نړۍ

په غزه کې د جګړې انساني زیانونو ته د بې پامۍ په اړه اسراییلو ته اوباما خبرداری

سره له دې چې اسراییلو په تېرو دوو اونیو کې په خپلو بریدونو کې د غزې اوسېدونکو ته درانه تلفات اړولي دي، د اسراییلو پوځ اعلان کړی چې د حماس د له منځه وړلو لپاره د «پراخو بریدونو» لپاره تیاری نیسي.

له بلې خوا، د فلسطین د روغتیا وزارت د دوشنبې د لړم په لومړۍ نېټه اعلان وکړ چې په څلرویشت ساعتونو کې د اسراییلو په بمبارۍ کې ۴۳۶ تنه وژل شوي دي.

ددغه وزارت په وینا، پر غزې د اسراییلو د دوو اونیو په بریدونو کې د دوه زره او ۵۵ ماشومانو په ګډون لږترلږه ۵ زره ۸۵ فلسطینیان وژل شوي دي.

رویټرز رپوټ ورکړی چې د اسراییلو د پوځ لوی درستیز هرزي هالوی په یوه بیانیه کې ویلي چې پر غزې تړانګې د بریدونو درولو نیت نه لري او د ځمکني برید لپاره چمتو دي.

هغه دوشنبې ناوخته وویل: «موږ غواړو حماس د بشپړ له منځه تلو وضعیت ته ورسوو. دا لاره د بریدونو اوږده لاره ده چې حماس ته هرځای او له هره اړخه زیان رسوي.»

هغه د اسراییلو سویل ته په اشارې سره چې غزې ته نږدې دی زیاته کړه، د اسراییلو پوځ په سویل کې د ځمکنیو عملیاتو لپاره غوره چمتووالی لري.

له بله پلوه، بارک اوباما د جګړې انساني زیانونو ته د بې پامۍ په اړه خبرداری ورکړی دی.

د امریکا پخواني ولسمشر بارک اوباما په خپلو څرګندونو کې اسراییلو ته خبرداری ورکړی هره پوځي تګلاره چې انساني زیانونو ته پام ونه کړي، ښایي برعکس بایلې ولري.

هغه په یوه بیانیه کې ویلي چې په اوسني وخت کې د بمباریو په پایله کې زرګونه فلسطینیان وژل شوي چې ډېری یې ماشومان دي او سلګونه زره تنه د خپلو کورونو پرېښودلو ته اړ شوي دي.

اوباما ټینګار کړی: «پر ملکي وګړو د خوړو، اوبو او برېښنا د درولو په اړه د اسراییلو پرېکړه د انساني ناروین پراختیا ګواښ زیات کړی دی.»

هغه زیاته کړې: «دا کار کولای شي د نسلونو لپاره د فلسطینیانو لیدلوری سخت او له اسراییلو نړیوال ملاتړ کم کړي او د اسراییلو د دښمنانو په ګټه تمام شي او په سیمه کې سولې او ثبات ته د رسېدو لپاره اوږدمهاله هڅې کمزورې کړي.»

اخوا، امریکا په ښکاره له ځانه د دفاع لپاره د اسراییلو پر حق ټینګار کړی، خو د سپينې ماڼۍ، پنټاګون او د امریکا د بهرنیو چارو وزارت دوو سرچینو په وینا له اسرایيلي چارواکو سره په خبرو کې یې د احتیاط لپاره یو لړ غوښتنې مطرح کړې دي.

دغو سرچینو ویلي چې د امریکا لومړیتوب د نورو یرغمل شویو د خوشي کولو لپاره د خبرو په موخه د وخت اخیستل دي.

د امریکا ولسمشر جوبایډن د اوربند د احتمال په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل: «موږ باید یرغمل شوي کسان خوشي کړو او وروسته خبرې کولای شو.»