افغانستان

طالبانو د پوهنتونونو کتابتونونو د پلټنې حکم کړی

د طالبانو تر ادارې لاندې د لوړو زده کړو وزارت د یوه لیک پر بنسټ چې یوه کاپي یې آمو ته هم استول شوې، دغه وزارت امر ورکړی چې د هېواد له ټولو خصوصي پوهنتونونو څخه د حنفي فقهې، سیاست او هغه کتابونه چې د دې لیک د معنا له مخې عقیدوي ستونزې رامینځته کوي راټول شي.

دغه رسمي لیک د طالبانو په واکمنۍ کې د لوړو زده کړو وزارت د دعوت او ارشاد رياست له خوا د دغه رياست د رئيس شکر الله وحدت په لاسليک خپور شوی دی.

د دې لیک په غبرګون کې؛ یو شمېر خلک د دې کار د پایلو په اړه اندېښمن دي او وايي چې طالبان هڅه کوي د خلکو عقيدې او فکرونه وڅېړي.

د طالبانو د لوړو زده کړو وزارت تازه او ټکان ورکوونکې پرېکړه؛ هغه پرېکړه چې دا ځل یې د محصلینو فکري او عقیدوي ازادي په نښه کړې ده.

د طالبانو د لوړو زده کړو وزارت د دغه لیک پر بنسټ، چې یوه کاپي یې آمو ته هم لېږل شوې، د دغه وزارت د ارشاد او دعوت څانګې د هېواد له ټولو خصوصي پوهنتونونو څخه هغه کتابونه د حنفي فقهې، سیاست او هغه کتابونه چې د دې لیک د معنا له مخې عقیدوي ستونزې رامینځته کوي راټولوي.

د طالبانو تر ادارې لاندې د لوړو زده کړو وزارت د لیک یوه برخه کې راغلي: «د لوړو زده کړو وزارت د دعوت او ارشاد ریاست لارښوونه کوي چې د افغانستان په ټولو خصوصي بنسټونو کې شته کتابتونونه پاک کړای شي. ټول هغه کتابونه چې د حنفي فقهې خلاف دي، سیاسي کتابونه او هغه کتابونه چې د عقیدوي ستونزو لامل ګرځي، له کتابتونونو لېرې کړي.»

دغه لیک امو ته د یوې خپلواکې سرچینې او د طالبانو د لوړو زده کړو وزارت د یوې سرچینې له خوا استول شوی دی.

یوه محصله وایي: «له دولت (طالبانو) څخه غوښتنه کوو چې هغه کسان چې زده کړې کوي، زده کوونکي او محصلین هغه کسان چې زده کړې کوي، البته اوس نجونې له زده کړو منع شوي دي، هغه څوک چې زده کړې کوي پرېږدئ چې له ټول کتابونه ګټه واخلي، یوازې حنفي فقه هيڅ ځای نه نیسي، دوی باید د سیاست په څیر د نورو کتابونو مطالعه هم وکړي، د خپل هیواد او نړۍ له حالاتو خبر شي.»

د کابل یو تن اوسېدونکی وایي: «موږ غوښتنه کوو چې کتابونه دې نه راټولوي، یوازې حنفي فقه کافي نه ده، ټول کتابونه باید تدریس شي.»

دغه لیک د طالبانو د لوړو زده کړو وزارت د ارشاد او دعوت د څانګې له خوا د روان کال د سلواغې د میاشتې په ۲۳ مه نېټه د دې ادارې د رئیس شاکر الله وحدت په لاسلیک سره خپور شوی دی.

هغه اقدام چې د ځینو خلکو په اند د فکري او عقیدوي ازادۍ څېړنه او په دې چارو کې لاسوهنه ګڼل کېږي او هیڅ علمي او شرعي بنسټ نه لري.

سیاسي فعال فضل هادي وزین وايي: «د مکتوب په معنا هغه کتابونه چې د حنفي فقهې خلاف دي، په دې معنا ده چې د تفسیر ټول کتابونه، د شریعت او حدیث ټول کتابونه، د فقهې ټول کتابونه او د فقهې د اصولو ټول کتابونه چې له حنفي مذهب څخه بهر په نورو اسلامي مذهبونو کې شتون لري باید لېرې شي او دا هغه څه دي چې نه يې شريعت مني، نه عقل يې مني او نه علمي ارزښتونه ورسره موافق دي.»

د طالبانو له واکمنۍ سره؛ په افغانستان کې د اقلیتونو له حقونو څخه د سرغړونې ځینې راپورونه خپرېږي. لکه څنګه چې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې هم د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په غونډه کې په هېواد کې د بشري حقونو د ناوړه وضعیت په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې رزا اوتنبایوا وايي: «نن په افغانستان کې د بشري حقونو د وضعیت مهمې ځانګړنې د ښځو او نجونو پر وړاندې سیستماتیک تبعیض، د سیاسي مخالفتونو او د بیان د ازادۍ فشار، د اقلیتونو د معنوي شتون نشتوالی او د بې عدالتي وژنو، خپلسري نیولو، شکنجې او نارواو پرله پسې بېلګې دي. د دوو ښځینه فعالانو د وروستیو خوشې کېدو سربېره، د بشري حقونو یو شمېر مدافعینې او د رسنیو کارکونکي لاهم په خپل سري توګه نیول کېږي. د بشري حقونو د مسئلو په حل کې د پرمختګ نشتوالی د اوسني کړکیچ اصلي لامل دی.»

اخوا، د لوړو زده کړو وزارت لپاره د طالبانو سرپرست هم په یوه غونډه کې ادعا وکړه چې د افغانستان ټول اوسېدونکي د حنفي مذهب پیروان دي؛ هغه څرګندونې چې د یو شمېر په باور په افغانستان کې د نورو مذهبونو د له پامه غورځولو یوه هڅه بلل شوې ده.