افغانستان

پر کونړ سیند د بند جوړولو په اړه د طالبانو د پرېکړې په وړاندې د یوه پاکستاني چارواکي خبرداری

د پاکستان د بلوچستان ایالت د اطلاعاتو وزیر جان اڅکزي پر کونړ سیند د بند جوړولو لپاره د طالبانو د پرېکړه «یو اړخیزه» بللې او ویلي یې دي چې دا د پاکستان په وړاندې ناوړه اقدام دی.

اڅکزي نن یکشنبې پر ایکس پاڼه په یوه پيغام کې لیکلي چې طالبان په اوسني وخت کې ددې بند د جوړولو لپاره له یوه هندي شرکت سره د خبرو په حال کې دي.

هغه ویلي چې په ۲۰۱۳ زېږدیز کال کې پاکستان او افغانستان پر کونړ سیند د ۱۵۰۰ میګاواټه اوبو د برېښنا په پروژه کې همکاري کړې ده. د هغه په وینا، د پاکستان او هند ترمنځ د سند اوبو کمېسیون څخه په الهام اخیستو، د کابل سیند د مدیریت کمېسیون د جوړولو لپاره د پام وړ پرمختګ شوی دی.

کونړ سیند د ۴۸۰ کیلومترو په اوږدوالي سره د فغانستان له ختیځه د پاکستان د شمال په لور بهېري. ددغه سیند سرچینه د بدخشان په شمال کې هندوکش غرونو په سویل کې ده. دا سیند چې د سویل په لور روان دی، د افغانستان په ننګرهار ولایت کې د کابل له سیند سره یو ځای کېږي. د کونړ سیند چې د هندوکش غرونو د کنګلونو او واورو د ویلې کېدو په پایله کې رامنځته شوی د کابل سیند د مهم ښاخ په توګه یادېږي.

ښاغلي اڅکزي خبرداری ورکړی: «که په افغانستان کې طالبان د پاکستان له ونډې پرته ددې بند کار پرمخ بوځي، د تاوتریخوالي د زیاتوالی او احتمالي نښتو په شان سختې پایلې به ولري.»

نوموړی په شمال کې د طالبانو پر فعالیتونو په ټینګار سره د آمو سیند د اوبو د لارې د بدلونو لپاره هڅو ته اشاره وکړه او وې ویل چې دا کار د ترکمنستان او ازبکستان د اندېښنې لامل شوې ده.

اڅکزی استدلال کوي چې، «دواړه هېوادونه د اوبو له سخت کمښت سره مخ دي او آمو سیند نه شي کولای لس میلیارد متر معکبه اوبه چې قوش تپه کانال یې بېلوي له لاسه ورکړي.»

د لیندۍ په نولسمه د طالبانو د اوبو او برېښنا وزارت په نږدې راتلونکي کې پر کونړ سیند د اوبو بند د جوړولو لپاره خپل پروګرامونه اعلان کړل.

دغه وزارت جوته کړه چې دا بند به د ۴۵ میګاواټه برېښنا د تولید او ۳۴ زره هکتاره کرنیزو ځمکو د خړوبولو ظرفیت ولري.

د دغه وزارت لپاره د طالبانو ویاند پر دې په ټینګار سره چې د افغانستان د اوبو مدیریت د افغانانو اساسي حق دی، وویل چې د اوبو د اغېزناک مدیریت لپاره، په هېواد کې لویې مالي مرستې موجودې دي.