افغانستان

د هغو هراتي‌ ځوانانو وزګاري چې نشه‌يي توکي یې پرېښي دي

يو شمېر هغه کسان چې د طالبانو د روږدو د درملنې په کمپونو کې يې نشه يي توکي پرې ایښي دي وايي چې له بېکارۍ ځورېږي.

په همدې حال کې د دغو کسانو اعلاج کوونکي ډاکټران هم خبرداری ورکوي، چې که دغو کسانو ته د کار زمینه برابره نه شي، نو د بیا روږدي کېدو احتمال یې ډېر دی.

قربان علي، د لیسانس اسناد د هرات پوهنتون د انجنیرۍ له پوهنځي څخه تر لاسه کړي دي. درې کاله وړاندې په ايران کې په نشه يي توکو روږدي شو.

هغه وايي چې په نشه یي توکو د روږدي کېدو پر مهال یې د ژوند سختې ورځې کړې او اوس یې پرېکړه کړې چې د تل لپاره له نشه یي توکو سره مخه ښه وکړي.

د هرات اوسېدونکی قربان علي زیاتوي: «هیله لرم خپل کور او ژوند ته لاړ شم، د نشه یي توکو کارول زما لپاره نور معنا نه لري”

خو په هرات کې د نشه يي توکو د روږدو د درملنې کلينيک مسؤولين وايي، کله چې په نشه يي توکو روږدو کسانو ته د کار او روزګار زمينه برابره نه شي، نو شونې ده چې دغه کسان بيا نشه يي توکو ته مخه کړي.

د هرات یو تن اوسېدونکی غلام نبي وايي: «که موږ وکولای شو د دوی لپاره یوه بوختیا او یو کار جوړ کړو چې دوی وکولای شي خپل او د خپلې کورنۍ لګښت پیدا کړي، دوی به ژمنه وکړي چې نشه یي توکو ته به مخه نه کړي.»

دا په داسې حال کې ده چې د هرات اوسېدونکي وايي چې په دغه ولايت کې بېکاري خپل اوج ته رسېدلې ده. کارګران هم په هرات کې له خطرناکې بېوزلۍ او بېکارۍ شکایت کوي.

غلام محمد چې په هرات کې کارګري کوي وايي: «هېڅ کاروبار نشته، موږ له حکومته غوښتنه کوو چې زما لپاره د کار بندوبست وکړي، ترڅو بېکاره نه شو.»

یو بل کارګر امین الله هم وايي: «زه په یوه ښوونځي کې ساتونکی یم، یو باغ هم لرم، زه د کور کرایه ورکوم، او زه نور کار و بار هم نه لرم.»

په تېر حکومت کې د هرات يو شمېر سيمه ييز چارواکي وايي، چې په نشه يي توکو يو شمېر روږدي کسان د طالبانو په زوره نشه یي توکي پرېږدي، چې د دوی په باور دا کار کومه پایله نه لري.

په افغانستان کې په نشه د روږدو کسانو کره شمېر روښانه نه دی، خو تازه د ملګروملتونو د امنیت شورا یو شمېر غړو په افغانستان کې د نشه يي توکو د کښت او قاچاق په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده.