سویلي آسیا

پاکستان کې د هوا د ککړتیا زیاتېدل؛ ښوونځي او بازارونه وتړل شول

پاکستاني چارواکي د دې هېواد په لاهور ښار کې د هوا له ککړتیا سره د مبارزې لپاره د ښوونځیو او بازارونو د تړلو ترڅنګ غواړي مصنوعي باران رامنځته کړي.

د دې هېواد چارواکو ویلي، چې د دغه نوښت لومړنۍ تجربه بریالۍ وه او د دې ښار ځینې برخې د ورښتونو شاهدې وې. هغوی وايي دا ټکنالوژي کولای شي په لنډمهاله توګه د ککړتیا کچه راکمه کړي.

پاکستاني چارواکو اعلان کړی، چې لاهور کې ښوونځي او بازارونه د هوا د ډېرې ککړتیا له امله رخصتوي ترڅو وکولای شي په دې ښار کې مصنوعي باران رامنځته کړي.

لاهور ښار چې یوولس میلیونه نفوس لري، څو اونۍ مخکې د نړۍ یو له ترټولو ککړو ښارونو څخه وبلل شو.

واشنګټن پوسټ راپور ورکړی، چې د ښوونځيو، ادارو او بازارونو تړل او د ترافیکي محدودیتونو پلي کول ګټور نه وو.

اوس پاکستاني چارواکي په نوې ټکنالوژۍ سره هڅه کوي پر ورېځو د مالګې په پاشلو مصنوعي باران رامنځته کړي.

د لاهور اوسېدونکی محمد حسین وايي: «دا لوګی د سترګو د سوځېدو او ټوخي لامل کېږي او ترټولو زیات زیان یې ماشومانو ته رسېږي. شکر چې تېره شپه باران وشو او هوا مخ په ښه کېدو ده. له خدایه غواړو چې باران وورېږي ترڅو دا لوګۍ ختم شي.»

د چاپېریال ساتنې فعالانو بیا خبرداری ورکړی، چې لاهور او د ډیلي په ګډون د هند په شمالي برخو کې د هوا د ککړتیا سطحه لوړه شوې ده.

د هند د شمال هوا د دوشنبې په ورځ هم له لوګي ډکه وه او خلکو په څو مترۍ کې څه نه شوای لیدلای.

پوهان تر اوسه په دې اړه چې ایا د مصنوعي باران د رامنځته کولو لپاره دا نوښت ګټور او سم دی که نه، شکمن دي.

د پاکستان د پنجاب ولایت موقت سرپرست اعلی وزیر محسن نقوي ویلي، چې په تېره اونۍ کې دا نوښت بریالی و او د دې ولایت په ځینو برخو کې ورښتونه وشول.