ترسره شوي دي. که څه هم د دغو سرچينو نومونه نه دي په ډاګه شوي، خو ويلي يې دي، چې دغه معلومات ډېر روښانه او د انکار وړ نه دي، چې د مخابراتي شبکو له لارې ترلاسه شوي دي.

د متحده ایالاتو د دفاع وزارت ویاند پاټریک رایډر وايي: «هیڅوک نه غواړي چې د داعش د بیرته راتګ شاهدان واوسي، چې معمولاً، یوازې د هغو بریدونو مسؤل دی چې موږ یې وینو. زموږ غور هم د داعش د ماتولو په ماموریت دی.»

یوې استخباراتي سرچینې رویټرز ته ویلي، امریکا پوره او روښانه معلومات لري چې په کرمان کې د تېرې چهارشنبې بریدونه د داعش د خراسان څانګې کار و. همدا څو ورځې وړاندې دلته د ایران په مشهد ښار کې د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سرپرست وویل، چې په افغانستان کې د داعش مرکزونه په بشپړه توګه له منځه تللي دي.

تهران هم د داعش پر وړاندې د طالبانو له اقداماتو ډېر خوښ ښکاري.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیر خان متقي وايي: «یو کلی، یو جریب، یو متر ځمکه د مخالفینو په لاس کې نه ده. په افغانستان کې موږ هیڅ د جګړې پېښه نه لرو چې رامنځته شوې وي، هغه مرکزونه چې داعش په افغانستان کې درلودل او د پخواني دولت یا پخوانۍ ادارې (پخواني دولت) په واک کې وو، ټول په یو کال او یو نیم کال کې له منځه ولاړل.»

امریکايي چارواکو رویټرز ته ویلي دي، چې طالبانو داعش په ځپلو سره کمزوري کړي دي؛ خو دې ډلې د بهرنیو عملیاتو په پلانولو غور ته دوام ورکړی دی.

په دې سره، د هغه څه پر بنسټ چې رویټرز خپور کړي، دا د طالبانو له خوا د افغانستان د ادارې په څه باندې دوو کلونو کې له سرحده بهر، په افغانستان کې مېشت، د داعش ډلې لومړنی برید ګڼل کېږي.

تېره ورځ د سپینې ماڼۍ د امنیت شورا هم ویلي وو چې د داعش خراسان څانګه افغانستان او سیمې ته یو ترهګریز ګواښ دی. ایران او طالبانو د رویټرز د راپور په اړه څه نه دي ویلي.

سیاسي کارپوه ویس ناصري وايي: «دا دوه ترهګریز بریدونه چې د دوو ځانمرګو لخوا ترسره شوي، له بده مرغه ډېرې لویې موخې د داعش خراسان او د ​​افغانستان طالبان یې لري.»

د ایران د استخباراتو وزارت تېره ورځ وویل چې په کرمان کې یو تن ځانمرګی بریدګر د تاجکستان اوسېدونکی وو او تر اوسه د دغو بریدونو په تړاو ۱۱ تنه نیول شوي دي.