سوداګري

په هرات کې د زعفران ګل ملي فستیوال جوړېدل

په هرات کې د زعفرانو ګل، اتم ملي فسټیوال د بزګرانو او صادرونکو شرکتونو په ګډون د بازارموندنې او د پلور لپاره د غوره لارو موندلو په موخه جوړ شو.

د هرات د زعفران ټولنې چارواکي د دې فستیوال پرمهال د زعفرانو د محصولاتو د زیاتوالي خبر ورکوي او وايي چې د تېر کال په پرتله یې په حاصلاتو کې پنځوس سلنه زیاتوالی راغلی دی.

د هرات د زعفران کارانو د ټولنې مشر وايي، تمه ده چې سږ کال به ۳۰ ټنه زعفران حاصل کړي.

خو د دغو څرګندونو پر خلاف، په هرات کې د زعفرانو تولیدونکي د خپلو ننګونو خبره کوي.

د زعفران ګل، اتم ملي فستیوال ترسره شو هغه فسټیوال دی چې موخه یې د خپلو محصولاتو بازار موندنه ده.

د افغانستان د زعفرانو د کروندګرو د ملي ټولنې رییس احمد بشیر رشیدي وايي: «تمه کېږي چې سږ کال دېرش ټنه زعفران ترلاسه شي.»

خو د دغو څرګندونو پر خلاف د زعفرانو تولیدونکي او پلورونکي وايي چې د تېرو کلونو په پرتله سږ کال د سړې هوا او وچکالۍ له امله حاصلات کم شوي او د زعفرانو د صادراتو په برخه کې هم له ننګونو سره مخ دي.

له بلې خوا، د هرات د سوداګرۍ او پانګونې خونې مسوولین د زعفرانو په صادراتو کې د ۳۰ سلنه زیاتوالي خبر ورکوي او وايي چې په یوه اوونۍ کې د ۲۱ میلیونه او ۵۶۱ زره ډالرو په ارزښت ۲۱ زره و ۸۴۶ کیلو زعفران صادر شوي دي.

په همدې حال کې، د کرنې په رياست کې د طالبانو سيمه ييز چارواکي وايي چې په هرات ولايت کې په څه باندې اته زره هکتاره ځمکه کې زعفران کرل شوي او څه باندې شل زره کروندګر په کروندو کې په کار بوخت دي.

هرات کې د طالبانو د کرنې رییس پیر محمد حلیمي وایي: «زعفران یا سره طلا، د افغانستان له مهمو تولیداتو څخه دي.»

په ورته وخت کې، هرات د هېواد په لوېدیځ کې د مساعد اقلیم له امله د زعفرانو په کښت او تولید کې لومړی ځای لري او د دغه ولایت زعفران نړیوال شهرت لري.

ویل کېږي، چې د هرات زعفران تر ډېره د دغه ولایت په پښتون زرغون، غوریان، زنده جان، انجیل، کهسان او ګذره ولسوالیو کې کرل کېږي.