افغانستان

په افغانستان کې د موسمي بدلون له امله د یو شمېر کورنیو بېځایه کېدل

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمیشنرۍ راپور ورکړی دی، چې هغه هېوادونه چې د چاپیریال په ویجاړولو کې تر ټولو کمه ونډه لري د اقلیم له بدلون څخه ډېر اغېزمن شوي.

په دغه راپور کې، افغانستان د هغو پنځو هېوادونو په ډله کې دی چې د اقلیم د بدلون له کبله تر ټولو ډېر زیانمن شوی دی.

له بلې خوا هم د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام ویلي دي چې افغانستان د اقلیمي ناورین په څنډه کې پروت دی.

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ په خپل نوي راپور کې له نړۍ د اقلیمي بدلون د بحران پر وړاندې د سمدستي اقدام غوښتنه کړې ده.

د ملګرو ملتونو دې ادارې په خپل راپور کې لیکلي، چې د اقلیم بدلون یوه ښکاره بې عدالتي ده او هغه هېوادونه چې د چاپېریال په ویجاړولو کې یې تر ټولو کمه ونډه اخیستې ده، تر ټولو ډېر زیانمنېږي.

په دغه راپور کې، افغانستان، سوریه، کانګو، سومالیا او میانمار هغه هېوادونه ګڼل شوي دي چې د اقلیم د بدلون له ناوړه اغېزو ډېر زیانمن دي.

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د لوړې کمېشنرۍ په یوه برخه کې راغلي: «د اقلیم بدلون د ښکاره بې عدالتۍ ښکارندويي کوي ځکه هغه څوک چې د چاپیریال په ویجاړولو کې لږ ونډه لري تر ټولو ډېر زیانمن کېږي.»

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر وايي، افغانستان د پرله پسې درېیم کال لپاره له وچکالۍ سره مخ دی او کرنیز محصولات یې زیانمن شوي دي.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږي کوونکی زیاتوي، چې افغانستان هم سږ کال د اقلیم د بدلون د ناوړه اغیزو لکه سېلابونو، وچکالۍ او د تودوخې سوځېدنې شاهد و.

په افغانستان کې د بشري مرستو همغږي کوونکی دانیل اندرس وايي: «په افغانستان کې په تېره لسیزه کې د اقلیم د بدلون پایلې ډېرې ژورې دي. د هېواد هیڅ کونج نه دی پاتې شوی لکه څرنګه چې موږ ګورو چې افغانستان د اقلیم د کړکیچ له پایلو سره لاس او ګریوان دی چې هغه یې رامینځته کړی نه دی، زه هیله لرم چې په دوبۍ کې د ملګرو ملتونو د اقلیم د بدلون په ۲۸ مه ناسته کې د مخ په وړاندې تګ لاره روښانه شي، یو نړیوال غبرګون اړین دی.»

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ په راپور کې راغلي چې د افغانستان په څېر هېوادونه چې د اقلیم د بدلون له ناوړه اغېزو اغېزمن شوي، ۶۰ سلنه بې ځایه شوي لري.

تر دې مخکې، د دوشنبې په ورځ د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر ویلي وو، چې افغانستان د نړۍ د شنو خونو ګازونو ۰.۸۰ سلنه تولیدوي، خو د موسمي بدلون له امله تر ټولو زیات زیانمن شوی دی.