په نادولتي ادارو کې د افغان ښځو پر کار بندیز ډیری نجونې او میرمنې اړ کړې، چې ګاونډیو هیوادونو ته پناه یوسي.
یو شمېر دغه ښځې چې اوس په ایران کې کار کوي وايي، هیله لري چې د ښځو او نجونو پروړاندې لګول شوي محدودیتونه لېرې شي ترڅو وکولای شي بېرته هېواد ته ستنې شي.
نیلاب یو له دغو کډوالو ده چې یو کال وړاندې یې په مرستندویه بنسټ کې کار کاوه، خو له کار څخه لېرې کېدل ورته ستونزمن وو.
ایران کې افغان کډواله نیلاب عمرخېل وايي: «د بشري حقونو او د ښځو حقونو یوه فعاله وم، اړه شوم له خپلو فعالیتونو لاس واخلم او په کور کېنم، چې دې ما ته ستره رواني ضربه ورسوله، تر دې چې څو ځل ډاکټر ته لاړم او د اعصابو او آرامۍ ګولۍ مې کارولې. دې وضعیت زما پر روح او روان ډېر ناوړه اغېز کړی.»
په دې کاروان کې یوازې نیلاب د کار لپاره ایران ته د تلو لاره نه ده غوره کړې.
زینب سادات چې په یوه نادولتي موسسه کې د ماشومانو له حقونو څخه د دفاع ترڅنګ، یوه ښوونځي کې ښوونکې هم وه؛ اوس د کار لپاره ایران ته راغلې او یوه سینګارتون کې کار کوي.
اغلې سادات په دې اړه وايي: «دوه کاله کیږي ایران ته راغلې یم. د ماشومانو د ملاتړ په یوې موسسې کې د کار کولو ترڅنګ، ښوونځي کې ښوونکې وم. اوس ایران ته راغلې یم او په پټه د سینګارکوونکې په توګه کار کوم. زدهکوونکو ته درس او زدهکړې ورکولو پسې خفه شوې یم. له سخت اقتصادي وضعیت سره مخ یو.»
قدریه یوه بله افغان کډواله ده، چې د طالبانو په لاس د کابل له سقوط مخکې په یوه دولتي اداره کې کارکوونکې وه. وایي، د کار له حق څخه له بېبرخې کېدو وروسته ایران ته راغله؛ خو دلته یې هم ونه شول کولای کار پیدا کړي.
په دې لړ کې، ایران کې د بشري حقونو یو شمېر فعالان په دې هېواد کې د افغان کډوالو له ناوړه وضعیت څخه اندېښنه څرګندوي.
ایران کې د بشري حقونو فعاله هدیه صاحبزاده وايي: «له کله چې ډېرې لوستې نجونې د طالبانو د ګواښونو له امله ايران ته راغلي، دلته له ګڼو اقتصادي ستونزو سره مخ دي. په هغو برخو کې د کار زمینې د نشتوالي له امله چې ترې فارغې شوي او په کې یې دندې ترسره کړي. له بدهمرغه، ډېرى نجونې له روحي او رواني ستونزو سره مخ دي، چې دا خپله د کورنیو لپاره یوه اندیښنه ده.»
هغه ښځې چې په کډوالۍ او سخت وضعیت کې کار کوي وایي، هېواد ته د ستنېدو او پر وړاندې یې د محدودیتونو د لېرې کېدو هیله لري. خو دا یې هغه هیلې دي چې لا هم د یو خوب په څېر پاتې دي.