افغانستان

په ۲۰۲۳ کال کې د طالبانو کورنی او بهرنی سیاست

په ۲۰۲۳ کال کې هم طالبان د هېڅ هېواد له‌خوا په رسمیت ونه پیژندل شول؛ خو د دې کال په وروستۍ ورځ د افغانستان د لیدلوري لپاره یوه تر ټولو مهمه سیاسي پیښه وشوه؛ د امنیت شورا د یوه پریکړه لیک په صادرولو سره، د افغانستان لپاره د یوه ځانګړي استازي ټاکلو ته رایه ورکړه څو د افغانانو ترمنځ خپلمنځي مذاکرات او له افغانستان سره د نړۍ د تعامل د پرمخ وړلو لپاره کار وکړي.

دا پریکړه لیک د ښځو د ونډې د اړتیا سره سم په نړیواله ټولنه کې د افغانستان د بیا یوځای کیدو اساس برابروي. چین او روسیه د ځانګړي استازي له ټاکلو سره مخالفت کوي.

په همدې حال کې، امریکا ویلي چې د طالبانو د عادي کېدو خیال هم اسانه نه دی. خو طالبان په بهرني سیاست کې ځانونه بریالي ګڼي.

په ورته وخت د ملګرو ملتونو د عمومي منشي نوی راپور وايي چې د طالبانو سیاسي مخالفین په کورنیو او بهرنیو مسایلو کې د هغوی د ننګولو لپاره زیات فعال شوي دي.

له سیاسي او پوځي مخالفینو سره خبرې اترې لا هم د طالبانو د سږکال په اجنډا کې نه وې. خو په دې وروستیو کې په دوشنبې، مسکو او ویانا کې د طالبانو د سیاسي مخالفینو غونډو د طالبانو غالمغال پورته کړ. د ملګرو ملتونو سرمنشي هم په ډسمبر میاشت کې په خپل نوي راپور کې وویل چې که څه هم د طالبانو سیاسي مخالفین په جلاوطنۍ کې پاشلي پراته دي، خو وروستیو غونډو ته په کتو؛ په کورنیو او بهرنیو چارو کې د طالبانو په ننګولو کې ډېر فعال شوي دي.

د ملګرو ملتونو د سرمنشي په راپور کې راغلي: «په جلاوطنۍ کې سیاسي اپوزیسیون پاشلی پاتې شو، خو په کورنیو او بهرنیو مسلو کې د طالبانو په ننګولو کې ډیر فعال شو. د راپور ورکولو په موده کې، کورنۍ ناستې د ټاکل شویو غونډو د مخه د نومبر له وروستیو څخه د دسمبر تر پیل پورې په مسکو، دوشنبه او ویانا کې ترسره شوې.»

خو د امنیت شورا وروستۍ کاري ورځ د افغانستان لپاره د ۲۰۲۳ کال تر ټولو مهمه سیاسي پېښه؛ دلته د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو د خپلواکې ارزونې پر بنسټ یو پریکړه لیک تصویب شو، چې موخه یې په ټولو بهیرونو کې د ښځو د ونډې د اړتیا سره سم، په نړیواله ټولنه کې د طالبانو په ګډون د افغانستان بیا ادغام دی.

په دغه پریکړه لیک کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي له خوا د افغانستان لپاره د ځانګړي استازي د ټاکلو وړاندیز شوی؛ هغه استازی چې له افغانستان سره د نړۍ د تعامل او ډیپلوماسۍ د اسانولو او همدارنګه د بین الافغاني خبرو اترو د پرمخ وړلو ماموریت به ولري. خو د امنیت شورا دوو مهمو غړو چین او روسیې د دغه پرېکړه لیک له تر ټولو مهمې برخې سره، چې د ځانګړي استازي د ټاکلو په اړه ده، مخالفت کړی او ویلي یې دي، چې دا نسخه لا له وړاندې له ناکامۍ سره مخ ده.

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د پرېکړه لیک مهم ټکي:

ـ د ملګرو ملتونو د سرمنشي له خوا د افغانستان لپاره د ځانګړي استازي ټاکنه

ـ د ملګرو ملتونو د ارزونې د سپارښتنو پلي کول او د لا همغږي نړیوال ګډون زیاتوالی

ـ په نړیواله ټولنه کې د افغانستان بشپړ ادغام او د افغانستان له خوا د نړیوالو مکلفیتونو رعایت

ـ په دې بهیر کې د ښځو د بشپړ، مساوي، معنا لرونکي او خوندي ګډون د تضمین اړتیا

ـ د ځانګړو استازو له راتلونکې غونډې هرکلی

ـ د امنیت شورا ته د عمومي منشي لخوا په ۶۰ ورځو کې د سلامشورو د پایلو وړاندې کول

په ملګرو ملتونو کې د متحده عربي اماراتو دایمي استازې لانا نصیبه وايي: «پرېږدئ چې نن د دې ټولو ننګونو د پای پیل اوسي. هغه څه چې موږ یې په مخکې لرو، ښایي د افغانستان په اړه د تګلارې د بدلولو وروستی چانس وي. دا د ټولو خواوو جوړجاړي ته اړتیا لري. دا پریکړه لیک د افغانستان پر وړاندې یوه اصولي او عملي نړیواله تګلاره رامنځته کوي.»

