د جوزجان یو شمېر ځوانان چې په پېر او پلور بوخت دي، د بازار له نشتوالي او د بېوزلۍ له زیاتوالي شکایت لري.
د دغو ځوانانو په منځ کې داسې کسان هم شته چې وايي، له پوهنتونه فارغ شوي دي؛ خو په دولتي ادارو کې د کاري فرصتونو د نه شتون له امله یې د واټ ترڅنګ پلورلو ته مخه کړې ده.
دغه ځوانان وايي چې د کار د نشتووالي له امله د دوی ډېری همزولي د خپلو کورنیو د اړتیاوو د پوره کولو لپاره له هېواده وتلو ته اړ شوي دي.
قدرت الله د شبرغان ښار په یوه کونج کې دوهم لاس بوټان پلوري. هغه وايي چې په ارواپوهنه کې د لیسانس سند لري. خو د کاري فرصتونو د نشتوالي له امله اړ دی چې د خپلې ۱۶ کسيزې کورنۍ د ملاتړ لپاره دې کار ته مخه کړي.
د جوزجان اوسېدونکی قدرت الله وايي: «د ژمي په موسم کې زه لیلامي بوټان پلورم، او په اوړي کې سړې اوبه پلورم.»
د جوزجان د ځوانانو تر ټولو مهمه غوښتنه د کاري زمینو برابرول دي.
د جوزجان اوسېدونکی نعمت الله وايي: «زموږ غوښتنه دا ده چې دولت موږ ته کار پیدا کړي تر څو موږ وکولای شو د سړکونو له سره په دفترونو کې کار وکړو.»
د جوزجان اوسېدونکی عبدالباقر وايي: «موږ دا سخت کارونه د اړتیا له مخې ترسره کوو، او زموږ غوښتنه دا ده چې موږ ته د کار ښه شرایط برابر شي.»
په هېواد کې د کار د نشتوالي او د بېوزلۍ د زیاتوالي په اړه اندېښنې په داسې حال کې راپورته شوي، چې تازه د “سره صلیب” نړیوال فدراسیون ښيي، چې په افغانستان کې اقتصادي ناورین پراخ شوی او تر نیمايي ډېر افغانان له دغه کړکېچ سره مخ دي.
د دغه بنسټ په راپور کې راغلي دي چې د افغانستان ۸۵ سلنه وګړي د فقر تر کرښې لاندې دي.