افغانستان

په ممبئ کې افغان سرکونسله: موږ به د افغانستان جمهوریت تر بیرغ لاندې کار وکړو

په نوي ډیلي کې د افغانستان سفارت د پرانیستو لپاره د دوی د تعامل په اړه د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د سیاسي مرستیال له څرګندونو یوه ورځ وروسته ددې مسلې تازه اړخونه روښانه شول. د هند په ممبئ کې افغان کونسله ذکیه وردګ وایون رسنۍ ته ویلي چې دوی به د افغانستان د اسلامي جمهوریت تر بیرغ لاندې کار وکړي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال شېر محمد عباس ستانکزی وايي: «زموږ دوه کونسل چې له ممبئ او حیدرآباد څخه دي، تېره شپه ډیلي ته ولاړل. نن او پرون په سفارت کې وو اوس د سفارت دفترونه څېړي چې څه پکې دي او څه نشته، حسابونه تصفیه کوي، انشاءالله دوې یا درې ورځې وروسته به په هند کې د افغانستان سفارت د مراجعینو پرمخ پرانیستل شي.»

له دې خبرې وروسته، «وایون» هندۍ رسنۍ د هند په ممبي ښار کې د افغانستان د قونسلې ذکیې وردګ له قوله راپور ورکړ، چې هغې ویلي د افغانستان اسلامي جمهوریت تر بیرغ لاندې کار به وکړي.

د وایون د راپور په یوه برخه کې ویل شوي: «ډیلي کې د افغانستان سفارت د ادارې په اړه د طالبانو له ادعاوو سره هم‌مهاله، افغان دیپلوماتې ذکیې وردګ د افغانستان جمهوریت ته په قاطع ډول پر خپلې وفادارۍ ټینګار کړی. اغلې وردګ چې څو کاله کېږي ممبي کې د افغانستان د سرقونسلې په توګه خدمت کوي ټینګار وکړ: موږ د افغانستان اسلامي جمهوریت تر بیرغ لاندې کار کوو.»

هند کې ځینې نور هم نوي ډیلي کې د افغانستان په سفارت کې د نویو بدلونونو خبره کوي.

په هند کې سیاسي فعال نثار احمد شېرزی وايي: «په نوي ډیلي کې د افغانستان سفارت له تړل کېدو وروسته، د کونسلي چارو د پرمخ بیولو لپاره، په حیدرآباد کې د کونسلګرۍ یو شمېر کارکوونکي نوي ډیلي ته لېږدول کېږي ترڅو د کډوالو او محصلینو لپاره ستونزې پیدا نه شي. خو د هند حکومت د سفیر د لېږلو او منلو په اړه په ځلونو اعلان کړی چې له نړیوالې ټولنې سره یو ځای حرکت کوي.»

په وروستیو میاشتو کې نوي ډیلي کې د افغانستان سفارت د تړل کېدو او د مخکیني دولت د دیپلوماتانو او طالبانو ترمنځ د دغه سفارت د مدیریت پر سر د شخړو په تړاو پرله‌پسې راپورونه وو.

تر دې چې تېره اونۍ نوي ډیلي کې د افغانستان سفارت په یوه اعلامیه کې ولیکل، چې دا سفارت د هند دولت له خوا د دوامداره ننګونو او د طالبانو د فشارونو له امله پنجشنبه د لیندۍ له دویمې نېټې «د تل لپاره» وتړل شو.

هند تر اوسه د طالبانو له خوا رامنځته شوی سیاسي جوړښت په رسمیت نه دی پېژندلی او د طالبانو تر ولکې لاندې افغانستان کې لوړپوړي دیپلوماتان هم نه لري. یوازې د ۲۰۲۲ کال په جون میاشت کې یې یوه مسلکي ډله کابل کې د خپل سفارت د بیا پرانیستو د ارزلو او «له افغانانو سره د تعامل» لپاره افغانستان ته ولېږله.