افغانستان

ریچارد بنت: افغانستان له ګڼو ننګونو سره مخ دی

د ملګروملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارد بنت د افغانستان د وضعیت په اړه په یوه راپور کې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې د زده کړو کیفیت ته په اشارې سره ویلي چې دیني زده کړو ته ددې ډلې پاملرنه نه یوازې ماشومان له پراخو مهارتونو او پوهې بې برخې کوي، بلکې د رادیکالیزم او ترهګرۍ خطر د پراختیا لامل کېدای شي.

د بشري حقونو شورا وېبپاڼې لیکلي بنت چې سه شنبې د لړم په دوهمه د ملګروملتونو په عمومي اسمبله کې د افغانستان د وضعیت په اړه وینا کوله ویلي افغانستان د طالبانو د ځپونکو کړنو او سیاستونو له امله د بشري حقونو د ناوړه وضعیت، له سزا د معافیت، انساني او دوامدره اقتصادي ناورین، وروستیو مرګونو زلزلو او کډوالو د جبري ستنېدو په شان ګڼو ننګونو سره مخ دی.

د بشري حقونو ځانګړي راپور ورکوونکي ټینګار کړی چې دا هر څه په دې هېواد او سیمه کې د لازیات کړاو او احتمالي بې ثباتۍ د مخنیوي لپاره بیړنیو اقداماتو ته اړتیا لري.

بنت څرګنده کړې چې په وروستیو کې سختو زلزلو په هرات کې زیانمنونکي وګړي سخت اغېزمن کړي دي.

هغه همداراز له زلزله ځپلو سره د نړیوالې ټولنې د مرستو غوښتنه وکړه.

بنت زیاته کړې: «په بند خونو کې د شکنجې او غیرانساني چلند لپاره له سزا د معافیت کلتور او همداراز د مخکینیو دولتي چارواکو او پوځیانو خلاف له بشري حقونو سرغړونې له ورکړل شویو ژمنو سره سره روانې دي.»

د بشري حقونو ځانګړي راپور ورکوونکي د ملګروملتونو په عمومي اسمبله کې د خپلو خبرو په دوام د فعالانو او بشري حقونو د دفاع کوونکو چې د سوله‌ييزو اعتراضونو او بیان آزادۍ لپاره له خپلو حقونو استفاده کوي اشاره کړې ده.

هغه په افغانستان کې له شپږم ټولګي پورته نجونو او ښځو د لوړو زده کړو پر بیا پيلېدو ټینګار کړی دی.

بنت زیاته کړې چې ښايي د ښځو او نجونو په اړه د طالبانو کړنې په جنسیتي ځورونې بدلې شي.

هغه ویلي: «سیستماتیک تبعیض، ځپل او د ښځو او نجونو بېلول د جنسیتي اپارتاید مخ پر ودې ښکارندې لازیاتې څېړنې ته اړتیا لري.»

بنت د خپلو خبرو په دوام په افغانستان کې د زده کړو د کیفیت موضوع ته په اشارې سره ویلي چې «مدرسې» یا دیني زده کړو ته د محدودولو په اړه د طالبانو سیاست نه یوازې ماشومان له وړتیاوو او پراخې پوهې بې برخې کوي بلکې له وزګارۍ او بې وزلۍ سره یې مخ کوي.

د هغه په وینا، دیني زده کړې د رادیکالیزم لیدلوري اساس او بنسټ کېدای شي او د کورنۍ ترهګرۍ او د سمیې او نړۍ د بې ثباتۍ خطر زیاتولای شي.

بنت د خبریالانو له هغې جملې د مرتضی بهبودي له خوشي کېدو په هرکلي سره خبرداری ورکړی چې خپلسرو نیونو د افغانستان د پاشل کېدو په حال کې مدني فضا لا کوچنۍ کړې ده.

د بشري حقونو ځانګړي راپور ورکوونکي زیاته کړې د افغانستان بېلابېل وګړي اندېښنه لري چې نړیواله ټولنه د وضعیت د «عادي کولو» په لور حرکت کوي او د دوی بشري حقونه د ژيوپولیتیکو ګټو په لور څنډې ته پرېښودل کېږي.

هغه هیله څرګنده کړه چې د ملګروملتونو غړي هېوادونه دې په پياوړي دریځ او د بشري حقونو او د افغان ښځو او نجونو ترڅنګ په پرېکنده درېدو سره ددې هېواد وګړو ته ثابته کړي چې ناسم فکر کوي.