افغانستان ښځې

په راتلونکي کال کې د ناڅرګند برخلیک په اړه د شپږم ټولګي د زده کوونکو نجونو اندېښنه او ناهیلي

عکس از آرشیف.

د ښوونځيو کلنۍ ازموينو له پيلېدو سره هم مهاله، د شپږم ټولګي نجونې زده کوونکي وايي، چې که د نجونو پر زده کړو بنديز همداسې دوام وکړي، راتلونکی کال نه شي کولی ښوونځي ته ولاړې شي.

دغه زده کوونکي وايي، چې ښوونځي ته نه تلل ورته ستونزمن دي او ټول خوبونه يې له خاورو سره یو شوي.

له بلې خوا، د هېواد پخواني ولسمشر حامد کرزي د ایران د بهرنیو اړیکو د ستراتیژیکي شورا له غړي سره په کتنه کې د نجونو پر مخ د ښوونځیو او پوهنتونونو پرانیستل د افغانستان د سوکالۍ او پرمختګ لپاره مهم بللي.

که څه هم بل لوړ ټولګي ته ځي، خو له دې چې طالبان يې نه پرېږدي په اووم ټولګي کې کیني، اندېښمنې دي.

١١ کلنه ليلا د ښوونځي په شپږم ټولګي کې ده او وايي چې ښايي د لسګونو نورو زده کوونکو په څېر د خپلو زده کړو وروستۍ ورځې په ښوونځي کې تېرې کړي.

طالبانو د واک ته د رسېدو په لومړیو ورځو کې په ۲۰۲۱ کال کې له شپږم ټولګي پورته د نجونو زده کوونکو پر مخ ټول ټولګي وتړل. هغه بندیز چې تر دې دمه دوام لري. لیلا وايي چې د خپلې بې برخلیکۍ په اړه اندیښمنه ده.

دا مهال په سرد سېرو ولايتونو کې د ښوونځيو کلنۍ ازموينې پيل شوي او ښايي له راتلونکي کاله د پوهنې په برخه کې له شپږم ټولګي نجونې د طالبانو له بنديزونو سره مخ شي.

یوه بله زده کوونکې زینب وایي: «په شپږم ټولګي کې یم غواړم اووم ټولګي ته ولاړه شم؛ خو د اسلامي حکومت په خاطر اووم ته نشم تللی، ځکه نه پرېږدي او غواړم چې په راتلونکي کې ډاکتره شم. پلار او مور مې ډاکتران دي او اړ کېږي که زه زده کړه ونه شم کړای ایران یا پاکستان ته کډه وکړو چې هلته هم افغانانو سره ښه چلند نه کېږي او د راتلونکي په اړه اندېښمنه یم.»

زده کوونکې مژده بیا وايي: «اوس په شپږم ټولګي کې یم کلنۍ آزموینې دي او ټاکل شوې اووم ته ولاړه شم او په اووم کې د زده کړو اجازه نه لرو. ما هیله لرله چې ډاکتره شم او اوس له دې وروسته ښوونځي ته نشم تللی نه پوهېږم څه ډول تحصیل وکړم.»

که څه هم د طالبانو له لوري له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر مخ د ښوونځیو د تړلو په اړه نړیوالو او کورنیو غبرګونونو کوم اغیز ونه کړ، خو یو ځل بیا د هېواد پخواني ولسمشر حامد کرزي د ایران د بهرنیو اړیکو د ستراتیژیکي شورا له غړیو او د افغانستان لپاره د ایران د ولسمشر له ځانګړي استازي سره په لیدنه کې د نجونو لپاره د ښوونځیو پر پرانیستلو ټینګار کړی دی.

همدارنګه د پوهنتونونو یو شمېر استادان په دې باور دي چې انلاین ښوونځي د زده کړو د کچې د لوړولو او پر ښوونځیو د طالبانو د محدودیتونو د تشې د ډکولو لپاره مناسبه چاره نه ده ځکه زده کوونکي انټرنیټ او ځیرک مبایلونو ته لاسرسی نه لري.

د پوهنتون استاد بصیر احمد دانشیار وايي: «کابو درې کاله کېږي چې ښوونیزو او تحصیلي بنسټونو ته د ښځو له ورتلو مخنیوی کېږي دا د ټولنې لپاره یه لویه اقتصادي، ټولنیزه، کلتوري او سیاسي ننګونه ده او دې چارې د هېوادوالو، مغزونو او تپل شوې کډوالۍ لامل کېږي. له اوسنیو واکمنو زموږ تمه دا ده چې د ښوونځیو د پرانیستو په برخه کې جدي اقدام وکړي.»

نږدې ۸۰۰ ورځې کېږي چې له شپږم ټولګي پورته د نجونو زده کوونکو پر مخ ښوونځي تړل شوي دي.

همداراز کابو یو کال کېږي چې طالبانو د نجونو پر مخ ټول پوهنتونونه تړلي او په نادولتي موسسو کې یې د ښځو پر کار کولو هم بندیز لګولی دی.