افغانستان

افغانستان په ۲۰۲۳ کال کې: د کډوالۍ ناورین د هېوادوالو لپاره تازه ننګونه

په ۲۰۲۳ کال کې د کډوالۍ کړکیچ یوه بله ننګونه وه چې افغانان ورسره لاس او ګرېوان وو.

د پاکستان حکومت افغانانو ته د نومبر تر لومړۍ نېټې پورې وخت ورکړ چې له پاکستانه ووځي او د ۲۰۲۳ کال تر پایه شاوخوا ۵۰۰ زره کډوال له پاکستانه ویستل شوي او یا هم خپله هېواد ته راستانه شوي دي.

له ایرانه هم د افغان کډوالو د ایستلو لړۍ هره ورځ دوام لري، د ایران دولتي خبري اژانس ایرنا خبر ورکړی، چې د روان کال په شپږو میاشتو کې ۳۲۸ زره کډوال له ایرانه افغانستان ته ستانه کړل شوي دي.

د ۲۰۲۳ کال د کډوالۍ د کړکیچ له امله د افغانانو لپاره له درده ډک کال و.
پاکستان د ټي ټي پي د پرله پسې بریدونو په غبرګون کې د نومبر په لومړۍ نېټه ټولو بې اسناده افغان کډوالو ته له دغه هېواده د وتلو امر وکړ.

د افغانستان پولې شپه او ورځ د راستنیدونکو د راتګ شاهدې وې. پاکستاني  پولیسو هم د کور په کور پلټنې عملیات چټک کړل. پاکستاني چارواکو ویلي چې د ضرب الاجل له پای ته رسېدو او نومبر له لومړۍ نېټې مخکې ۱۴۰ زره او ۳۲۲ کډوال او د جبري ایستلو بهیر په لومړیو دوو اونیو کې ۱۰۴ زره بې اسناده کډوال په زور یا په خپله خوښه له پاکستانه وتلي دي.

دا خلک، چې په پاکستان کې زېږېدلي، له پاکستانه د کډوالو د ایستلو پر بهیر نیوکه کوي.

د پاکستاني پولیسو دغه اقدام نړیوال غبرګونونه هم راوپارول، د امریکا په ګډون د نړۍ هېوادونو، اروپايي ټولنې، ملګرو ملتونو او حتی پاکستاني سیاستوالو هم غبرګون وښود او له پاکستانه یې د افغان کډوالو د ایستلو بهیر د بندېدو غوښتنه وکړه.

ډیوه امرخېل یوه افغانه خبریاله او د کابل ولایت اوسیدونکې ده، چې د طالبانو له خوا د امنیتي ګواښونو له امله اړه شوه له خپلې کورنۍ سره له افغانستانه ووځي او د یوه لویدیځ هیواد د بشري ویزې د ترلاسه کولو په موخه پاکستان ته کډواله شي، چې اوس له پاکستانه د ایستل کېدو په اړه اندیښنه لري.

پاکستان کې افغان خبریاله کډواله ډیوه امرخیل وايي: «زما په څېر ډېر کسان دي چې ویزه نه لري، بې وېزې راغلي او د پولیسو له خوا ځورول کېږي، یا هغه کډوال چې ویزه یې درلوده، ویزه یې بېرته نه تمدیدیږي، او کله چې د وېزې د تمدید لپاره مراجعه کوي، نه شي کولی د ویزې ستونزه حل کړي.»

له ایرانه هم کډوال افغانستان ته را وشړل شول.

ایراني رسنیو ویلي چې د روان کال په لومړیو شپږو میاشتو کې له ایرانه افغانستان ته ۳۲۸ زره کډوال شړل شوي دي.

غلام سخي ۱۷ کلن دی، د کار د نشتوالي او اقتصادي ستونزو له امله یې په قاچاقي توګه ایران ته پناه یوړه څو کار وکړي او د کورنۍ لګښتونه پوره کړي، خو له ایرانه وشړل شو.

د هرات اوسېدونکی غلام سخي وايي: «موږ ایران ته د غریبۍ لپاره تللي وو، چې کار وکړو، هلته هم موږ ونیسي او لاسونه او پښې مو تړي چې ونه وتښتو، موږ نیسي او له پولې مو را اړوي.»

د هرات اوسېدونکی عبدالرحمن وايي: «ایران کې کډوال یوو، سخت ژوند کوو، په یو سرخوږي کې ژوند کوو، حتی اوس په ایران کې د اوسیدو ځای نشته، مخکې د ایران حکومت ښه وو، اوس کډوال نیسي، ردوي یې، شکنجه کوي یې، پیسې ترې اخلي، جریمه کوي یې، هر څه چې وایې ورسره یې کوي.»

د بې وزلۍ پراخوالی او د کاري فرصتونو نشتوالی د افغانانو د کډوالۍ مهم لاملونه بلل کیږي.

د پوهنتون استاد بصیر احمد دانشیار وايي: «د افغانستان اوسنی حکومت هېڅ د دومره لویې ننګونې د مدیریت توان نه لري، د دوی د دوه نیم کلنې واکمنۍ په موده کې موږ هره ورځ د هېواد والو د بې وزلۍ، بېکارۍ او جدي ستونزو شاهدان یو او طبیعي ده، چې د کډوالۍ دا لویه څپه چې په تیرو دوو کلونو کې نږدې یو ملیون کسان له ایران او پاکستانه په زوره ایستل شوي دي، کولی شي پر خلکو او حکومت ستر اقتصادي فشار ولري.»

افغانستان کې د طالبانو له بیا واک ته رسېدو وروسته، ایران او پاکستان د ډېرو افغان کډوالو کوربه وو.

شمېرې ښیي چې د طالبانو په لاس د افغانستان له سقوط وروسته نږدې یو میلیون کسان پاکستان او نږدې شپږ سوه زره نور ایران ته کډوال شوي چې ډېری دغه کډوال د لویدیځو هېوادونو د بشري ویزو د ترلاسه کولو په تمه دي.

خو د طالبانو ویاند ویلي چې د اکتوبر له لومړۍ نېټې د ۲۰۲۳ کال د ډسمبر تر پایه له پاکستان، ایران او ترکیې څه باندې ۸۰۰ زره کډوال ایستل شوي او یا بېرته هېواد ته راستانه شوي دي.