افغانستان

د پاکستان د پوځ مشر: په افغانستان کې د پاکستاني طالبانو تحریک د غړو د عمل آزادي د اندېښنې وړ ده

د پاکستان د پوځ لوړ پوړو قوماندانانو په افغانستان کې د ټي ټي ټي د غړو ازادي د اندېښنې وړ بللې ده.

د پاکستان پوځ ویلي چې د دغه هیواد د پوځ د لوی درستیز جنرال عاصم منیر په ګډون د قوماندانانو په غونډه کې په ګاونډي هېواد کې د پناهځایونو، د عملیاتو د ازادۍ او همداراز پرمختللو وسلو ته د جنګیالیو لاسرسی د پاکستان د امنیت لپاره د جدي اندیښنو په توګه یاد شوي دي.

د پاکستان پوځ ویلي چې د وسله والو ډلو او د هغوی له ملاتړو سره به جدي چلند وکړي.

له دې سره هم مهاله د جمعیت علمای پاکستان مشر مولانا فضل رحمان ویلي چې د پاکستان له پارلماني ټاکنو وروسته به افغانستان ته سفر وکړي.

هغه ټینګار کړی چې د طالبانو پر وړاندې پاکستان بهرنۍ تګلاره باید د باور پر بنسټ ولاړه وي.

د پنجشنبې په ورځ د پاکستان د پوځ لوی درستیز جنرال عاصم منیر له لوړ پوړو قوماندانانو سره غونډه وکړه.

د دغې غونډې په خبرپاڼه کې راغلي چې د پوځ لوړ پوړي قوماندانانو په ګاونډي هېواد کې د پاکستاني طالبانو د جنګياليو د پټنځايونو او ازادو فعاليتونو او همداراز پرمختللو وسلو ته د جنګیالیو د لاسرسي په اړه د جدي امنیتي ګواښ په توګه اندېښنه ښودلې.

په خبرپاڼه کې ویل شوي چې پوځ به د وسله والو ډلو او د هغوی له ملاتړو سره جدي چلند وکړي. اسلام اباد طالبان د ټي ټي پي کوربانه ګڼي.

پاکستانی خبریال طاهر خان وايي: «پاکستان ځورېدلی دی. پاکستان ګیله او شکايت لري. بریدونه د دې پر ځای چې پای ته ورسیږي، زیات شوي دي.»

په همدې حال کې د جمعیت علمای پاکستان ګوند مشر او د طالبانو ملاتړي مولانا فضل رحمان ویلي چې په فبرورۍ میاشت کې د پاکستان له پارلماني ټاکنو وروسته به له طالبانو سره د خبرو لپاره کابل ته ولاړ شي. هغه سفر چې د ټي ټي پي د مسئلې په سر د اسلام اباد او طالبانو تر منځ د ترینګلتیا په درشل کې ترسره کېږي او طالبانو هم د پاکستان د بې باورۍ د ختمولو لپاره مهم ګڼلی دی.

د جمعیت علمای پاکستان مشر مولانا فضل الرحمن وايي: «په دواړو هېوادونو، افغانستان او پاکستان کې زموږ موخه امنیت دی. موږ غواړو د دواړو خواوو ترمنځ باور پيدا کړو او دغه باور پياوړی شي. دا باید زموږ د بهرنۍ پالیسۍ یوه برخه وي.»

اسلام اباد ویلي چې له طالبانو یې غوښتي د ټي ټي پي د ځپلو لپاره عملي ګامونه پورته کړي. هغه ګامونه چې د پاکستان د حکومت په وینا، باید په پاکستان کې د بریدونو کچه راکمه کړي.

تر دې وړاندې اسلام اباد د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په وروستۍ غونډه کې ویلي وو چې له طالبانو سره تعامل باید د ترهګرو ډلو پر وړاندې مبارزې پورې مشروط شي.

پوځي کارپوه محمد رادمنش وايي: «ټي ټي پي یوه ترهګره ډله ده چې د استخباراتي موخو لپاره جوړه شوې چې د عواملو له مخې د خپل جوړونکي په وړاندې فعالیت کوي.»

طالبان د پاکستان دا ټولې ادعاوې ردوي او وايي، هر څه یې چې په وس کې وو د پاکستان د امنیت د ښه کولو او همکارۍ لپاره یې کړي دي.

په داسې حال کې چې اسلام اباد د امنیتي وضعیت ښه والی افغانستان کې د ټي ټي پي د فعالیتونو څرنګوالي کې ګوري، خو طالبان وايي چې په پاکستان کې بد امنیتي وضعیت یوه کورنۍ مسله او د پاکستاني پوځ بې کفایتي ده.