طالبان په ۲۰۲۳ کال کې هم عادي کېدو او رسمیت پیژندلو ته سترګې په لار پاتې شول. دوی د ټول ګډونه حکومت جوړول او پر ښځو د بندیزونو لرې کول چې د نړیوالې ټولنې دوه مهمې غوښتنې دي، شا ته وغورځولې. د ملګرو ملتونو ارزونه وايي، هېوادونه له طالبانو سره د تعامل لپاره رایه ورکوي، خو د رسمیت پېژندنې لپاره نه.

که څه هم د نړۍ زبرځواکونه، له امریکا، چین او روسیې نیولې تر اروپايي ټولنې، بریتانیا او د سیمې اکثره ګاونډیان له طالبانو سره د تعامل لپاره لاسونه تودوي. خو لکه څنګه چې امریکا وايي، د نړۍ اوسنیو شرایطو او په ځانګړې توګه د بشري حقونو وضعیت ته په کتو سره د نړۍ له خوا د طالبانو د عادي کېدو خیال اسانه نه دی.

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د دایمي استازولۍ سرپرست نصیر احمد فایق وايي: «د هغه پرېکړو او پالېسیو لغوه کول چې بشري حقونو لپاره یې کړي، که دوی دا کار ونه کړي، حتی د اړیکو عادي کېدل به هم رښتیا نه شي.»

خو چین لومړنی او یوازنی هیواد وو چې زړه یې د سمندر په څېر لوی کړ، طالبانو ته یې رسمي سفیر واستاوه او د طالبانو سفیر یې ومانه، خو کله چې د رسمیت پېژندلو خبره راپورته شوه، سترګې او غوږونه یې بند کړل. له دې سره سره په ۲۰۲۳ کال کې، په بهر کې د افغانستان ډېری سیاسي استازولۍ د طالبانو تر ادارې لاندې راغلې، آن په اسپانیا او هالنډ کې.

د ۲۰۲۳ کال په سیاسي لوبه کې، د طالبانو ډېر نږدی ملګری له دوی زړه توری شو. اسلام اباد؛ د هغه څه په اړه چې له ټي‌ټي‌پي یې د طالبانو کوربتوب بولي.

پاکستان تر هر چا مخکې له طالبانو سره د تعامل ډول ډنګولو، خو دغه دریځ یې د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې بدل کړ.

په ملګرو ملتونو کې د پاکستان دایمي استازی منیر اکرم وايي: «د افغانستان له موقت حکومت سره د تعامل هر ډول بهیر باید د هغو اقداماتو پر بنسټ وي چې د ترهګریزو سازمانونو پر وړاندې یې ترسره کوي.»

د طالبانو په منځ کې بیا ځینو له لویدیځ سره د دښمنۍ تورې تېرې کړي او ځینې یې د دوستۍ لپاره جنګیږي. د طالبانو د پوهنې وزیر او ملا هبت الله ته د نږدې کس په څېر چې وايي له کفارو سره د دښمنۍ اعلان کوي ​​او له بلې خوا ډېری طالب چارواکي هڅه کوي له نړۍ سره خپلې اړیکې ټینګې کړي.

د طالبانو د رییس الوزرا مرستیال عبدالسلام حنفي وايي: «د متقابل احترام او تعامل پر بنسټ له ټولو سیمه ایزو او غیر سیمه ایزو هیوادونو سره ښې اړیکې غواړو.»

د طالبانو د څه باندې دوه کلنې واکمنۍ په موده کې، هیڅ هیواد دوی په رسمیت ونه پیژندل. سره له دې چې په بهرني سیاست او له نړۍ سره په تعامل کې ځانونه بریالي بولي او خپل مخالفین سوځېدلې او بې اغېزې دانې؛ خو مخالفین یې هیله لري چې د نړیوال سیاست څرخ په خپل لوري بدل کړي، پر طالبانو نور بندیزونه ولګوي او بالاخره رژیم بدل کړي. خو آیا ۲۰۲۴ کال به د طالبانو واکمنۍ د دوام که بدلون کال وي؟